ليکوالان: عبد الغفور پېروز او زبیز افغان –
په بشري تاریخ کي دین د یوې ټولنېزې پدیدې په توګه ژور ځواک درلودلی او احکام یې د تقدس له امله زیاترو ته د منلو وړ دي، همدا وجه ده چي ګڼو ډلو او اشخاصو تر بل هر شي دین د خپلو شخصي، ټولنیزو، سیاسي، نظامي او مالي چارو لپاره ډېر کارولی چي له دې څخه اسلام هم مستثنا نه دی.
ټول پوهېږو چي د اسلام کره، خوندي او د باور وړ سرچینه قران دی، له دې پرته احادیث، تاریخي روایات، اسلامي فقه، نبوي سېرت، تفسیر، د سترو مسلمانانو ژوند لیکونه او په ټوله کي د اسلامي نړۍ سیاسي، علمي، نظامي، ټولنیز، اقتصادي او… تاریخ هغه سرچینې دي چي پکي د مسلمانانو د ژوند د بېلا-بېلو اړخونو په اړه کره او ناکره مالومات موندلای شو خو د دې ځمکې پر سر د الله وروستی قانون، حجت او رالېږل شوی کتاب قران دی، له دې پرته نه بل ځای د دین کره سرچینه شته او نه پر رسول الله له دې پرته بله مستقله وحې نازله شوې ده. د ابراهیمي ملت دوام بیا یوه بېله لړۍ ده چي د زمانې په اوږدو کي راپاتي دیني احکام چي ترمیم ته یې اړیتا نه درلوده هماغسي پلي شوي او یا پکې د زماني بهیر بدلونه او تحریفونه اصلاح شوې هغه اصل شکل یې پلی شوی دی، خو په هر حال دا مهال د اسلام کره سرچینه قران دی، له دې پرته نورې سرچینې ټولي فرعي دي چي هغه هم په خپل منځ کي ژور توپیرونه لري.
په لرغوني تاریخ کي مرېتوب اږودې ریښې لري او د اسلام د ظهور پر مهال په عربو کي هم ښه په درز موجود وو. د مرېیانو او مینځو د ترلاسه کولو بېلابېلې سرچینې وي، جنګي بندیان، له کوره تښتول شوې او د اقتصادي بوج له امله پلورل شوي ماشومان، په بدو کي ورکول شوي افراد او بالاخره د پور له امله راوستل شوي پوروړي دا ټولې هغه سرچینې وې چي په تېر تاریخ کي ورڅخه مرېیان او مینځې تر لاسه کېدې چي دې کار د ټولنې په اقتصادي او ټولنیزو برخو کي ژور تاثیرات درلودل او د هغه وخت د ژوند یوه نه بېلېدونکي برخه وه.
کله چي په عربي جزیره کي رسول الله ته د نبوت او رسالت چاره وسپارل شوه هغه مهال عربي ټولنه له دیني، ټولنیز، اخلاقي، سیاسي او مالي پلوه په سخت بحران اخته وه، هیڅ ډول مرکزي نظام وجود نه درلود، کورنیو جګړو هر څه ویجاړ کړي وو، د خلګو عزت، مال او ناموس نه وو خوندي، بې دریغه قتلونه روان وو، هیچا د امن احساس نه کاوه او عرب د اوږدې ګډودۍ له امله د ځناورتوب په دوره کي وو، یوازي مکه له دې امله یو څه په امن وه چي د هغه وخت د دیني فکر پر بنسټ یې دیني تقدس درلود او اوسېدونکو ته یې په درنه سترګه کتل کېدل. سوداګري، کرکیله اومالداري د عربي ټولنې مهمي اقتصادي سرچینې وې چي په دې ټولو کي مرېتوب هم غوښنه ونډه درلوده.
د عربو او په مجموع کي د ټول انسانيت دا حالت د رحم او زړسوي وړ وو، له دې حالته د را ایستلو لپاره الله تعالی خپل رسول له خپل باوري کتاب او حجت سره را ولېږه.
قران د حالاتو له غوښتنې سره سم ليږ- ليږ نازلېده، مرېيان یا مينځې نیول د عربو مخکنی رواج وو، کله چي د مسلمانانو او دښمنانو ترمنځ يې جګړې وشوې او په دې کي مسلمانانو له خپلو دښمنانو څخه اسیران ونیول، نو دلته د جنګي بنديانو مسله رامنځ ته شوه چي اوس به څه ور سره کېږي؟ قران د محمد په سورت کي مسلمانانو ته په دې اړه داسي لار ښوونه وکړه:
فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا. (محمد: ۴)
ژباړه: نو چي کله له کافرانو سره مخ شئ د غاړو وهل دي، ان چي دوئ مو ښه وځپل بیا ټينګ تړل( ستاسو دنده) وروسته يا احسان پرې وکړئ او یا ترې فدیه واخلئ څو چي جنګ وسله ږدي.
په جګړه کي نیول شوي خلګ جنګي اسيران دي چي په اړه يې قران واضحې لارښوونې وکړې، دا حکم دومره ښکاره دئ چي په هيڅ ډول سترګې نه شي ځنې پټېدای.
رسول الله اړ وو چي د بنديانو په اړه به د قران همدا حکم مني، هغه هم خپله دا کار څو ځایه وکړ او هم يې خپلو ملګرو ته امر کړی وو. د بدر له بنديانو فديه واخیستل شوه، د مکې تر فتحې وروسته جنګي بنديان ټول معاف شول، ثمامه د بنو حنیفه مشر تر بند وروسته له څه شرط او قید پرته ایله کړل شو او داسي نور.
د قران له پورتني ايت او د رسول الله له کړنلارې ثابتېږي چي په اسلام کي د چا غلام يا مينځه کول جواز نه لري. اسلام خلګو ته د هر مذهب ازادي ور کړې ده. که يو څوک د دين پر سر نور نه زوروي، نو د خپلې عقيدې او دين پالنې په برخه کي هر دين پال ازاد او هيڅوک يې د مخ نيوي حق نه لري.
په جګړو کي د نارينه او ښځو غلامي هم د جاهلي عربو رواج وو او هم ور سره د شاوخوا پروتو عجمو. د اسلام راتګ دا کړۍ ماتې کړې، پر خلګو لګېدلي بنديزونه يې ليرې کړل، د مذهب په نوم يې د هر چا پر زورونه بندیز ولګاوه. قران خلګ د الله بندګان وبلل ان رسول يې هم د الله بنده بللی دئ، له دې ښکاري چي انساني بندګي او هم غلامي نوره بايد ختمه شي.
قران د نور په سوره کي دا موضوع داسي روښانه کړې:
وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ.(نور: ۳۳)
او ستاسو تر لاس لاندي کسانو که مکاتبه وغوښتنه نو مکاتبه(د بدلې په مقابل کي ازادي) ور سره وکړئ که مو ټولنې ته غوره ګڼل او له هغه ماله کومک ور سره وکړئ چي الله در کړی دئ.
دې ايت د مرييتوب لړۍ ته د پای ټکی کېښود، اسلام له پيله د مريي نیولو تعليم نه دئ ور کړی بلکي د مريي يادونه ځکه شوې ده چي له پخوا څخه موجود وو خو اوس يې د هغو د ازادۍ امر هم وکړ.
د پخواني رواج له مخې خلګو له مينځو سره تر نکاح مخکي هم جنسي اړيکې نیولای شوای او مينځې د همدې لپاره کارېدې، ان دا يو داسي رواج او ديني امر جوړ شوی وو چي هيچا يې پر خلاف اقدام نه شوای کولای. البته قران د ښځو، غلامانو او مينځو په اړه عمومي لارښوونه وکړه:
وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ.(النور: ۳۲)
ژباړه: او ستاسو بې ودو(نارينه وي که ښځه) ته نکاح ور وکړئ همدارنګه مو نيکو غلامانو او مينځو ته هم.
له ازادې ښځې سره تر نکاح مخکي څوک جماع نه شي کولای او که يې وکړي نو جرم بلل کېږي، دا ځکه چي قران له ازادو ښځو سره د نکاح امر کړی دئ، نو که د ازادو ښځو سره تر نکاح مخکي جماع د دې امر له امله روايښت نه لري عيني همدغه امر الله د غلامانو او مينځو په اړه هم کړی دئ، بايد له مينځې سره هم تر نکاح مخکي جماع ونه شي او که يې څوک وکړي هغه ډول جرم بلل کېږي لکه له ازادې ښځې سره تر نکاح مخکي جماع.
يو مهم اړخ دلته دا هم دئ چي که له مينځې سره د مينځيتوب له امله تر نکاح مخکي هم جماع روا وي نو عيني همدا معامله بايد د مسلمانې ښځې له لوري له هغو غلامانو سره هم وشي چي دوئ ته په برخه ورغلي وي. مسلمانه ښه بايد له نکاح پرته له خپل مرېيي سره جماع وکړي، خو په مسلمانانو کي تر ننه هم څوک دې حکم ته په دې ډول نه دي تيار شوی.
دلته له سړي سره دا پوښتنه پيدا کېږي چي قران خپلو پيروانو ته امر کړی چي جنګي بنديان يا د احسان له مخې ازاد کړي او يا فديه ځني واخلي، نو بیا له مينځې سره د نکاح دا احکام د څه لپاره وو؟
له دې حقیقت څخه څوک سترګې نه شي پټولای چي د رسول الله په وخت کي زیات شمېر غلامان او مرېيان له پخوا څخه موجود ول، د قران دا وروستی حکم د همدې موجودو مرېيانو او مينځو لپاره وو نه دا چي اينده دي نور هم ونیول شي. یاني په ټولنه کي دا خلګ وو، لازمي خبره ده چي قران يې بايد يو حل وړاندي کړی وای، نو الله امر وکړ چي پخوانی رواج مات دئ، له دوئ سره به هم نکاح کېږي څو د ټولنې د فساد مخ نيوی وشي او هم د دوئ نفسي غوښتنو ته سم عادلانه ځواب ویل شوی وي.
البته قران يو دم د دې ټولو د ازادۍ امر ځکه ونه کړ چي اسلام خپل پيروان يو دم له زیات فشار سره نه مخ کول، د هر دود او رواج په وړاندي يې تګلاره سوليزه او سوله غوښتونکې وه، که يې يوځل امر کړی وای نو ممکنه وه چي يوشمېر کسانو مخالفت کړی وای او په ټولنه کي يو ډول بې نظمي را پيدا شوې وای چي قران هيڅکله هم دا حالت نه غوښتی.
د غلامانو او مينځو په قضیه کي خلګو ته ناسم فهم د قران له يو شمېر اياتو او هغو رواياتو ور ولاړ شوی چي يا خو ناسم تعبیر شوی او يا هم له اره ناسم دي. قران يو ځای وايي:
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5) إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ. (المومنون: ۵، ۶)
ژباړه: او هغه چي خپل فرجونه ساتي مګر له خپلو ښځو او هغه چي د دوئ راسته لاسونه يې مالکان دي بې شکه دوئ( په دې کي) ملامت نه دي.
خلګ فکر کوي چي له ښځو سره د مينځو يوځای یادول دا ثابتوي چي له نکاح پرته جماع روا وي ځکه ښځې تر نکاح وروسته ښځه بلل کېږي او مينځه خو داسي نه ده، بلکي په جګړه کي تر نیولو وروسته هغه مينځه ده او جماع هم وروسته روا شوه. خو دا فکر ناسم دئ، د قران يو شمېر مجمل اياتونه خپله قران تشريح کوي، قران بل ځای وايي:
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا. (النساء: ۳)
ژباړه: که له دې وېرېدئ چي د یتیمو په اړه به انصاف ونه کړئ نو له ښځو(یتیمو) چي مو کومې خوښې شي په نکاح يې کړئ، دوې، درې او څلور، بیا که ډارېدئ چي عدل به ونه کړئ نو يوه ده او يا ستاسو وينځه دا نژدې ده چي تاسو به تېری نه کوئ.
که دې ايت ته ځېر شو نو ښکاره امر يې کړی چي د يتیمانو په اړه بايد احتیاط وکړو، که د بې انصافۍ وېره وي، دوې، يا درې او يا څلور دي په نکاح شي البته که د دې وېره وه چي عدل به نه شئ کولای نو بیا يوه ځني وکړئ او يا له مينځې سره نکاح وکړئ. تر مينځې مخکي (فواحدة) لفظ راغلی چي يوه ښځه ترې هدف ده او بیا( ماملکت ایمانکم) راغلی چي مينځه ښيي، نو که د مينځې جماع بې نکاح روا وي بیا خو د يوې یتيمې ښځې جماع هم بې نکاح شوه ځکه له دواړه سره د نکاح امر خو همدلته لنډ نه دئ شوی، که تر دې مخکي امر ته ځو نو بیا دواړه تر هغه حکم لاندي دي.
له پاس ايت سره يوه لویه بې عدالتي دا هم شوې چي خلګو له دې څخه مطلق دا حکم اخیستی چي قران هر چا ته له يو شمېر ښځو سره د نکاح جواز ور کړی. په داسي حال کي قران دلته د تعدد ازواج موضوع نه څېړي، بلکي له یتيمو نجونو سره د بې انصافۍ مخ نیوی کوي. د قران له مخې هغه څوک د بلې ښځې جواز لري چي له داسي حالت سره مخ شي لکه قران چي بیان کړی، نه دا چي هر څوک، هر وخت، له هر ډول ښځې سره نکاح کولای شي. يو مهم ټکی دا هم دی چي که د ښځو ترمنځ عدالت نه شي کولای بیا خو په مطلق ډول بله ښځه ورته حرامه ده، که څه هم له یاد حالت سره مخ هم وي.
د النساء سورې له دې ايت سره هم تېری شوی:
وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ. (نساء: ۲۴)
ژباړه: او مېړه داره ښځې(درباندي حرامې دي) مګر ستاسو مينځې پر تاسو د الله حکم دئ.
له دې ايت څخه داسي تعبیر شوی چي ګواکي مېړه لرونکې ښځې حرامې دي البته نه هغه مېړه لرونکې چي مينځې وي، بلکي مينځه که مېړه هم ولري له نکاح پرته جماع ورسره روا ده.
دا تعبیر ډېر کمزوری، رکیک، له عقله لرې او له قران سره متصادم دئ. قران دا نه دي ویلي چي له مينځې سره تر نکاح مخکي هم جماع روا ده، بلکي مينځه چي په عربو کي تر اسلام مخکي هم موجودې وې نو حل لار يې دا په ګوته شوه چي مينځه که څه هم مېړه یې په روم، فارس او يا بل ځای کي وي البته دا وس ترې ګوښه کړل شوې ده نو له دې سره چي مېړه لرونکې ده. خو د ټولنې د اصلاح په خاطر يې نکاح روا ده نه دا چي تر نکاح مخکي جماع.
ځکه دلته بحث د نکاح شروع دئ، له د ۲۲ نمبر ايت څخه همدا موضوع پيل شوې چي دا حرامه ده مه يې نکاح کوئ او هغه حرامه ده، نو په دې ضمن کي يې مينځه هغه مهال بېله کړه چي مېړه داره ښځه يې حرامه کړه. ستونزه به دا پاتېده چي مينځه مېړه لري خو دلته نه شته، نو که نکاح يې ونه شي ښايي چي د ټولنې د فساد سبب شي، د همدې شر د دفعې په خاطر يې له مېړه لرلو سره نکاح روا کړه، نه تر نکاح مخکي جماع.
د مرېيانو او مينځو په اړه راويانو دې ته په پام نه دئ کړی دا روايات يې ټول له قران، نبوي سنتو او احادیثو سره په ټکر کي دي، قران کي الهي وینا ده:
وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ [البقرة 190]
ژباړه: د الله په لار کي له هغو سره وجنګېږئ چي له تاسو سره جنګېږي او تېری مه کوئ بې شکه الله تيريګر نه خوښوي.
د قراني اصل له مخې به هغه چا سره جګړه کېږي، نیول کېږي به او ان وژل کېږي به چي له مسلمانانو سره جنګ کوي، ښځه، ماشوم، بوډا، عابد او دې ته ورته نور له لومړي سره ازاد دي او هيڅ مسلمان حق نه لري چي يا مالي تاوان ور ورسوي، يا يې بندي کړي او یا يې هم ووژني. د قران يو بل عام قانون دا هم دی: وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى.(فاطر: ۱۸)
ژباړه: او يو بارونکي د بل بار نه شي وړلای.
دا د لمر په شان ښکاره اصل دئ چي کوم څوک ګنا وکړي هغه ته به يې سزا ور کوله کېږي، یاني له هغه چا پرته چي په جګړه کي ګډون لري يا هم مالي مرستې ور سره کوي نور څوک دي نه ازارېږي. يوه روايت کي دي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: «وُجِدَتِ امْرَأَةٌ مَقْتُولَةً فِي بَعْضِ تِلْكَ الْمَغَازِي، فَنَهَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ قَتْلِ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ».مسلم: 1744
ژباړه: ابن عمر رضی الله عنه وايي: په يوه غزا کي کومه مړه ښځه وموندله شوه، نو رسول الله د ښځو او ماشومانو له وژلو منعه وکړه.
يو بل ځای د رسول الله عمومي لار ښوونې داسي بیانوي:
ژباړه: رسول الله چي به کله سريې ته امير ټاکه نو د خپل ځان او ملګرو په اړه به يې د تقوا امر ورته کاوه، بیا به يې ورته ویل: د الله په نوم د الله په لار کي له ( جګړمارو) کافرانو سره وجنګېږئ چي الله نه مني. غدر مه کوئ، خیانت مه کوئ، د هيچا د بدن غړي مه پرې کوئ، ماشوم مه وژنئ، عابدانو مه وژنئ، ونې مه څوځوئ، په اوبو يې مه خرابوئ، ميوه داره ونې مه پرې کوئ، کښت مه سوځوئ، ښايي چي ورته اړتيا مو شي، غوښه خوړونکي څاروي مه نښه کوئ، مګر يوازي هغه چي د خوراک اړتيا ورته لرئ.
ددې ټولو قراني اياتونو، نبوي حدیثونو، د اسلام عمومي روح او انساني عقل ته په پام ویلای شو چي د غلام نیولو په اړه راغلي روايات نه قراني ماخذ لري، نه د رسول الله له سنتو او اخلاقو سره اړخ لګوي، نه د اسلام عمومي لار ښووني داسي دي او نه انساني فطرت و عقل داسي وايي.
د غلام نیولو په اړه راغلي ټول روايات پر قران، الله، رسول او اصحابو د اسلام د دښمنان او هغو امیرانو و حکمرانانو له لوري تړل شوي افتراوي او دروغ دي چي یا د اسلام بدنامول غواړي او يا د دې رواياتو پر بنسټ يې ځان ته جواز پيدا کاوه چي مينځې ونیسي او د ګاونډي ملکونو سيمې يې د جهاد په نوم د همدې هدف لپاره لاندي کولې.
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (مومنان هغ کسان دی چي د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي)
(إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ [المؤمنون(5-6
(مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي)
تاسو لیکلی :
“نو که د ازادو ښځو سره تر نکاح مخکي جماع د دې امر له امله روايښت نه لري عيني همدغه امر الله د غلامانو او مينځو په اړه هم کړی دئ، بايد له مينځې سره هم تر نکاح مخکي جماع ونه شي او که يې څوک وکړي هغه ډول جرم بلل کېږي لکه له ازادې ښځې سره تر نکاح مخکي جماع.”
نو پورته ایات کی واضح راغلی چی د مینځی سره جماع کیدلای سی، هیڅ د نکاح قید و شرط نه لری، تاسو ښاعغلی د خپلی خبری لپاره کوم دلیل لری؟