د سلواغه، دلوه ۲۱ مه ۱۳۹۸ رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د پاکستان د هوايي ځواک يوه ايف شپاړس الوتکه نسکوره شوې چې په نتيجه کې يې پيلوټ وژل شوی دی.
د اسلام اباد ښاروال شېخ انصرعزيز رسنيو ته ويلي، چې الوتکه د اسلام اباد په غرنۍ شکرپړيان سيمه کې رايوتې ده. پر خواله رسنيو په خپره شوې ويډیو کې ليدل کېږي چې الوتکه ناڅاپه د ځمکې خواته راځي او وروسته د اور لمبې پورته کېږي.
د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د الوتکې پيلوټ نعان اکرم وژل شوی دی. که څه هم د الوتکې د پرېوتو لامل تراوسه نه دي څرګند خو البته پوځي مقامات وايي چې تخنيکي ستونزې د الوتکو د غورځېدو لامل ګرځي. الوتکه په داسي وخت کې راپرېوتې هوايي ځواک د درېويشم مارچ ملي ورځي د پوځي پرېډ لپاره تياري په لړ کې تمرين کوي.
له پېښې وروسته د پوځ او هوايي ځواک چارواکي شکرپړيان سيمې ته رسېدلې او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې هم د پاکستان د هوايي ځواک روزنيزه الوتکه د پښتونخوا د مردان په تخت بهايي سيمه کې راغورځېدلې وه. تر دې وړاندې بيا د پنجاب په ميانوالي سيمه کې د ځواک د الوتکې غورځېدو په پېښه کې دوو پيلوټانو ژوند له لاسه ورکړی و