د روزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د روزګان ولایت په دهراود او شهید حساس ولسوالیو کې د چاودنو له کبله شپږو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړۍ چاودنه نن غرمه مهال ۱۰ بجې د دهزک سیمې په ګندم ښار کلي کې په یوه سراچه موټر رامنځ ته شوه چې ملکي کسان د خپلو دوستانو واده ته ور روان وو چې په لاره کې پرې د ماین چاودنه وشوه او په ترڅ کې یې یو ۵۷ کلن سپین ږیری او یو ۳۲ کلن ځوان شهیدان او یوه میرمن پکې ټپې شوه .
دغه راز نن مازدیګر د ۴ بجو په شاوخوا کې د شهید حساس ولسوالۍ په تګاب سیمه کې په دوو ځوانانو باندې چې په موټر سایکل سپاره او په لاره روان وو د ماین چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې دواړه ځوانان ټپیان شوي دي.
دا لومړی ځل ندی بلکې تردې وړاندې هم د روزګا ن ولایت د دهراوود ولسوالۍ په دهزک سیمه کې د ماین چاودنې له کبله ۴ کوچینیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړل.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند