هارون مهمند –
د اسلام اباد د لوک ورثه په موزيم کې د يونيسکو له اړخه د پسرلی جشن ولمانځل شو. پروګرام د ماسپښين په ۲ بجو د پاکستان د پلازمينی اسلام اباد په مشهور موزيم لوک ورثه کې پیل شو چې د افغانستان په شمول د ایشيا ۶ سترو هيوادو نمايندوو او وګړو شرکت کړي وه.
د افغانستان د لوی سفارت لخوا د افغان محصلينو اتحاديی خيبر پښتونخوا ته رسمی بلنه شوی وه چې د ريس عالم ګل الم تر مشرتابه لاندې د کابينت غړو او هم ۵۰ نورو محصلينو شرکت کړی وو.
په پاکستان کې د افغانستان سفير محترم جانان موسی زي د افغان محصلينو د اتحادي د زړه له اخلاصه هرکلی او د پروګرام کې د ګډون کولو خوښې ښکاره کړه . جانان موسی په راتلونکي کې هم د اتحادی سره خپلی همکاری اهمی او نژدې وښودلی او هم يې وعده وکړه چې د افغانستان سفارت به هره شيبه د اتحادې سره همغږي وی.
پروګرام د سپرلی د ميلی په اتڼونو، سندرو، خاکو، نظمونو او د مشرانو په ويناوو روښانه او رنګين و، چې د سپرلی ميله د افغانستان په طرز او طريقه ولمانځل په سټیج د افغانستان ملی موزيک، سندری او د سپرلی رنګ راغليو ميلمنو ته وړاندې شو. چې د تاجکستان سفیر، د يونیسکو مشر او هم د امريکا د سفیر نماينده د افغانستان کلتور وستايه.
په پروګرام کې د افغانستان د کلتور څخه علاوه د چترال کلتور، او هم د نوروز ورځ د لمانځلو جالب عکس هم د راغليو میلمنو سره شريک شو.
د سټیج پروګرام ترڅنګ ځای پر ځای د ښايسته افغانستان د سټالونه لګيدلی وه چې مشری او اورګانیزر يې د اتحادی د کميسون ممبران وه.
په سټالونو کې د افغانستان د کلتورې اسباب، د افغانستان وچه ميوه، لباس او پخوانی زيوارت او معدن ايښی ول، چې مقابل لورې يې ډیر زړه راښکونکی انځور وړاندې کوه.