په نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام آباد کښې افغان محصیلینو په کلتوري نندارتون کښې  لومړۍ مقام تر لاسه کړ، لنډ راپور/ ستانه ګل احمدزئ

په نړیوال اسلامې پوهنتون، اسلام اباد کښې هر کال کلتوري اونۍ (Culture Week) لمانځل کیږی، چي په کښې د لسګونه هیوادونو محصیلین د خپل هیواد کلتور لمانځنه کوی، چي دا ځل هم تقریبآ څلویښتو (۴۰) هیوادونو محصیلینو خپل کلتور وړاندی کړی ؤ. په دی کلتوری نندارتون کی د هر هیواد محصیلینو په پوره ډول خپل کلتور وړاندی کړی ؤ. دغه کلتوری نندارتون ته هر ځل د پاکستان د حکومت لوړپوړی چارواکي، د لسګونو هیوادونو سفیران، د ��اکستان د تعلیمی ادارو، نورو پوهنتونونو چارواکي او محصیلین، د افغان مهاجرینو د کمپونو څخه د لیسو او مکتبونو استادان او زده کوونکي او نور لیدونکی د دی کلتوری نندارتون لیدو ته ډیر په مینه او خوښئ راځي.

 دغه کلتوری نندارتون ته د پاکستان د حکومت څخه ډیر لوړ پوړی چارواکي راغلی ؤل، لکه د پاکستان د مذهبی چارو فدرالی وزیر سردار یوسف، د پاکستان د اسلامی افکارو د اداری ریس مولانا خان محمد شیراني، د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسون لوړپوړی چارواکی او همدا شان د ډیری هیوادونو استازی په پاکستان کښې (سفیران)، چې د هغی جملی نه د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر او ځانګړی استازی  جلالتماّب جانان موسی زئ او ورسره ویاند ښاغلی زردشت شمس، محترم قونسل صاحب عبدالستار هوتک، د کلتوری چارو مسول ښاغلی نقیب الله ابراهیم خیل،  د اقتصادی او سیاسی چارو مسول ښاغلی شاکر قرار صاحب او نور دوستان د افغانستان لوی سفارت اسلام آباد څخه نړیوال اسلامی پوهنتون ته تشریف راوړی ؤ او پروګرام ته یې نوره هم ښکلا بښلی ؤ، همدا شان د سعودی عربستان ، ترکی، عراق، فلسطین، مصر، سومالیا، اندونیشیا، تایلیند، چین، لیبیا، کویت، قطر او داسی نورو هیوادونو لوی سفیرانو او د سفارت لوړ پوړو چارواکو هم په دی نړیوال کلتوری نندارتون کښي برخه اخیستی ؤه، او پرواګرام یی نور هم شانداره کړی ؤ، د افغان مهاجرینو د کمپونو څخه هم ډیری لیدونکی کلتوری نندارتون ته راغلی ؤل، لکه د اضاخیلو کمپ، ټوپۍ (ګندف کمپ)، باغبانان کمپ، شمشتو کمپ، هری پور کمپ او نور د پاکستان د مختلفو برخو څخه افغانان راغلی ؤل او په نندارتون  کښي یې برخه اخیستی ؤه، نسبت تیر ځل ته، دا ځل کلتوری نندارتون ته د پوهنتون له خوا زیات پاملرنه شوی ؤه  او نندارتون د تیرو نندارتونونو څخه خورا زیات توپیر درلود….

0 thoughts on “په اسلام اباد کې د افغان محصلانو نندارتون”
  1. تاسو ګرانو محصلینو د ګران افغانستان حقیقي بڼه نړیوالو ته وښوده, پروردیګار مو تل تر تله کامیابه او سر لوړي لره!!!
    د لوي افغانستان د تل تر تله صلحي په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *