مجيد ژړاند- 
که څه هم په هيواد کې دننه لا تراوسه د نړيوالې ټولنې او افغان دولت  له  هڅو سره، سره بیا هم په افغاني ټولنه کې ښځه د تاوتريخوالي قرباني ده، اسلامي او بشري حقونه ترې اخيستل شوي دي، خو که په افغاني  ټولنه کې  د ښځو په وړاندې ستونزې او ننګونې شتون لري، خو په استراليا کې  افغان مېرمنې يلدا کونسل ټاکنو ته ځان نومولی دی، يواځينۍ هيله يې په استراليا  کې افغانانو ته خدمت او په تېره بیا د افغان مېرمنو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره هڅې او هاند کول دي.
اغلې يلدا چې د اسټراليا  نيو ساوت ويلز ايالت کې ځان کونسل ټاکنو  ته نوماندکړی دی ، تر ډېره په خپلې بريا باوري ده، ځکه اغلې يلدا  خپلو ټاکنيزو منډو ترړو په پايله کې افغانانو سربېره سريلانکا، هندوستان، بنګله دېش او پاکستان هيواد  له وګړو سره خبرې کړې دي او هغوی هم له خپله لوري ورته ډاډ ورکړی دی.
اغلې يلدا له شلو کلونو راهيسې د استراليا په هيواد کې استوګنه ده، لوړې زدکړې يې هم د استراليا په هيواد کې  تر سره کړې دي، اوس يې يواځينۍ هيله  يې افغانانو ته  خدمت کول دي.
له اغلې يلدا څخه پوښتنه وشوه، چې  تاسو ولې ټاکنو ته را وړاندې شوئ،  د نوماندۍ لامل که يې راته وواياست؟
اغلې يلدا د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نيوساوت ويلز ايالت چې د اسټراليا دوهم لوی ايالت دی، هلته دری لکه څلورويشست زره خلک اوسېږي، چې زياتره يې افغانان دي، نو زما د نوماندۍ يواځينۍ لامل همدا وو، چې افغانانو ته خدمت وکړم د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره مې ځان ټاکنو ته نومولی دی.
يلدا وايي،  د ډېرو زياتو خلکو ملاتړ له ځان سره لرم، نه يواځې افغانان چې زما له نوماندۍ خوښ ښکاري، بلکې د نورو ټولنو او هيوادونو وګړو سره چې ما خبرې کړې دي،  هغوی زما له پلانونو او نوماندۍ څخه ملاتړ کړی دی او او د دوی پر ملاتړ زیاته باوري يم.
اغلې يلدا له ايس، بي، ايس راډيو سره په مرکه کې وويل  د بريا په صورت کې به د افغانانو هغه ستونزې چې په استراليا کې ورسره لاس او ګرېوان دي، د هغو ستونزو د منځه وړلو لپاره هڅې او هاند کوم.
اغلې يلدا له شلو کلونو راهيسې په استراليا کې اوسې،لوړې زدکړې يې هم په ياد هيواد کې تر سره کړې دي، دمګړ ‎ۍ د پاینانس په برخه کې کار کوي او د سپتمبر په لسمه د استراليا په هيواد کې د کونسل ټاکنو ورځ ده،  اغلې يلدا د بريا په هيله يې يوو.                                                            

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *