روښانتيا د لکچرونو لړۍ
\پنځمه\ برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴
ا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
محمدیار: یعنې ډاکتر صیب، دا سیکولریزم خو زموږ په عامه ذهنیت کې د کفر و الحاد مترادف یوه اصطلاح ده، یعنې دا کفر نه دی؟
ځواب: نه هغه خبره نه ده، ما خو تاسې ته عرض وکړ چې فقط د مذهب تاثیرات لیري کول په تاریخي لحاظ سره (له غرب نه چې راپیدا شوي) د انسان له سیاسي ژوند نه وو، له شخصي ژوند نه یې دا تاثیر هېڅ وخت نه دی لرې کړی، هغه ته خو چې دا موږ یې وایو هغه ایتي ایزم دی، هغه له سیکولریزم نه فرق لري؛ ایتي ایزم له مذهب نه انکار دی چې هغه مسئله ما تاسې ته وویل، مارکس او اینګلز راوویسته، هغوی د خدای له موجودیت نه انکار وکړ او له دینه یې هم بیخي انکار وکړ.
متوکل: څه خبرې چې وې هغه ډاکټر صاحب وکړې، مګر زه چې فکر کوم درې ډوله انسانان په نړۍ کې اوسېږي:
یو هغه چې پر یوه خدای باور لري او هغوی د ستر ابراهیمي دین پیروان دي، اوس خو زبوریان نشته مګر د دریو انبیاوو مسلمانان، عیسویان او یهودیان دوی ټول پر یوه خدای باور لري.
بله ډله یې بیا که څه هم دا نه مني چې موږ له یوه څخه پر زیاتو خدایانو باور لرو، خو تعریفونه یې بیا د خدای له ذات څخه پرته نور هم مؤثر ګڼي، یعنې پر متعددو خدایانو باور لري.
درېیم هغه دي چې پر هېڅ شي باور نه لري، خصوصاً په اروپا کې ډېر خلک داسې شته، په سویس کې یو وخت موږ وو له چا څخه به دې چې پوښتنه وکړه، نو اکثرو به یې ویل چې زه نه غواړم، اصلاً د خدای، دین او مذهب په باره کې خبره وکړم، زماسره د دغه ښار په اړه خبرې وکړه د عقل خبرې راسره وکړه ….
سیکولران چې څنګه یې خلک تعبیروي، مثلاً د دین په انخلا یې معنا کوي خو هغسې حتی په اروپا کې هم ممکنه نه ده.
ښه، چې بېرته دلته افغانستان ته راوګرځو او دا پوښتنه ځواب کړو چې دلته څه شی باید لاره واوسي؟
اوسنیو شرایطو ته په کتو زما شخصي نظر دا دی چې که سوله وشي، بحثونه وشي، بیا وروسته مشورتي، علمي او حقوقي خبرې ترسره شي، تر هغه وروسته بیا داسې ترمیمات راوستل شي چې مشروعیت یې د ټولپوښتنې او لویې جرګې له لارې واخیستل شي.
دلته باید داسې حالت وي چې دواړه خواوې سره په خپلو کې پر یوه منځنۍ لار سلا شي، د سولې معنا دا ده چې راکړه- ورکړه په کې وشي.
که یو وايي چې زما اسلامي امارت دی، منتصب خلک راغواړم او د منتصبو منتخب ته بیعت ورکوم، یعنې د قبیلو مشران راغواړم او هغوی به یو څوک انتخابوي لکه په کندهار کې چې وشول.
بله لاره یې د منتخبو منتخب دی، بله یې دا ده چې براه راست جمهور ريس ته ټول افغانستان یوه حوزه کړه او مخامخ رایه ورکړه یعنې عام انتخابات وکړه او پارلمان باید د نورو کټګوریو او نورو مسوولیتونو لپاره بېل انتخابات ولري.
یا که هغه غاړه پر خپل تعبیر ټینګار وکړي او ووايي، زموږ امارت و، خارجیان راغلل امارت یې راڅخه واخیست، باید دا دوام ولري تر څو چې هغه په راس کې سړی خپله استعفی ور نه کړي یا یې دین بدل نه شي یا شیخ فاني نه شي یا یو څو نور خاص شرایطو ته ونه رسي.
نو که داسې وضعیت وي بیا سولې ته نه سي رسېدای، په کار هم دا ده چې دوی یوه منځنۍ لاره غوره کړي.
منځنۍ لاره زما په نظر دا ده چې نه ریاستي نظام او نه امارتي نظام، بلکې یو پارلماني نظام، خو هغسې پارلماني نظام نه چې موږ او تاسې بېره ځنې لرو؛ د سولې افغانستان شمول حالت اوسني حالت نه بل حالت ته واوړي، څو د افغانستان په هره ولسوالۍ کې اصلاحات راشي، د وېش له پلوه دا ولسوالۍ یوه انتخابي حلقه شي.
هر څومره چې وي خو چې یو پارلمان جوړ شي او د پارلمان لپاره باید خاص شرایط وي چې څوک ځان کاندیدولای شي.
کله چې دا خلک د نورو خلکو لخوا کاندید شول، دوی باید یو څوک منتخب کړي، د منتخبو منتخب به راشي چې تقریباً پارلماني نظام ته ورته یو حالت دی.
زه مې خپله زړه خبره بیا هم تکراروم، تر څو چې ټولنه علمي نه شي، موږ خپل حد نه شو پېژندلای؛ زه چې علمي وایم نو باید عمل هم ورسره وي، ځکه ډېر پوهان شته چې غله وي.
ډېر پوه سړی به وي، مختلفې ډګرۍ به ورسره وي، خو غل وي او داسې غلا کوي چې ډېره په استاذۍ یې کوي.
هېڅ رحم هم نه لري، بغل ته یې بل څوک له لوږې مري، کله چې په ټولنه کې داسې نهادینه شي چې خلک عمل هم ورباندې وکړي. د بل حق ونه خوري، هغه ټولنیز حق وي که فردي نو دا اصلاح ده، له دې زیات زه هم ډېر نه پوهېږم چې څه شی به زموږ اخري حل وي؟ هر څوک یوه ذهني رایه لري خو تر هغه چې راکړه- ورکړه ونه شي سوله نه شي راتلای.
محمدیار: مولوي صاحب د دیني او عصري علم تر منځ خو هم ډیر لوی سمندر پروت دی، ستاسې له علم څخه کوم علم مقصد دی؟
ځواب: کله چې موږ د قرآن شریف دا آیتونه وایو چې: هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون.
دا عام دي، کله چې یو شی عام ذکر شي نو عام ترې مراد وي، موږ په دې دنیا کې اوسېږو، باید دا دنیا زده کړو، د هغې دنیا لپاره اوسېږو او باید هغه دنیا زده کړو، حسنه فی الدین وحسنه فی الاخره، داسې نه ده چې سړی د دین دا شیان زده کړي چې فروض دومره دي، دومره ثوابونه دي او دومره عذابونه… اوس موږ مریضانېږو، موږ کالیو ته ضرورت لرو، موږ په یوه ساختمان کې باید کښېنو، موږ باید په موټر او طیاره کې ولاړ شو، موږ کله مستقل کېدای شو په ټوله معنا چې ته د ژوند په ټولو شرایطو کې بل ته محتاج یې؟
هغوی یې جوړوي، مګر موږ هغه د دوی جوړ کړي کارولای نه شو نو په دومره انحطاط کې د دنیا لپاره د دنیا علوم فرض کفايي دي نو دا واضحه خبره ده چې دین یوازې دیني شیانو ته نه ویل کېږي، پخپله موږ پر دین باندې مخکې هم بحث وکړ چې اسلام داسې یو شی نه دی لکه د نورو ادیانو په څېر چې فقط په عباداتو دې منحصر وي، تاسې فقه را واخلئ، عبادات یوه برخه ده او معاملات بله برخه ده؛ معاملاتو ته چې یې ولاړ شې، نو ډېر اړخونه لري، د زراعت خپل ځای دی، د اقتصاد خپل ځای دی او نور داسې شیان… ښه دا شیان چې زموږ په فقه کې شته، اوس که موږ علم ونه کړو، هغو ته رسېدای شو؟
یو پېچکاري څوک کولای شي تر څو یې زده کړه ونه کړي؟ نو زما منظور له علمي کېدلو څخه دا دی چې د ټولنې ټول هغه ضرورتونه چې یوه ټولنه او یو هېواد یې ورته لري، دا تر هغو پورې پوره مستقل کېدلای نه شي تر څو پورې په عام طور باندې علمي ټولنه ونه لرو.نوربيا…