د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت له لوري د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اته کيلو متره سړک جوړونې چارې پېل شوې.
هغه مراسم چې په همدې موخه د ارګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې نيول شوې ؤ پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني، امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د رسنيو استازو او د سيمې اوسيدونکو پکې ګډون کړی ؤ.
پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني مراسمو ته په خبرو کې وويل چې د ياد سړک په جوړولو سره به د ارګون او سروبي ولسواليو اوسيدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي ارګوني له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ياد سړک له چارو وخت په وخت ليدنه وکړي که ستونزې يې لرلې له ولايتي ادارې سره يې شريکې کړې تر څو په لوړ کيفيت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کلیو پراختیا او بیا رغونې سرپرست رئیس مومن افغان وایي دغه سړک چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي د منده اوعباسخېلو کلي به سره ونښلوي او د جوړيدو چارې به يې د يو کال په جريان کې بشپړې شي.
د سيمې قومي مشرانو له ولايتي ادارې مننه وکړه چې داسې يو مهم سړک ورته جوړيږي چې هره ورځې پرې د سيمې نږدې دوه زره کسان تګ او راتګ کوي دوی زياته کړه چې د ارګون ولسونه د ولايتي ادارې د هر ډول بيا رغونې پروژو سره همکاره دي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې ولايت کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په چوکاټ کې د شپږ سوه دولس ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۸۰ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پېل شوې.
د پکتيکا ولايت رسنيز دفتر