تاند – په اروپا کې د افغانانو د مدني ټولنو او خوځښتونو یوه سرلاري قاري محمد عیسی محمدي د پنجشنبې په ورځ‌ (د اسد ۲۴مه) په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

محمدي له تاند سره په خبرو کې وویل چې ولسمشرغني ته یې په اروپا کې د مېشتو کډوالو افغانانو د ستونزو او په ورته وخت کې د اروپا مېشتو افغانانو له خوا د ولسمشر د اصلاحي پروګرامونو د ملاتړ په هکله معلومات ورکړل.

قاری محمد عیسی محمدي چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر د قاری عیسی په نامه مشهور دی، تاند ته وویل چې نوموړي له ولسمشر غني څخه وغوښتل څو د دیني علماوو لپاره فرصت برابر کړي چې د امن په فضا کې خلک د نظام ملاتړ ته راوبولي.

د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان د دیني علماوو په هکله ویل کیږي چې حکومت یې وخت په وخت د خپلو ملي ګټو او په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق د ملاتړ لپاره توظیفوي او افغان ځوانان پرې د جهاد تر عنوان لاندې بې لارې کوي.

ډېر افغان دیني عالمان باور لري چې که په افغانستان کې دننه د دیني عالمانو د ملاتړ هڅې وشي، هغوی دا وړتیا لري چې د هغو تنکیو افغان ځوانانو فکرونه په سالمه توګه وروزي چې ګاونډي هېوادونه یې د خپلو ګټو لپاره تربیه کوي او بیا یې افغانستان ته د جنګ لپاره رالېږي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *