تاند- اسراییلي لرغونپوهانو په نقب صحرا کې د نړۍ لومړنی جومات موندلی دی. دا جومات ۱۲۰۰ کاله پخوا جوړ شوی دی.

د اسراییل د لرغونپوهنې د ادارې چارواکي وايي، دا جومات، چې دوی یې پاتې نښانې موندلي دي، په اوومه یا اتمه پېړی کې د (رهط) په بدوي ښار کې دی.

د اسراییلو د تاریخي اثارو د ادارې چارواکي وايي چې دا جومات یې په رهط ښار کې د پلټنو په ترڅ کې کشف کړی دی.

د دوی په وینا دا د هماغې دورې لومړنی جومات دی. دا جومات د مکې او مدینې د جوماتونو له دورې سره همزمانه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *