تاند – د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ په خپرونو کې د افغانستان د اکثریت قوم پښتنو له ژبې سره د حکومت چلند خورا خواشینوونکي حد ته ورسېد.
د ارګ د فیس بک پاڼه چې د فیس بک کاروونکي افغانان یې په منظمه توګه تعقیبوي ښیي چې د ارګ په پستونو کې له پښتو ژبې سره ډېر ناوړه چلند کېږي. د ارګ د فیس بک پاڼه ښیي چې د وروستیو ۲۰ پستونو له جملې څخه چې د روان کال د جولای له ۳۱مې څخه پیل کېږي تر نن ورځې پورې چې د اګست ۸مه ده یوازې ۴ پستونه په پښتو او پاتې ۱۶ پستونه په دری ژبه شوي دي.
یو پست یوازې یو عکس دی چې د یوې ژبې متن هم ورسره نه دی لیکل شوی.
د ارګ د فیس بک پاڼې د جولای د ۳۱مې پست په «جلسۀ شورای عالی اقتصاد صبح امروز تحت ریاست محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در ارگ برگزار شد و در آن در مورد ایجاد فارم های بزرگ زراعتی و طرح پیشنهادی ساختار و وظایف وزارت تجارت بحث گردید» په متن خپورشوی دی. او وروستی هغه یې چې د نن ورځې پست دی د «محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان ظهر امروز با رئیس و هیات رهبری ادارۀ عالی تفتیش در ارگ دیدار کرد» متن لري.
له دې نه په مخکې ۲۰ پستونو کې هم ۱۵ پستونه په دری، ۴ پستونه په پښتو او ۱ پست په انګلېسي خپاره شوي دي چې د پښتو ژبې برخه په کې بیا هم هماغه ۲۰٪ څرګندېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون ۱۶مه ماده وایي چې، پښتو او دری دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي، او دولت د افغانستان د ژبو د پرمختګ له پاره کار کوي.
ویل کیږي چې، په ارګ کې یوې ځانګړې کړۍ په ډېر مهارت سره جمهور رییس ته په نژدې کېدلو سره د بېلابېلو څانګو یو شمېر خوله ور او ژبور پښتانه له مخې لیرې او یا له کار نه ګوښه کړل، په داسې حال کې چې د نورو قومونو ګڼ شمېر داسې کسان چې په لوی لاس ژبني تعصب ته لمن وهي د ارګ په بېلابېلو ادارو کې کار کوي او وخت په وخت د پښتنو ځوانانو د کار مخه ډپ کوي.
دپښتو نه لیکل پخپله دپښتنو ګناه ده، اودغه رواج دخورم صاحب څخه شروع شویدی
دښاغلی کرزی په دوره کی ښاغلی خورم دارګ اداری رئیس وه، مګر په پښتو به یی لیکل نه کول، اواوس هم په ورځ پانو اخبارونو کی لیکل نشی کولای اویا یی نه کوی
او اوس ښاغلی اشرف غنی ډیر مصروفه دی، مګر مشاورین یی ډیر سست اوضعیفه دی، داسی مشاورین لری چه یو وخت به یی دپښتو ژبی باباګان ځانونه معرفی کول، مګر اوس یی دیوڅو پیسو اوچوکیو په خاطر پښتو ژبه هم دیاده څخه وتلی ده
عبدالله خانه، د ارګ پاڼه د ارګ د رسنیو د ادارې له خوا چلول کیږي او دا د هغوی مسؤلیت دی چې پښتو او پاړسو دواړه ولیکي. لږ فکر وکړه هسې ډزې مه وله یارو.
Salamooona
Afghanistan ke ba hes wakht Aman wa na goori che dagha be adalati we karzi dagha tahdab kekhood allah de pa ghazab warawi bia ghani kho motlaq benangi shoroo kra mirman e hata pa yawa khabara na pohigi aya qanoon asasi dagha de pkho landi kawe ka taliban ashrafi tol de zana lari kral cha yaw sa nang laraloo akram khpalwak aw gulab kho hes sharam na lari bayad asharafi aga kri zakhilwal wo kher bayad dagha Matlab khpoor ter so ashrafi ta warasaigi mong bagher da de zhabi Afghanistan na da pokar marg de qanoon asi pa na ehteram kawaloo de q waqighi afghananoo de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.
Salaamona, Hamdasi da, Tola takra pashtana ye ista karl la wazifo sa pa ARG ki.
یو تریخ حقیقت دی، خو د ملي وحدت په نامه سړی داسې موضوعاتو لاس هم نه شي وروړلای، ځکه چې ټاپه د متعصب پرې لګیږي. زه په دې نظر یم که ټولنیز عدالت د ژوند په ټولو برخو او ارزښتونو کښې مراعات نه شي، سوله راوستل ځان او خلکو ته فریب ورکول دي. پښتو چې د یوه لوی قوم او د هیواد رسمې ژبه ده، داسې چلند ورسره کیږي. نو پښتون دا ملي وحدت څه کړي.
له دندو گوشه شويو خو توله ورح پشتنو ته كنزلي كولي.