تاند- د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر نن /پنجشنبه/ تایید کړه چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ بل پړاو خبرې په پاکستان کې کېږي.

فواد چودري په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل.

له بلې خوا په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن په یوه برېښنالیک کې ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو په اسلام اباد کې د خبرو کومه رسمي بلنه نه ده ترلاسه کړې، او تر دې دمه د کومې غونډې اعلان نه دی شوی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون /چهارشنبه/ وویل چې د طالبانو مرکچیان به له امریکايي استازو سره د فبرورۍ په اتلسمه (دوشنبه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وویني.

دا خبرې به د قطر تر خبرو یوه اوونۍ وړاندې وشي. د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د قطر د تېر ځل په خبرو کې ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو خبرې به د فبرورۍ په ۲۵ نېټه بیا په قطر کې پیل شي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د قطر خبرې به په خپل وخت وشي.

ګومان کېږي چې د اسلام اباد په خبرو کې به اعلان وشي چې په بل پړاو خبرو کې به د افغانستان د حکومت او سیاسي ګوندونو استازي هم له طالبانو سره په خبرو کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *