تاند- طالبان وايي، د امریکا د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د دوی د قطر د دفتر د غړیو خبرې وځنډېدې.
ټاکل شوې وه چې دواړه خواوې سبا /دوشنبه/ په اسلام اباد کې خبرې وکړي خو داسې ښکاري چې د ملګروملتو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت له کبله دا خبرې ځنډول شوي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی استازي خبرو ته تیار ول خو د دوی اکثره مرکچیان د اسلام اباد په غونډه کې ګډون نه شي کولی ځکه چې د ملګروملتو د امنیت شورا په تور لیست کې دي.
طالبانو څو ځلې له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د ایستل کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو له لیست څخه د دوی د مشرانو د نومونو حذف یې یوه له څو اساسي غوښتنو څخه ده.
طالبانو په عین حال کې هغه راپورونه رد کړي چې پر اساس یې ویل شوي وو چې دوی په خپله په اسلام اباد کې خبرې ځنډولي دي.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو استازي په اسلام اباد کې له عمران خان او د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره هم وویني.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /فبروري ۱۶/ د امنیت شورا ته شکایت وکړ چې د طالبانو استازي له دې سره سره چې د امنیت شورا په تور لیست کې دي او پر سفر یې بندیز دی، پاکستان ته بلل شوي دي.
د فبرورۍ په ۷ مه د افغانستان حکومت مسکو ته د طالبانو د استازو پر سفر هم اعتراض کړی و.
دواړو خواوو د قطر د تېر ځل په خبرو کې موافقه کړې وه چې بل پړاو خبرې به بیا هم په دوحه کې کوي. له مخکیني مهالوېش سره سم به د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو له مرکچیانو سره د فبرورۍ په ۲۵ نېټه خبرې وکړي.