د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارګ په ماڼۍ کې نن د ۱۳۹۲ کال پسرلنۍ مشاعره و شوه او په نوموړې مشاعره کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالو ګډون کړی وو.

په سر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس وویل سره له دې چې د مشاعرې ماحول د خوښیو ماحول وي خو د افغانستان د وګړو څخه د کابل پرونۍ چاودنې او د هیواد په ګوټ ګوټ کې ډول ډول ترهګریزو بریدونو د خوښۍ محفلونه اخیستي دي. خو بیا هم ژوند نه پریښودل کیږي چې دا ده زموږ پسرلنۍ مشاعره د ټاکلي مهالویش سره سم جوړه شوه. نوموړي د هیواد په روانو حالاتو هم خبرې وکړي چې ملي راډیو تلویزیون به یې ټول تفصیلات خپاره کړي. وروسته له هغه زیات شمیر شاعرانو داسې شعرونه و لوستل چې د هیواد روان حالت یې منعکس کړی وو او ګران هیواد ته یې د سولې غوښتنه پکې کوله.

نوموړې مشاعرې ته زما خپل غزل په دې ډول وو:

د ماضي تصویر

د مرګونو په آزمون کې یوه ژوندي تصویر ته ګورم

د هېندارو په شبخون کې ګلالي تصویر ته ګورم

د تورتم په ژور تل کې د یوه څرک په تمه، تمه

د ناخوالو په ژوندون کې انساني تصویر ته ګورم

د لېمو په ډنډ کې غونډې دي د سترګو مرغلرې

زه د څاڅکو په پاڅون کې ننني تصویر ته ګورم

د ویرونو په تابوت کې جنازې د وړانګو بار دي

د ژړاوو په لاریون کې افغاني تصویر ته ګورم

موږه ولې لیږل کیږو د مرګي خاموش جهان ته

د څو اوښکو په ګلګون کې ګلابي تصویر ته ګورم

زه خو دروند ملت وم ګله، د درنو سټو په زور کې

د عبرت په نندارتون کې د ماضي تصویر ته ګورم

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *