تاند- د افغانستان او پاکستان د کلتور درې ورځینی پروګرام یا فیستوال نن /جمعه/ په اسلام اباد کې پیل شو.

د دې کلتوري پروګرام په لړ کې موسیقي او د خوراکونو غرفې هم په پام کې نیول شوي دي.

د فیستوال ویناوالو په پرانیستونکې دستوره (مراسمو) کې وویل چې د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ ولسي اړیکې د دوو وروڼو هیوادونو ترمنځ اړیکې غښتلي کولی شي او پکار ده چې دا ډول کلتوري فیستوالونه ډېر شي.

دوی د دې فیستوال تنظیموونکي وستایل.

نامتو سندرغاړي هارون باچا څو سندرې وویلې او نندارچیانو په چکچکو بدرګه کړې.

د فیستوال په لومړۍ ورځ ډېر شمېر خلکو په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا فیستوال به د اپریل تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

له بلې خوا د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلانو کلتوري اوونۍ ولمانځله.

په دې اوونۍ کې د شاوخوا ۴۰ هیوادونو محصلان خپل ملي توکي نندارې ته ږدي او په پای کې هغه هیواد ته جایزه ورکول کېږي چې کلتوري توکي یې زیاته پاملرنه ځان ته واړوي.

تېر کال افغانستان لومړی مقام ګټلی دو.

افغان محصلانو سږ کال هم غالۍ، لاسي صنایع، وچې مېوې، افغاني خوراکونه، د لرغونو ودانیو (لکه احمدشاهي دروازې، د غزني مینارونه) په لاس جوړ شوي ماډلونه او نور … نندارې ته وړاندې کړي دي.

One thought on “په اسلام اباد کې د افغانستان – پاکستان کلتوري فیستوال”
  1. هغه څوک چی وایی افغان او پاکستانی لکه دوو ورونو په شان دی دغه خلک په خپله خرڅ شویی او دی افغان ملت دشمن دی هندو او مرتد هیڅ وخت ورور نشی کیدا او دا مرتدد پا کستان دی هغو ورونه دی چی په خپله مرتدد او دوس دیی دا خبره دی په خپل ځان محدوده کړی او ټول افغانان دی دی پاکستانی سپو ورونه نه بولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *