تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو نن /شنبه/ د پاکستان په اسلام اباد کې درېمه څلوراړخیزه غونډه پیل کړه.

چارواکي وايي چې په دې غونډه کې به د لارې نقشه نهايي شي او طالبانو ته به بلنه ورکړای شي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار غونډې ته وویل چې اوس ټول د سولې پر اهمیت پوی شوي او ټولې خواوې هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

تراوسه پوري طالبانو رسماً نه دي ویلي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته تیار دي خو بېلابېلې سرچینې وايي چې یو شمېر طالبان غواړي چې د خپل هیواد شخړه په خبرو حل کړي.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو په منځ کې به ښايي داسي ډلې وي چې خبرو او د جګړې بس کولو ته تیارې دي.

عبدالله عبدالله /پنجشنبه/ په نوي ډیلي کې وویل، د ملا عمر مړینې د طالبانو په منځ کې ژور درز جوړ کړی، د سولې خبرې یې پېچلي کړي، خو له دې سره سره دلیل شته چې د سولې خبرو ته هیله وشي او په افغانستان کې پنځلس کلنه وینه بهېدا ورسره پای ته ورسېږي.

د طالبانو ترمنځ اختلافات او په څو ډلو وېشل کېدو ځیني کتونکي له دې ډلې سره د سولې د خبرو په وړاندې اندېښمن کړي دي خو نن اسوشیتید پریس خبري اژانس د طالبانو د سرچینو په قول ویلي چې ملا اختر محمد منصور توانېدلی چې ډېر نارضه طالب قوماندانان بېرته پخلا کړي.

ویل شوي چې د دغو کسانو په منځ کې ملا حسن رحماني او ملا ذاکر هم شامل دي چې مخکې د اختلاف له کبله ملا اختر محمد منصور له دندو لېري کړي ول.

د سیاسي چارو طالب پلوه نظر خاوند نظر محمد مطمین اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو په منځ کې د یووالي رامنځته تګ د سولې د پروسې لپاره ګټور دی.

خو په عین حال کې دا احتمال هم شته چې طالبان پر خپل قوت غره کړي او لا جنګ ته زور ورکړي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د تېر کال د جولای له اوومې را په دې خوا ځنډېدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *