عزیز مختار- د سويډن په مالمو ښارکې د څو اروپايي هيوادونو(سويډن، دنمارک ، جرمنی اوانګلستان) د افغان زلمو د واليبال لوبډلو ترمنځ د(سپورت ژوند او د مخدره موادو استعمال د مرګ هرکلی دی) ترشعارلاندې د واليبال دوستانه سيالۍ وشوې.

د واليبال په دې دوستانه سياليو کې، چې د سپټمبر په یوویشتمه وشوې، د يادو شویو هيوادونو د واليبال (۱۳) لوبډلو ګډون درلود.

د سياليو تر پیلېدو مخکې راغلو مېلمنو ته سويډن مېشتو افغانانو او د علمياو
فرهنګي مرکز مشرتابه په استازيتوب ښاغلي انجنير عزيزمقري ښه
راغلاست ووایه. ده د ځوانانو په منځ کې د سپورتي لوبډلو د سياليو پر سپورټی اوټولنيزو ارزښتونو خبري وکړې اوځوانان یې په سپورتي لوبو کي برخه اخيستلو او فعال ګډون ته وهڅول .

د افغاني زلمو لوبډلو د واليبال سيالیو د دوستی، خوشحالي او ورورګلوۍ په فضا کې (۱۵) ساعته دوام وموند.

ټولې سیالۍ د نندارچیانو په چکچکو او نارو بدرګه شوې.

په پای کې د سیالیو پایلې په دې ډول اعلان شوې:

۱/ دسويډن ستکهلم (کابل الف) لوبډلې لومړی مقام

۲/ د انګلستان، لندن(خالد) لوبډلې دوهم مقام

۳/ د ډنمارک ( اريا ) لوبډلې دريم مقام

د واليبال د سياليو د پايلو تر اعلانېدو وروسته په سويډن کي د افغانانو علمی او فرهنگی مرکز د مشرتابه لخوا د کوربه ټولنې په توګه د دې سياليو له ټولو ګډون کوونکو څخه د مننې په ترڅ کې د سياليو لومړی، دوهم او دريم مقام گټونکوته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *