پرون ماښام له یوه ملګري سره د نوي ښار د مجيد مال په استنبول رستورانت کې د ماښام ډوډۍ ته ولاړو.  لا مو د خوړو فرمایش نه و ورکړی چې زموږ یو بل نږدې ملګري چې د جمهوري ریاست وياند په دفتر کې کار کوي رستورانت ته راغی، پر موږ چې يې سترګې ولګېدې، نو په منډه راغی او راسره کېناست. 

دا مهال د شپې اووه بجې وې. د رستورانت کار کوونکي د چرګ ګرم او خوندور سوپ راوړ او د نورو خوړو د چمتو کولو لپاره يې (۴۵) دقيقې وخت وغوښت. زموږ هم يو څه ساړه شوي وه او هم ډېر وږي وو، نو هغه و چې پر سوپ مو یرغل وکړ، د سوپ تر خلاصېدو پورې مو يو له بل سره هيڅ خبرې نه کولې. کله چې سوپ خوړل خلاص شول، نو ما د ارګ مامور ته وويل چې موږ خو سټ شولو،  په ارګ کې څه کيسې دي؟  

نوموړي په خندا وويل: تاسې په څه سټ شوي ياست؟ زړه خو زموږ وچاودېده چې هر څه په خپلو سترګو وينو، ځورېږو، خو هيڅ مو په وس نه دي پوره. د نوموړي په دې خبره زما د ده خبرو ته نوره تلوسه پيدا شوه، هغه و چې بيا مې ځني وښتل: ولې څه پېښه ده چې تاسې يې دومره په تکليف کړي ياست؟

ملګري مي تندی تريو کړ او بيا يې وويل: بس فيضي صاحب هرې خواته ډله او ډلبازۍ او د زر او زور خبرې دي، هغه د دري ژبو په اصطلاح په ځيګر کې به يې الف نه وي، خو چې واسطه ولري او د يو چا په ډله پورې تړلی وي، ژوند يې جوړ دی، خو د ولسمشر مرستيال ویاند نجيب الله ازاد بيا چې ژور فکر لري او تر خوله يې اورونه بادېږي څوک يې پېژني هم نه، بيخي يې څنډې ته کړی دی، بس ګناه يې يوازې دا ده چې د چا په ډله پورې نه دی تړلی. له دې خبرې سره مې سمدلاسه ذهن ته راغلل چې رښتيا هم  ازاد صاحب دا ډېره موده کېږي چې د ټلويزيون پر پرده مې نه دی ليدلی او نه مې يې له راډيو څخه اواز اورېدلی دی، بيا مې ورته وويل چې ښه دا راته ووايه چې اصل کيسه څه ده؟

نوموړی مې بیا مجبور کړ چې خبرې همدا کيسه پسې وغځوي، ويل کيسه خو داسې ده چې  تقريبا شپږ مياشتې مخکې چې دا ازاد صاحب د ولسمشر د مرستیال په توګه معرفي شو، سمدلاسه د ارګ په مطبوعاتي ټیم کې وېره خپره شوه، لومړی خو دا ګنګوسې وې چې نجیب الله ازاد د ولسمشر د ویاند په توګه ټاکل کېږي، ځکه چې له وړاندې لا دوه مرستیالان شته او يوازې د ویاند ځای خالي دی او بايد دا ځوان وياند ټاکل شوی وای، ځکه چې لوړې زده کړي لري، ژور تحليل کولای شي، په څو ژبو پوهېږي او ليکوال هم دی، خو ناڅاپه  ارګ اعلان وکړ او ازاد صاحب يې د مرستيال وياندپه توګه معرفي کړ.

په ارګ کې د ازاد صاحب د کار دوهمه ورځ وه چې د اروپايي ټولنې لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې ګډ کانفرنس جوړ شو او ازاد صاحب د دې کنفرانس وياندويي وکړه. تر دې وروسته ډېرو بهرنیو او کورنيو چارواکو وویل چې ارګ ايله اوس ژبه پیدا کړه. که څه هم ځينو خرڅ شويو رسنیو د ځينو کړیو څخه د پیسو په بدل کې هڅه وکړه چې ازاد صاحب تخريب کړي، خو  ازاد صاحب ډېر ژر وتوانېد چې د کورنيو او بهرنيو  رسنيو پام ځان ته راواړوي. د ده له اخلاقو څخه زموږ د فتر هر کارکوونکی ډېر خوښ و او اوس یې هم تل صفت کوي. ازاد صاحب ډېر ژر ورکې بهرنۍ رسنۍ راپيدا کړې،  ورکې ځکه وې چې دا نور دوه خدای بښلي وياندویان په خپلو مورنيو  ژبو هم سمې خبرې نه شي کوللای، ځکه يې د بهرنيو رسنیو سره په بشپړه توګه  اړيکې پرې کړي وې او تحلیلونه خو یې تاسو په سیاسي بحثونو کې وينئ، دوی هغه لنډ کليپونه چې موږ یې رسنيو ته استوو هم د کاغذ له مخې لولي.

د دې ترڅنګ په دوی کې د تصميم نيولو جرئت هم نه شته او هر يو يې ځان ته دومره غټ غټ وايي لکه دوی چې ولسمشران وي، حال دا چې د دوی ظرفيت نه يوازې د دفتر کارکوونکو، بلکې ټولو رسنيو او خلکو ته معلوم دی، خو  ازاد صاحب بیا برعکس شخصيت لري. لومړۍ ورځ چې دفتر ته راغی موږ هیڅ فکر نه کاوه چې دی دي زموږ آمر وي، هر سهار به هرې شعبې ته د روغبړ لپاره ورته، د خبرونو د چيک کولو لپاره به خپله زموږ شعبو ته راته، ټويټونه به ده کول، آن دا چې کله به ترجمانان نه وو او يا به ډېر ستړی وو، د ولسمشر، ګډونوالو او اعلاميو ترجمې به یې هم خپله کولې.

میاشت لا نه وه تېره شوې چې په ارګ کې ډلو ټپلو په ازاد صاحب پسې راواخیسته.  هغه مهال شاه زمان ميوندي د ستراتېژيکو اړيکو په برخه کې د ولسمشر مشاور او د ارګ د مطبوعاتي ریاستونو مستقیم رئیس و. موږ به چې د هغه خبرو، پوهې او کار ته وکتل، نو د ازاد صاحب لسمه پوهه او کاري وړتيا يې هم نه درلوده، په دفتر کې به اکثرو ملګرو ویل چې ازاد صاحب باید دغه ځای ته راشي، فکر کوم چې دا خبره ميوندي ته هم يو چا ور رسولې وه. دا نو هغه مهال و چې په ازاد پسې په ارګ کې نورو ټيمونو له وړاندې لا پایڅې رابډ وهلې وې، بس میوندي هم لاس ورسره يو کړ او هڅې يې پيل کړې چې ازاد صاحب له ولسمشر څخه ليرې وساتي، تر څو ولسمشر د هغه له مسلکي وړتيا او لوړ شخصيت څخه متاثر نه شي، هغه  و چې ازاد صاحب د ولسمشر له غونډو څخه ورو ورو څنډې ته شو او په غونډو کې به د ياداښتونو ( فکټس)  اخیستلو لپاره میوندي خپله د وياند دنده ترسره کوله، بیا چې به يې کله فکټونه راوړل، نه به دی ورباندې پوهېده او نه به موږ، بس حيران به و چې اوس له دې څخه څه ډول خبر جوړ کړو؟  د وياند دوه نور مرستيالان خو ځکه غونډو ته نه شوای تلای چې انګلېسي ژبه يې نه وه زده.

څو ورځې وروسته چې ولسمشر د شانګهای په ناسته کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ ميوندي هم ورسره ملګری و. ولسمشر غني هلته د پاکستان له لومړي وزير سره هم ليده کاته درلودل، دا يوه داسې موضوع وه چې موږ بايد د دې ملاقات معلومات ډېر ژر له رسنيو سره شريک کړي وای، خو  پاکستانيو رسنيو تر موږ مخکې د دې ملاقات معلومات خپاره کړل. ميوندي موږ  ته د دې ملاقات جزيات تر هغه وخته پورې نه راواستول چې دوی بېرته کابل ته راغلل.

د دې موضوع پر سر د ازاد او میوندي تر منځ يو څه لفظي شخړه هم وشوه چې دا معلومات ولي موږ پر خپل وخت د رسنيو له لارې له ملت سره شريک نه کړل، ځکه چې دا يو مهم کنفرانس و.

تر دې پېښې څو ورځې وروسته د امرېکې سناتوران لومړی پاکستان او بيا کابل ته راغلل او له ولسمشر سره یې ملاقات درلود.  دا ملاقات د هدف او محتوا له پوله خورا مهم ملاقات و، خو میوندي بیا هم فکټونه له ځانه سره ساتلي او موږ ته يې دومره ناوخته راکړل چې سناتورانو د ناټو د غوڅ ملاتړ په مرکزي اډه کې مطبوعاتي کانفرانس ورکړی و.

تر دې وروسته ميوندي د خپل يوه انګرېز مشاور په مشوره يوه اعلاميه جوړه کړې وه چې په هغه کې د (جاينټ بارډر آپرېشن، ياني مشترک سرحدي عملیاتو) یادونه شوې وه. د اعلاميې له خپرېدو سره سم ازاد صاحب په ګروپ کې مسيج وکړ چې دا د جاینټ بارډر کلمه جمله ولي ليکل شوې ده؟ دلته د  (بارډر) کلمه ستونزې زېږوي، نوموړي هغه سمدلاسه د خبر او ټويټ  د پښتو، دري او انګليسي اېډېټرانو ته زنګونه ووهل او لارښوونه يې ورته وکړه چې بايد له اعلاميې څخه کومه کلمه او پاراګراف حذف شي.

بس همدا خبره وه چې دوه ورځې وروسته میوندي له ازاد صاحب څخه د استفعا  غوښتنه وکړه، خو ازاد صاحب ورته وخندل،  هغه و چې ټولو ډلو ټپلو لاسونه سره ورکړل او ازاد صاحب يې څنډې ته کړ، بېلابېلې دسيسې یې ورته جوړې کړې، د ولسمشر له ملاقاتونو نه یې په بشپړه توګه بند کړ، وروسته يې له رسنيو سره یې له خبرو کولو څخه هم منع کړ، خو  ازاد صاحب بیا هم د خپلې مطالعې په زور  له رسنیو سره وخت نا وخته خبرې کولې  او تر کومه ځايه چې موږ ته د رسنیو فيډ بک راځي، ټولې رسنۍ له ازاد صاحب څخه راضي دي.

کله چې د ايران ولسمشر د افغانستان د اوبو په اړه څرګندونې وکړې، نو ازاد صاحب لومړی کس و چې په دې اړه يې له رسنيو سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او ملت موقف یې څرګند کړ. په هغه ماځيګر میوندي او مرتضوي دواړو  د ازاد صاحب له دې غبرګون څخه خپل نارضايت څرګند کړ، د دوی استدلال دا و چې موږ پر يوه وخت له ايران او پاکستان دواړو سره خپلې سياسي اړيکې نه شو خرابولای، خو  دوې اوونۍ وروسته ولسمشر دغه خبرې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې کټ مټ تکرار کړې.

په هر حال، زما ښه یاد دي چې په کاناډا کې د معلولو سرتېرو المپېک لوبې پيل کېدلې او په پام کې وه چې افغان معلولین هم برخه پکې واخلي. په دې اړه د جوړ شوي پروګرام اناونسري هم ازاد صاحب کوله، په دې پروګرام کې ګڼ شمېر کابل استوګن سفيرانو برخه اخیستې وه.  د پروګرام په پای کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال نیکولسن لومړی ازاد صاحب ته اشاره وکړه او بيا يې ولسمشر ته وویل: (آی لف ديس يانګ جنټلمېن).

کله چې ميوندي له خپلې دندې څخه ليري شو،  ازاد صاحب بيا هم هغسي منزوي وساتل شو، آن دا چې تر پخوا نور هم حلقه ورباندې راتنګه شوه او نور يې هم څنډې ته کړ. که څه هم فکر کېده چې چخانسوري يو معقول او په کار پوه سړی دی، ښايي چې له ازاد صاحب څخه به ښه کار واخلي، خو نه پوهېږم چې چخانسوري ولي دا کار و نه کړ؟

تر ټولو جالبه دا ده چې له کومې ورځې راهیسې (تقريبا له پنځو میاشتو راهيسې) چې ازاد صاحب څنډې ته پورې وهل شوی، ډېرې داسې غونډې وشوې چې هر ویناوال به يې په انګلیسي خبرې کولې او د نوټ اخیستلو لپاره به مرتضوي ورغلی و او يوازې به د ده لپاره خبرې ترجمه کېدلې، دا کار د دې لپاره کېده چې دا  اپلاتون نوټ واخلي.  دغه ډول د دې غونډو  اناونسران به هغه خلک وو چې ټوله غونډه به یې خرابه کړه،خو بیا هم ولسمشر دا و نه ويل چې ازاد صحب چېرې دی؟ ولې نه ښکاري، کار یې پرې ايښی، ناروغ دی، وظيفوي غفلت کوي او که بله ستونزه ده؟

بله غوغا هغه مهال راپورته شوه چې د جنرال دوستم دفتر له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل: (( جنرال دوست د ولسمشر له خوا له دفتره ایستل شوی او ولسمشر ټول واک انحصار کړی دی)). د دې تورونو په ځواب کې ازاد صاحب ازادۍ رادیو ته وویل چې دوستم یوه حقوقي قضیه لري او دا قضیه د دوو اشخاصو تر منځ ده، لویه څارنوالي مکلفیت لري چې دوسیه وڅېړي او نتایج یې محکمې ته وړاندې کړي. د دې مرکې پر سر هم میوندي  او هم مرتضوي له ازاد صاحب سره لفظي شخړه وکړه او د شخړې په جريان کې ازاد صاحب دوی ته د سیاسي ماشومانو خطاب وکړ.

نژدې یوه میاشت وروسته ولسمشر په ارګ کې په جوړه شوې خبري ناسته کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې کټ مټ د ازاد صاحب خبره وکړه. موږ هغه وخت نور هم پوه شوو چې ویاند د ولسمشر فکر مطالعه کول او د اساسي خطونو په پام کې نيولو سره پر وخت او دفعتاً تصمیم نیول او ځواب ورکولو ته وايي چې دا جوهر او استعداد موږ عملا په ازاد صاحب کې ولید.

په پای کې د ارګ ملګري خپلې خبرې په دې جمله پای ته ورسولې: (( بس نو په ارګ کې داسې کيسې دي)).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *