د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې دعملیاتو په ترڅ کې دوسلوالو مخالفینود (۷) ډیپوګانو په نیولو اوله منځه وړلوسره دلسګونو چاودنو اوتخریبي کړنو مخه ونیول شوه .
دغه عملیات دملي امنیت د(۰۸) قطعې اوملي اردوځواکونوپه ګډه،دارګون ولسوالۍ اړوند ځدرانو درې،په جبارکلي کې ترسره کړي دي،چې دوسلوالومخالفینو اووه سترې ډیپوګانې چې وسلې،مهمات،چاودیدونکي توکي اوتجهیزات پکې وو،کشف او ونیول شول .
په نیول شویوډیپوګانوکې یوه پایه دهشکه له ۲۰۰فیره مرمیو سره،دپاکستاني کماندوځواکونود۶۰ملي متري هاوان دمراطباتویوجلد کتاب،۵ قابه دهاوان دوربینونه،۳۵دانې دمخابرې انتنونونه،۲پایې امریکایي مخابرې ،څلورپایې آیکم کشفي مخابرې،پنځه دانې دکلاشینکوف شاجورونه،دوه دانې ددهشکې میلونه ،یومیل برنل له ۵ دانې شاجورونه سره، یو قاب روسی دوربین،۵۰۰ کیلوګرامه المونیم نایتریت مودا،۴۲ حلقې مختلف النوع ماینونه،۳۵ دانې دماینونو لپاره جوړې شوې بیطرۍ ،۸ دانې ریموټ کنترول ماینونه،څلوربنډله مسي لین،۵۰۰ متره دماین کیبلي لین،۳۰دانې دماین فیوزونه ،یوپایه دماین دلین ماشین،یو کارتن مقناطیس ،یودانه دبرق مولد،۳۰جوړې دملي اردو اوامریکایي ځواکونودریشي ،۱۰دانې چیرکي بسترې، دوه جوړې نظامي بوټونه او یوه پایه چیرکي خیمه،دامنیتي ځواکونولخواکشف او ونیول شول.
په نیول شویوتوکوکې ۴۲حلقې مختلف النوع ماینونه ځای پرځای له منځه وړل شوي دي، نورټول مهمات،چاودیدونکي توکي اوتجهیزات دملي امنیت (۰۸) قطعې ځواکونو مرکز ته انتقال شوي دي.
دیادولووړده چې په دې عملیاتوکې هیچاته زیان نه دی اوښتی.
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر