تاند- په پاکستان کې د جرمني سفیر خپل بایسکل د پاکستاني بسونو او لاریو په شان ډیزاین کړ او چکر یې پرې وواهه.

د پاکستان اې آر وای نیوز تلویزیون په اسلام اباد کې د جرمني سفیر مارتین کوبلر وښود چې پر ګلکاري شوي بایسکل سپور دی.

کوبلر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې خپل بایسکل یې د پاکستاني لاریو په شان سینګار کړی دی.

ده همداراز لیکلي«زما ښکلی پاکستانی بایسکل، چې اوس د لاریو په شان سینګار شوی، تر پخوا هم ښه شوی او تاسو یې هم لیدلی شئ.»

کوبلر دا هم ویلي چې اوس د دې بایسکل له ځغلولو لا زیات خوند اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *