د مرستندویه ټولې له لوري د اسلام آباد اسلامي پوهنتون کې د راتلونکی تعلیمي سمستر خبرتیا
د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون چې د پاکستان په سرښار اسلام آباد زړه کې موقعیت لري د راتلونکې سمستر لپاره په هره کچه محصلین قبلوي.
یاد پوهنتون چې په کال ۱۹۸۰ میلادي تأسېس او د تیرو څو لسیزو راهسې یې په مختلفو څانګو کې د لیسانس له دورې څخه تر دوکتورا پوري په زرګونو کورني او بهرني محصلین فارغ کړي چې اوسمهال د اسلام مبارک دین او خپلو هیوادوالو د خدمت مصدر ګرځیدلي.
یاد پوهنتون چې اوسمهال نهه فاکولتې او شپږ خودمختاره اکیډمیانې لري او نږدې ۳۰۰۰۰ (دیرش زره) مختلف طبعه محصلین پکې تقریباً په یو سل شل ( ۱۲۰) څانګو کې په زده کړو بوخت دي.
دا چې یاد پوهنتون تر بل هر پوهنتون د لوړو زده کړو لپاره معیاري او د اسلامي اصولو سره سم زمینه مساعده کړي نو د راتلونکې سمستر (کال ۲۰۱۵ د ستمبر میاشت) لپاره یې په لاندي څانګو کې محصلینو ته په خپله تعلیمي غیږه کې د رانیولو فرصتونه په لاس ورکوي.
- د انګلیسي، اردو او فارسي ادبیات
- تاریخ او پاکستان مطالعه
- تعلیم و تربیه
- اروا پوهنه
- ټولنپوهنه
- اصول الدین
- شرعیات او قانون
- اقتصاد
- اداره او تجارت
- ژورنالیزم او میډیا
- کمپیوټر ساینس او سافټویر انجینري
- سیاست او نړیوالي اړیکې
- ریاضیات او احصاییه
- محیطي (Environmental) ساینس
- باییو ټکنالوژی
- فزیک
- برقي انجینري
- میخانیکې انجینري
- سیول انجینري
هغه افغان محصلین چې غواړي له دې زرینې موقع څخه ګټه واخلي او د راتلونکي سمستر لپاره داخله وکړي، د لا زیاتو معلوماتو لپآره دې د لاندي مرستندویه ټولې سره په اړیکه کښې شي.
03365746663
یادونه: مرستندویه ټولی چې د همدې پوهنتون محصلین دي حاضر دي هر ډول مرسته او خدمت د نویو راتلونکیو محصلینو سره وکړي.