تاند- د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په خونړیو نښتو کې، چې له تېرې شپې پیل شوي، په لسګونو کسان وژل شوي دي.
راپورونه وايي، په دې نښتو کې، چې لا هم روانې دي، شاوخوا ۵۰ تنه ملکیان، امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا غړیو او د ولایتي ادارې سرچینو نن /سې شنبه/ تایید کړه چې سخته جګړه روانه ده او دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا جګړه وروسته له دې تېره شپه پیل شوه چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل وايي، که کومکي ځواک ونه رسېږي د تلفاتو شمېر به زیات شي او جګړه به اوږده شي.
ښاغلي وکیل وویل چې تراوسه پورې لږترلږه ۱۰ امنیتي سرتېري شهیدان شوي دي.
په عین وخت کې د ازرې اوسېدونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو الوتکو پر امنیتي پوستو حملې کړي او لږترلږه ۷ پولیس یې شهیدان کړي او ۲ نور ژوبل کړي دي.
د لوګر د ولایتي ادارې چارواکي دا ادعا ردوي.
طالبانو تراوسه پورې د ازرې ولسوالۍ د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.