تاند- د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد به سبا /دوشنبه/ د اسیا زړه په نوم د کنفرانس کوربه وي.
په دې کنفرانس کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پکې ګډون کوي، د راتلونکې کنفرانس په اړه بحث کېږي چې سږ کال به په اسلام اباد کې جوړ شي.
د اسیا زړه یا د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ میلادي کال په دې هدف پیل شوه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې هیوادونه سره نژدې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې سباني کنفرانس ته د ۱۶ سیمه ییزو او نړیوالو موسسو او ۱۲ هیوادونو استازي بلل شوي دي.
په دې کنفرانس کې به د اسلام اباد د اعلامیې سریزې برابرې شي.
د دې غونډې مشري به د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چودري او د افغانستان د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په ګډه وکړي.
په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی او داسي هیلې غوړېدلي چې پاکستان به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.