تاند- افغان چارواکو نن /یکشنبه/ وویل چې په ترکیه کې د حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي، خو طالبان دا خبره ردوي چې ګنې له حکومت سره په خبرو بوخت دي.
پرون /شنبه/ د اسلامي حزب یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په منځګړتوب په ترکیه کې خبرې پیل شوي دي.
نن /یکشنبه/ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان چارواکو په قول ویلي چې په دې درې ورځنیو خبرو کې د اسلامي حزب همایون جریر، چې د حکمتیار زوم او د ولسمشر غني سلاکار دی او د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند عباس بصیر هم ګډون لري.
یوه جګپوړي افغان چارواکي په کابل کې تایید کړه چې په استانبول کې دا خبرې د شنبې په ورځ پیل شوې چې د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي.
د نیویارک ټایمز پر اساس، ده وویل چې په دې خبرو کې د طالبانو استازي برخه لري، خو د طالب استازو نومونه یې څرګند نه کړل.
په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو څلور استازي لیدل کېږي، خو حکومتي سرچینې وايي چې په دې خبرو کې د طالبانو ۵ غړي ګډون لري.
پخواني طالب چارواکي اکبراغا وویل چې د طالبانو له لوري ملا روف اخوند او رحمت الله وردک برخه لري.
وردک پخوا د اسلامي حزب غړی و چې وروسته طالبانو ته واوښت او روف اخوند د طالبانو د واکمنۍ په مهال والي و.
همدې منځ کې سټار انډ سترایپس ورځپاڼې ته د سولې د شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار تایید کړې چې په ترکیه کې د طالبانو له استازو سره خبرې روانې دي.
قاسمیار هیله څرګنده کړې چې دا خبرې د سولې لار هواره کړي.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي چې د استانبول په خبرو کې طالبان ګډون نه لري.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس اکرم خپلواک وايي، دا خبرې رسمي نه دي او په هغو کې د سولې د عالي شورا د مشر کریم خیلي ګډون هم رسمي نه بلکې شخصي بڼه لري.
د ولسمشر غني دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
حکمتیار مخکې ویلي و چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو او د سولې د خبرو په پیلولو کې رول لوبولی شي. ده دا هم ویلي چې د طالبانو له مشرانو سره یې تماسونه شته او هغوی سولې ته هڅوي.