د روښانتیا

وړاندي کوونکی: مولوي وکیل احمد متوکل\دوهمه برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

راځئ د راشده خلافتونو دور ته یو لنډ نظر وکړو:

 ما وویل چې د رسول الله (ص) د وخت حالات بېل او استثنايي وو، هغه مخلوق و خو خاص مخلوق او د الله تعالی استازی او رسول و.

کله چې رسول الله وفات کېږي، پر ځای یې ابوبکر صدیق واک ته رسېږي، د ټاکلو طریقه یې د اکثریت طریقه وه، د قبایلو مشران راټول شول، هغوی سره وویل چې په امامت صغرای ( د لمانځه امامت) کې به رسول الله هم دی مخکې کاوه، د دوی خپله انتباه وه او سره یې وویل چې شاید ابوبکر د امامت کبرای لپاره هم غوره دی.

په دې اړه د رسول الله لخوا کوم وصیت نه و، هغه د خدای نبي و، هغه پوهېده چې کوم شی ضروري دی د هغه په اړه باید څه ووايي، د هغه هېڅ کار عادي نه و، هغه چې هر کار کاوه نو هغه سنت او تر پایه باید چلېدلی وای.

نو د ابوبکر صدیق خلافت د قبایلو مشرانو په اکثریت باندې راغی، دا یې یوه نومره.

کله چې صدیق صاحب وفات کېږي، نو بیا د عمر رضی الله عنه د ټاکلو طریقې فرق درلود، هغه پاچاهۍ ته ورته یو د ولیعهدۍ ترکیب و، کله چې بیا عمر په خنجر وهل کېږي او خاصه واقعه راځي، هغه مرض په هغه وخت کې لاعلاجه و.

حضرت عمر رضی الله عنه د مرګ پر بستر پروت دی، مرض یې لا علاجه دی خو صحابه ورته راځي چې څه کوو؟

بیا نو دی شپږ نفري کونسل ټاکي، په دې کې یې یو زوی عبدالله بن عمر رضی الله عنه هم دی، هغه ته وايي چې ته صرف رایه ورکولای شې، خو ته رایه نه شې اخیستلای، ځکه ته زما زوی یې.

نورو خلکو ورته وویل، یا امیر المومنین! ته ولې هغه کار نه کوې چې تر تا بهتر (ابوبکر) ترسره کړی او ته یې وليعهد کړی وې.

هغه وویل که زه خپل ولیعهد وټاکم، نو ما به تر ځانه د بهتر کار کړی وي او که یې ونه ټاکم نو ما به تر ځان بهتره د بهتر (رسول الله ته اشاره) کار کړی وي.

لنډه دا چې کونسل کښېناست، نو په کار دا وه چې ژوندي امیر ته د مړه امیر د جنازې حق وي خو د کونسل پرېکړې ډېر وخت نیوه، په دې وخت کې د موقتي حکومت د جوړېدو نمونه هم په لاس راځي، داسې چې بلال حبشي چې یو وخت غلام هم تېر شوی و او د نیشنلیزم ضد فلسفه ورسره د ده په ټاکل کېدو لا ښه جوابېده ځکه چې له ابوجهل سره جنګ کېږي، ابولهب د رسول لله له تره سره جنګ کېږي خو بلال حبشي چې تور و، د قدرت د خلا د له منځه وړو لپاره موقتي امیر وټاکل شو.

هغه ته وویل شول چې که چېرې اقلیت د اکثریت خبره نه منله نو د دې لپاره چې فتنه ختمه شي، سر یې ووهه.

دلته دوې نمونې تکرار شوې.

لومړۍ هغه نمونه تکرار شوه چې له رسول الله وروسته د صدیق صاحب په ټاکلو کې د اکثریت موضوع وه، ځکه چې کونسل فیصله کوله.

یوه بله نمونه منځته راغله چې هغه د خلا د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره موقتي حکومت و.

څلورمه نمونه یا څلورم خلافت چې ټاکل شوی هغه په کودتا او تقلب ټاکل شوی.

اوس که موږ د نړۍ ټول تاریخ ته وګورو، موږ همدا درې نمونې لرو؛ یا به په اکثریت باندې ټاکل وي. یا به انتخاب وي، یا به انتساب وي او یا به کودتا وي. په ټول انساني تاریخ کې د واکمنۍ بل ډول نه شې پیدا کولای.

په دې کې د الله تعالی حکمت هم دی چې په اسلام کې له دې دریو دوې نمونې دوه واره تکرار شوي او یوه نمونه یو- یو وار منځته راغلې ده.

دا خپله امت ته ور زده کوونکې ده او هغه د دې لپاره چې امت ته زده کړي چې په اسلامي تفکر او اسلامي چار- چوکاټ کې یو واحد نظام نه دی معرفي شوی.

دا د دې دین توسع او پراخي ښيي، چې اکثریت، انتخاب یا جمهوریت  دا هم ممکن دی چې دوه ځله تکرار شوې ده، او انتساب، امارت یا پاچاهۍ ته نږدې یو حالت دا هم …

او کودتا د حضرت علي کرم الله وجهه او امیر معاویه د پلویانو تر منځ د غلط فهمۍ مسئله، دا غلط فهمي د ګټې او په انساني خواهشاتو نه وه، بلکې د دین له اجتهادي فکر سره چې له مسایلو سره د استنباط و، یوه فکر کاوه چې دی یې ښه کولای شي او بل فکر کاوه چې نه زموږ امیر یې ښه ترسره کولای شي.

په هر صورت خو دا مسئله راغله، کاشکې چې نه وای راغلې، مګر چې راغی نو د انسانیت تسلسل دی، په دې کې به حکمت و ځکه چې دا یو اصل دی راځي، تر اسلام د مخه هم راغلی او له اسلام سره هم مهاله و او اوس هم دا دی تر اوسه شته.

جنګونه دي، تاړاکونه دي، زورواکي ده او یو هېواد پر بل بلوسي خو په هر صورت چې کله د علي کرم الله وجهه طرفدارانو غلبه پیدا کړه، نو ټولو صاحب نظره صحابه کرامو ورته وویل، په اصطلاح د هغه وخت پارلمان، د هغه وخت ولسي جرګې د هغه وخت مشرانو جرګې دې ټولو ورته وویل چې نور باید د علي کرم الله وجهه او معاویه تر منځ سوله وشي او واک علي ته وسپارل شي.

بیا صلح پر دې وشوه چې معاویه په شام کې امیر وټاکل شو او علي کرم الله وجهه خلیفه شو.

زما منظور دا دی چې باید داسې یو دوه- درې سیسټمه وای چې هغه په عمل کې پلي شوي وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *