تاند- د اسلام اباد په تارنول سیمه کې د یوه افغان د کور د نړېدو له کبله ۳ ماشومان مړه شول.
پاکستاني رسنۍ وايي، د ماشومانو پلار د خپل کور د بام له نړېدو وروسته د بیړنیو مرستو خدماتو ته له دې ډاره خبر ورنه کړ چې د سیمې پولیس به یې له پاکستان څخه وباسي.
د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې سخت باران او باد د دغه افغان، چې ممتار نومېږي، کور ونړاوه.
راپورونه وايي چې د ممتاز د کور بام د سهار په ۳ بجې ونړېد چې له کبله یې د ده درې زامن؛ ۱۰ کلن سرور، ۷ کلن عثمان او ۴ کلن عبدالله له دې کبله مړه شول چې په وخت کومک ورونه رسېد.
ممتاز، چې همدا درې ماشومان یې لرل، د خښتو په بټۍ کې کار کوي. د ده درو زامنو هم په بټۍ کې خښتې وهلې.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلام اباد د تارنول د سیمې د پولیسو مشر ساجد بخاري وویل، ممتاز له ډېرو کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسېده خو د پېښې په وخت یې له دې ډاره ایمرجنسي څانګه خبره نه کړه چې ممکن پولیس یې له پاکستانه وباسي ځکه چې نوموړی په پاکستان کې راجستر شوی مهاجر نه و.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ممتاز او کورنۍ یې خورا بېوزله وه او له همدې کبله یې د کور بام کانکرېټ کولی نه شوای.