راپور: در اشنا

د افغان اسټرالیا د بشردوستانو د ټولنې په نوښت او د ځینو نورو ملبورن مېشتو فرهنګي ټولنو په ګډون، په کیسبارو هنري تیاتر کې د شعر او هنر تر عنوان لاندې پرتمینه غونډه جوړه شوه.

غونډه، د لوی خدای(ج) په نامۀ دښاغلي ګل الرحمن آرینزي او د ښاغلي دُر محمد اشنا د افغان اسټرالیا د بشر دوستانو د ټولنې د مشر په ویناو پرانستل شوه.

نوموړو د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: د دې غونډې د پرانستلو موخه د افغانستان د پخوانیو او اوسنیو نامتو او مشهورو شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو او هنرمندانو د لوړر او ارزښتمندو خدمتونو ستاینه او د دې تر څنګ نوي کهول ته د داسې یوۀ پېغام رسول دي، چې هغوی د خپل هېواد د نامتو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په هکله یو څۀ پوهه او معلومات ترلاسه کړي.

هغوی دا هم وویل چې په اوسنیو حالاتو کې چې د افغانانو ملي وحدت ته په بېلابېلو علتونو څۀ ناڅۀ زیان رسېدلی، د داسې ګډو فرهنګي غونډو جوړل به د افغانانو تر مینځ د یووالي او اتفاق سبب هم شي. همدا شان په دې غونډه کی د افغانستان وتلي شاعر اوادبي شخصیت ښاغلي کېپټان سید حمیدالله هاشمي دحضرت مولانا دمثنوي پراهمیت رڼاواچوله اود ښاغلي نازکمیرزهیردهغو خدمتونوڅخه یې ستاینه وکړه چې دمثنوي معنوي د ژباړلې په اړه یې کړي دي او د دې په ترڅ کې یې یو ښکلی شعر چې مثنوي معنوي ته لیکلی وو، هم حاضرینو ته ډالی کړ.

همدارنګه دافغانستان وتلی شاعراوادبي شخصیت ښاغلي محمد اسمعیل اړم هم وروسته ددې چې د ښاغلي نازکمیرد خدمتونو څخه یې ستاېنه وکړه خپل څو ښکلي شعرونه یې دغونډې ګډونوالو ته ډالۍ کړل.

وروسته ادبي شخصیت او شاعر ښاغلي ډاکټرضیا پوهیا او دافغانستان دراډیو اوتلویزون پخوانی نطاق او ژورنلست ښاغلي مطیع الله بختاني هم دخپلو هر اړخیزو خبرو په ترڅ کې د ښاغلي نازکمیر زهیر خدمتونه وستایل.

د غونډې په بله برخه کې ښاغلي بصیر قدیري د پیاوړي لیکوال او شاعر ښاغلي (مسعود فاراني) هغه تقریظ چې پښتو ته د ژباړل شوي مثنوي معنوي دیوان په هکله لیکلی دی، ولوست او هیله یې څرګنده کړه چې د داسې فرهنګي غونډو جوړول باید دوام ومومي. د غونډې په ترڅ کې ښاغلي نازکمیر زهیر د ښاغلي مولانا جلال الدین محمد بلخي د څو بُعدي شخصیت په تړاو هر اړخیزه وینا او څرګندونې وکړې. نوموړي د خپل ژباړل شوي کتاب په هکله هم حاضرینو ته څرګندونې او معلومات ورکړل.

هغۀ ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به خپلو ادبي چارو ته په کلک هوډ سره دوام ورکوي. همدا راز په دې غونډه کې ښاغلي نازکمیر زهیر ته د هغۀ د لوړو او ارزښتمندوخدمتونو په ویاړ چې دۀ ترسره کړيدي، د افغان اسټرالیا د بشر دوستانو د ټولنې په استازیتوب، ښاغلي دُر محمد اشنا یو ستاینلیک هم ډالۍ کړ. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د داسې فرهنګي غونډو جوړولو ته به، په راتلونکې کې د نورو فرهنګي ټولنو په مرسته او ګډون سره دوام ورکول کېږي. غونډه د موسیقۍ د کنسرت په و ړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *