په استرالیا کې یوه افغان ځوان اتل امین داسې لاسي ساعت جوړ کړی چې سیستم یې په پښتو ژبه دی.
د اتل امین له لوري په دې جوړ شوي ساعت کې د افغانستان پر ملي بېرغ سربېره د ځینو ملي اتلانو انځورونه هم ځای پر ځای شوي دي.
د ده په خبره د دغه ساعت ټول سیستم او سافټویر په پښتو ژبه دی.
د يادونې وړ ده چې اتل امین د دې ساعتونو 30%سلنه ګټه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته ځانګړې کړې ده.
دا کار به د افغانستان امنيتي ځواکونو پر روخیه مثبت اغېز ولري.
د نړۍ دغه لومړی پښتو ځیرک ساعت (سمارټ واچ) او اتل نړېوال ساعتونه به ډير ژر په کور دننه افغانستان کې هم خلک ترلاسه کولی شي.