بسم الله الرحمن الرحیم
د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې عام وژنه سخت وحشیانه عمل ګڼو :
په دغو څو تیرو ورځو کې دغزنی د ولایت د مختلفو ولسوالیو اوپه ځانګړې توګه داجرستان په ولسوالۍ کې دمخالفینو او دولتي سرچینو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي چې په کې ګڼ شمیر مظلوم او معصوم هیوادوال له منځه تللې او یا قصدا په ډیره ظالمانه توګه وژل شوي او سرونه یی پریکړل شوي دي .
په هیواد کې ددغو نظامي ډلګیو دغه ظالمانه او وحشیانه کړچار نه یواځي د اجرستان په ولسوالۍ کې بلکه د هیواد په ګوډ ګوډ کې په کلکه غندو. او د حادثي عاملینو ته دسختې جزاغوښتونکې یو،او د بین المللي حقوقي ټولنو څخه غواړو تر څو په دې اړه ژر تر ژره تحقیق وکړي او عاملین یی دمحاکمي اوعدالت میز ته راکش کړي . تر څنګ یی ټولو شهداؤ ته دالله تعالي په دربار کې دمغفرت غوښتونکې یو او کورنیو ته یی د زړه صبر او زغم ارزو لرو .
همدا راز په کنړ ، هلمند اودهیواد په یو شمیر نورو برخو کې هم د اشغالي ځواکونو له اړخه دمظلومو هیوادوالو په بمباردولو او وژلو باندی سخت زوریدلي یو او د هغوې دغه وحشیانه عمل په کلکو ټکوغندو .
د ټولو مجاهدینو اوازادي غوښتونکو مبارزینو څخه ارزو لرو چې د جنګ جګړې په وخت کې دخپلو مظلومو هیوادوالو د سرونو او مالونو او همدا راز ددولتي رفاهي مؤسساتو د خوندي ساتنې له پاره پوره متوجه و اوسي ، اوپرې نږدي چې هیوادوال مو نور هم د جنګ د تنورپه لمبو کې وسوځیږي .
دالله تعالي څخه غواړو چې زمونږ هیواد ته زمونږ دهمدې میړنو هیوادوالو په مټو سوله او امن را وړي او دجنګ او جدل دغه فضا چې دپردیو له خوا زمونږ په هیوادوالو تپل شوې او پیل شوې له منځه یوسي .
و ماذالک علي الله بعزیر
قريب الرحمن سعيد
۲۷. سپتمبر ۲۰۱۴
وروره دلته راشه افغانستان ته بیا کار کیژی- او دا عام وژنه خو ستاسی څخه په میراث پاتی ده چی ستا او عزیز مراد به په ډیر افتخار سره خبر ورکول په یاد دی دی کنه اوس بزګان شوی- مننه
! اسلام علیکم
خود حزب هغه دلی چی په اوسینی حلات کشی هم افغانان وزنی او هره ور ءح افغانان او ملی اوردو په شهادت رهسوی هغه ولی نه یاده وی؟؟؟؟
خو نه دا تولی موفتی خبری دی چی در ره سیدلی او په اروپا کی ارمه زوند کووی او په اسلی میدان کی نیاست هسی یوه .
.لیکنه باید چی ولیکی او بس