تاند- پښتنو په اسلام اباد کې په بریالیتوب خپلې غوښتنې د عدم تشدد له لارې پر چارواکو ومنلې. د څلور اونیو وخت یې له پاکستاني چارواکو واخیست، که یې غوښتنې په دې ترڅ کې ونه منل شوې بیا سره راغونډیږي او خپل حق به ترلاسه کوي.
په اسلام اباد کې د پښتنو د ستر لاریون یوه مشر منظور احمد پښتین نن وویل چې حکومت دوی ته لیک سپارلی دی او په هغه کې یې ژمنه کړې ده چې د یوې میاشتې په موده کې به یې ټولې غوښتنې مني.
پښتین زیاته کړه که یې چیرته په دې یوې میاشتې کې غوښتنې ونه منل شوې بیا به احتجاج کوي خو د ده دا خبره له ګواښه ډکه وه، چې ویې ویل، بل ځل به د بلوڅانو په څير هڅې کوي. بلوڅان له څو کلونو راپه دې خوا د بلوچستان د ازادي لپاره وسله واله مبارزه کوي.
دا احتجاج د جنوري په ۲۶ له بنو شرووع شو، بیا د کوهاټ او پیښور له لارې تر اسلام اباد ورسیده. د فبروري په لومړۍ نتیټې د غونډې برخه والو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته واړول..
د پښتنو د لاریون د پای ته رسیدو پریکړې ته په دوه نظره کتل کیدای شي:
یو: ښایي اسلام اباد داسې فکر کوي چې یوه میاشت ډیر وخت دی بیا به پښتانه داسې یولاس سره راغونډ نه شي
دوه: ښایي یوه میاشت وروسته د پښتنو احتجاجونه نور هم زور واخلي
ممکن ډير دا باور وکړي چې د اسلام اباد مشران په تیرو نژدې دوو لسیزوو کې تل په غولونکي سیاست کې بریالي شوې دي، خو بل لور ته دا سوال مهم دی چې د ( لانګ مارش) له لارې پښتنو څه ترلاسه کړي او په موقت ډول یې له پای ته رسولو سره څه له لاسه ورکړې دي؟؟
له اسلام اباده وروسته په ډیرو سیمو کې، سوات، لواړګې، بنو، کوټې، کابل…او یو شمیر نورو سیمو کې د اسلام اباد د غونډې په ملاتړ غونډې وشوې ان د ملاتړ د غونډو لړۍ تر اروپا، استرالیا او امریکا خوره شوه بل ځل به اعتراضونه چې مخکې تر مخکې پرې اسلام اباد خبر هم وي داسې رنګین نه وي. که داسې وشوو د پښتنو دغه سترپاڅون به د خپل هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی وي، خو که چیرته همداسې شول بیا هم که ورته وکتل شي دغې سترې غونډې د فبروري له لومړۍ راپه دې خوا په اسلام اباد کې خپل رښتونی هدف ترلاسه کړی دی.
د دې غونډې له لارې د بیلابیلو سیمو پښتنو خپلې ستونزې له یوه بل سره شریکې کړې. د قبایلو خلکو نورو پښتنو ته وویل چې زه هم په مدرسه کې د ترهګر په نوم وژل شوی یم، هم په ښوونځي کې، هم په دفتر کې، هم پر لاره…
د پیغامونو د شراکت ترڅنګ پښتنو دا خبره هم د یوه بل تر غوږونو وروسوله چې د اسلام اباد تر واک لاندې سیمه کې پښتون ته په څه سترګه کتل کیږي او اصلي علت یې پنجاب دی.
بل لور ته د اسلام اباد په ستر لاریون کې نړیوالو ته پښتنو یوه مهم پیغام ورساوه، دوی دا ورته ثابته کړه چې په لسو ورځو کې یې داسې اعتراض وکړ چې نه پکې د چا پوزه وینه شوه، نه پکې چاته ښکنځلې وشوې، نه پکې بې نظمي راغله او په دې غونډو کې د پښتنو د میرمنو او نجونو پراخه برخه وه.
په تیرو نژدې دوو لسیزو کې نړیوالو رسنیو ته چې وکتل شي نو پښتنو ته پکې په دې سترګه کتل شوې دي چې دوی ترهګر دي، خپلې نجونو او ښځې هم نه پریږدي چې له کوره راووځي او د یوه انسان په توګه ژوند وکړي.
د اسلام اباد د غونډې تر پای ته رسیدو یوه ورځ مخکې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دا پيغام چې دا پښتانه په سیمه کې د بنسټپالنې د پای ته رسیدو لپاره او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره راغونډ شوې دي، دې اعتراض ته نوی رنګ ورکړ.
تر دې مخکې د اعتراض کوونکو غوښتنې دا وې چې په کراچۍ کې د جنوري په ۳ د نقیب الله مسود قاتل راو انور چې خپله پولیس دی ونیسي، له محکمې پرته دې د پښتنو د وژلو لړۍ پای ته ورسیږي، تري تم شوي پښتانه دې پیدا شي، له قبایلي سیمو دې ماینونه پاک شي او د امنیتي ځواکونو له لورې دې له دوی سره غیرانساني چلند پای ته ورسیږي. خو د ولسمشر غني له پيغام وروسته چې په کوټه کې کوم احتجاج وشو په هغه کې پر دې ټینګار وشو چې ترهګرو او پنجاب ته نه ووایي.
د اسلام اباد لاریون پښتنو ته یو ځل بیا د باچا خان نظریه ثابته کړه چې د عدم تشدد له لارې که لاس یو کړي خپل هدف ترلاسه کولی شي، خو که چیرته په ۴ اوونیو کې د پاکستان دننه او په قبایلو کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې بیا به هم د عدم تشدد له لارې د اسلام اباد واکمنان مجبوره شي چې دوی ته لیک ورکړي؟
دا هغه سوال دی چې یوه میاشت باید ورته منتظر پاتې شو، خو په دې یوې میاشتې کې که چیرته پښتانه غواړي چې خپلې ستونزې هوارې کړي نو پکار ده چې د فیسبوک او نورو ډله ییزو رسنیو له لارې د خپلو حقونو مساله ژوندۍ وساتي او د میاشتې تر اخره انتظار نه شي.
د فیسبوک له لارې دوی کولی شي چې د خپلو سیمو د تشدد ویډیوګانې خپرې کړي، د خپلو سیمو خلک منظم کړي که له چا سره زیاتی وشو ژر د هغه په اړه په ډله ییزو رسنیو کې معلومات شریک کړي دا او دې ته ورته سوله ییزې هڅې باید تر هغه وخته زیاتې شي چې د پښتنو هڅې له بلوچانو سره څنګ په څنګ موازي کیږي.
بس په یوه زای کی چی اوبه تیری شی بیا به هم تیریزی نو پشتون را بیدار شو
ډ پاکستان سیاست د انګریزانو د سیوری لاندی ځرخی. خدای د نکړی چه دا هلی ځلی ناکامه شی. افغان حکومت پکار ده چه د پښتنو شاته و دریژی او پښتنو او بلوڅلو ملاتړ وکړی. په دغه یوی میاشت کی باید پښتنانه او بلوڅ له هر اړخه تقویت شی څو یوه میاشت ورسته د یوه عظیم انقلاب په شکل نړی وښیی چه پښتنانه د عدم تشدد له لاری کولی شی چه خپل حقوق او لوی افغانستان تر لاسه کړی
زه خوایم چې خدای مکړه په یوه میاشت کې هغه خلک چې دا حرکتونویې رهبری کول د ای اس ای له خوا ونه وژل شي