تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاوو په خبرو کې پر مهمو مسلو دواړو خواوو پرمختګ نه دی کړی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بې له دې چې د خبرو زیات جزییات وړاندې کړي، ویلي چې دواړه خواوې باید پر ځینو مسلو کار وکړي.
په عین وخت کې د پاکستان یو شمېر رسنیو ویلي چې خبرې ناکامې شوي دي.
دي نیوز ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر پلان دوه ورځیني خبرې پرون /شنبه/ له بند حالت سره مخامخ شوې، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف ولیدل شو او حتي دوی ونه کړای شول چې د خپلو خبرو په پای کې ګډه اعلامیه خپره کړي.
ظاهراً د افغانستان لوري له پاکستان څخه د تروریستي ځالو پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کوله خو پاکستان حاضر نه و چې کلکه ژمنه وکړي.
ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې پاکستان په دې ټینګار درلود چې ټول افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه شي څو په پاکستان کې د طالبانو پناهځایونه ختم شي.
پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې د افغان کډوالو په کمپونو او کلیو کې طالبان پناهځایونه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دي نیوز ته ویلي«دا به ونه وایم چې خبرې بیخي ناکامه شوې، دا ویلی شم چې خبرې له بند حالت سره مخامخ شوې. دواړو خواوو ومنله چې لا هم د خبرو لپاره ځای شته، لا هم په راتلونکي کې خبرو ته هیله شته خو د نورو خبرو لپاره نېټه ټاکل شوې نه ده.»
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې له تروریزم سره د مبارزې او د پخلاینې په پروسه کې د دواړو خواوو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی؛ خو پاکستان بیا ویلي چې دواړو خواوو ښې خبرې کړي دي.
دې ورځپاڼې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ په ځینو مسلو کې ژور اختلاف و.
دا مفتى قُصي دي. پاكستان كله هم په أفغانستان كى سؤله نه غواري هيئ غولول دي أو بس. په نورو لأرو چارو فكر وكرئ. دوى هسي خوشى حراميان دي
یاره هغه سړی به ډیر احمقه وی چه اوس هم پر پاکستان باور کوی. خپل وخت مه ضایع کوی او په نور لارو چارو کوښښ وکړی
زه خبلو مشرانو بوتلانو ته وایم چې:چی د پاکستان مجبورول د پاره خپل روابط سل په سلو کی قطع کړی او نور مه ورځ،که شرم او حیا لری
بد افغان هغه دی چی پکستان باندی باور کړی