تاند- پاکستان وايي چې د جمعې په ورځ یې له یوه افغان سره د اسلام اباد په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان ۲۳ پاسپورټونه ونیول.
ډان ورځپاڼه د اسلام اباد د بېنظیر بوټو د نړیوال هوايي ډګر د پولیسو په قول وايي چې د عظیم الله په نوم له یوه افغان سره یې هغه مهال ۲۳ پاسپورټونه وموندل چې نوموړی کابل ته روان و.
پولیس وايي چې دغه افغان یې وروسته له دې ونیوه چې استخباراتي ادارې معلومات ورکړل.
د اسلام اباد د هوايي ډګر چارواکي وايي چې له نیول شوي افغان سره د افغانستان د حکومت د ۲۲ چارواکو او یوه عادي افغان پاسپورټونه موندل شوي او پر ټولو پاسپورټونو د جاپان د وېزو مهرونه لګول شوي دي.
نیول شوی افغان ته د نورو تحقیقاتو لپاره د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیسو سپارل شوی دی.
که داپاسپورتونه د افغانستان د رسمي هیات وي او د جاپان سفارت په اسلام آباد کې ویزه ورکړي وي ، نو فکیستان پولیس حق نه لري ، زمونږ افغان وځوروي. پدې هکله د افغانستان د باندینیو چارو وزارت باید خبر وي.
دا پاسپورتونه د جایکا د دفتر چه یوه جاپانی موسسه ده رسمی پاسپورتونه دی او دغه کسان چه دوی یادوی داهم رسمی کارکوونکی دی چه جاپان د یو رسمی سفر لپاره دعوت شوی دی او هلته تریننگ پرگروام ده چون د جاباان سفارت وروسته دی اخیری تروریستی حملی نه بند دی نو دغه کس چه د دفتر رسمی کس دی د ویزی د اخستلو لپاره دا پاسپورته هلته وړی دی او ټول قانوی اسناد له هغه سره دی خوشبختانه هغه د جاپان د سفارت د مداخلی نه پس خوشی شوی دی ا