تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، چې د تمریني لوبو لپاره استرالیا ته تللی دی، د دوشنبې په ورځ د استرالیا نیوساوت ویلز لوبډلې ته بیا ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو له نیوساوت ویلز څخه لومړۍ مسابقه هم ګټلې وه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوي کوچ یا روزونکي اندي مولز، چې له افغان لوبغاړو سره استرالیا ته په سفر تللی دی، د افغانستان د ټیم د روزنې په درو اوونیو کې دې نتیجې ته رسېدلی چې راتلونکی کال به په نړیوال جام کې د بنګله دېش او زیمبابوې په شان ټیمونه مات کړای شي.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې افغانستان په لومړنۍ مسابقه کې د استرالیا په پلازمېنه کمبرا کې له بنګله دېش سره مخامخ کېږي.
د دوشنبې په ورځ بېټنګ یا توپوهنه نیوساوت ویلز د پچې له ګټلو وروسته پیل کړه. دغه ټیم په خپلو پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې افغانستان ته ۲۳۳ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي یامین خان احمدزي د نیوساوت ویلز ۴ لوبغاړي او محمد نبي عیسي خېل ۳ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبغاړو په وروستي اور کې، په داسي حال کې هدف پوره کړ چې یوازې یې ۵ لوبغاړي سوځېدلي ول.
عثمان غني ۶۱ منډې جوړې کړې، تر پایه ونه سوځېد خو د خوږېدو له کبله یې لوبه پرېښوده. نجیب ځدراڼ ۴۶ او ګلبدین نایب په ۱۲ توپونو ۲منډې وکړې.
له بري سره سره د افغانستان د ټیم روزونکي ښاغلي مولز وویل:«که رښتیا ووایم، نن موږ ښه بیټنګ ونه کړ. موږ باید څو اوره مخکې لوبه ګټلې وای خو ځیني چانسونه مو له لاسه ورکړل.»
اندي مولز وايي چې که افغان ټیم د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو اتلولیو کې تر ځان لږ لوړ ټیمونه لکه بنګله دېش او زیمبابوې مات کړي، افغانستان به د لومړۍ درجه تیمونو په کتار کې راشي.
دی وايي:«دې ته په پام سره چې دوولس کاله پخوا په افغانستان کې چا کرکټ نه پېژانده افغانستان د کرکټ په برخه کې ډېر لوی سفر په ډېر لږ وخت کې کړی دی.»
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به له استرالیا وروسته نیوزیلنډ ته لاړ شي او د دغه هیواد له لومړی درجه کلبونو اکلنډ اېسز (Auckland Aces) او نادرن دیستریکټس (Northern Districts) سره به څلور مسابقې وکړي.