عبدالله میاخیل ـ لندن

څه موده وړاندې رسنیو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري له خولې خبر خپور کړی چې ګنې افغان حکومت ، پاکستان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې پرګډو عملیاتو موافقه کړې.
ما هماغه مهال په دې اړه یوه لیکنه وکړه او دا مې د پاکستان مکرجن سیاست او دغه راز ددې هیواد له لورې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له هغوې سره د مرستې په مانا وباله او یاد عملیات مې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره تیری وباله .
دادی له تیرو څو ورځو راهیسې ګورو او اورو چې پاکستاني پوځي چورلکې د لوګر په ارزې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې او پکې سپاره «عمله» وسله والو طالبانو یرغمل نېولې.
که څه هم ظاهرآ دفاع وزارت په یو شکل ځان ته د اوړو پوزه کیښوده او اعلان يې وکړ چې پاکستان د افغانستان له حریم څخه د تیریدو اجازه د ترانسپورت او هوايي چلند او بهرنیو چاررو وزارتونو څخه اخیستې ، خو افغان حکومت ګونګ حالت یو شمیر پوښتنې راپیدا کړي، او دا په ښکاره د افغان خاورې په حریم او ملي حاکمیت تیری بللی شو.
افغان حکومت تراوسه ولې په دې اړه رسمي دریځ نه دی ښودلې؟
ستردرستیز له دې پیښې وروسته جنرال راحیل شریف سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي؟
ایا ریښتیا هم په چورلکه کې پوځي لباسونه ، وسایل او نږدې دوه سوه زره ډالر وو؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې باید ولسمشرۍ ماڼۍ او یاهم لږ ترلږه بهرنیو چارو وزارت پدې اړه رسمي نظر څرګند کړي او ولس ته ځواب وايي.
د ملي وحدت حکومت له پیل څخه تردې مهاله متاسفانه افغان ولس له ټولو هغو پریکړو څخه لیرې او بې خبره ساتلی چې باید د دولت او ولس ترمنځ دومره ناخبري نه وای.
پاکستان او د افغانستان دفاع وزارت خو ظاهرا دا ویلي چې چورلکه د ترمیم لپاره د افغانستان او ازبکستان له لارې روسیې ته د ترمیم لپاره لیږدول کیده خو په الوتکه کې پدې کچه پوځي وسایل او هم پیسې د څه لپاره، ولې چورلکه د افغانستان ، پاکستان او ناټو تر موافقې وروسته سمدلاسه د افغان خاورې څخه د جوړیدو په پلمه تیریږي.
داسې بریښې چې چورلکه په افغانستان کې داعش وسله والې ډلې سره د مرستې په موخه راغلې وه او فکر کوم چې تر یوه حده خپل هدف ته هم رسیدلې ځکه هغه اشخاص چې باید د وسله الو سره يې خبرې کړې وي او هغوې ته يې تمرینات ورکړای له همغوې سره ملګري شوي .
مونږ په ټول قوت له افغان حکومت څخه ددې موضوع د سپیناوي غوښتنه کوو او دا چاره په خپل ملی حاکمیت تیری بولو،
یوځل بیا په ولسمشر غږ کوو چې نور ددې بېچاره او مظلوم ولس د صبر امتحان مه اخله او د کاسي لاندې نیم کاسه لوبې ته دې دپای ټکې کیږده کنه لکه څومره چې په اسانۍ يې قدرت ته ورسولي په همدومره اسانۍ دې بیرته د واک له ګدۍ لیری کولای هم شي، او په هیواد کې د هر ناورین مسول به بیا په خپله ولسمشر وي.
پای

2 thoughts on “په ازره کې د پاکستاني چورلکې د بیړنۍ ناستې راز/ عبدالله میاخیل”
  1. خدای دی وکړی جی دا هم دپټو معاهدو برخه نه وی او ځو ورځی پس دلته هم پاکستانی دروازه جوړه نشی

  2. ستاسو لیکنه ما ولوسته چندانی په حقایقو ولاړه نه وه اونه مو دکوم راز دافشاکیدو خبره کړی که ستاسو په اند دغه چورلکه د داعش داکمال لپاره راغلی وی نو بیا روسی په دغه ډله کی څه کول داعیش خو څو ورځو مخکی دروسانو په خلاف دجهاد اعلان کړی او اخطار یی ورکړی پاتی دی نه وی چی دروسی یرغمل شوی کس تائید خپله روسانو هم کړی او ویلی یی دی چی په دی یرغمالی کسانو کی یو روسی کس زمونږ تبعه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *