راپور: حبیب الرحمن تاثیر.

 د اسټرالیا د مرکز د سډني ښار په مارټین پلس کیستر کې نن (د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې پنځمه نېټه) د لر او بر  پښتو افغانانو د (د پښتنو ټولوژنه بس کړئ) تر شعار لاندې د پاکستان او د دغه هیواد د استخباراتي ادارو د کړنو په خلاف یوه لویه مظاهره وکړه.

په دغه مظاهره کې، چې د استرالیا د پښتنو د ټولنې (پښتون ایسوسي ایشن اف اسټرالیا)، (د قانون د حاکمیت تحریک)، (میشن افغانستان) او (لر او بر یو افغان) غورځنګونو لخوا ترتیب شوې وه، د پاکستان مرده باد شعارونه ورکړل شول او په اسټرالیا کې د پاکستان قونسلګرۍ ته یې احتجاجي لیک هم ورکړل شو.

 سیار دهسبزي، عبدالهادي هادي، زاهد سباوون، فریدون افغان، ډاکټر عبدالرحمن شینواري ذین الله کاموال، حهانزیب او ځینو نورو ګډونوالو په پښتو او انګلیسي ژبو ویناوې وکړې، ویې ویل: پاکستان چې د نړۍ د ترهګرو اډه ده د پښتنو پر وطن د بې اتفاقۍ او ورور وژنې اور ته لمن وهي، د افغانستان او پښتنو په خلاف د القاعده، داعش او طالبانو ترڅنګ د نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او روزي یې، خو پاکستان د ترهګرۍ ترڅنګ د نشه يي توکیو لوی تولیدوونکی هیواد دی او دا چې په افغانستان کې هم څومره نشه یي توکي کرل کیږي او یا هم قاچاق کېږي تر شا یې د پاکستان لاس دی.

2ویناوالو پر باچاخان پوهنتون وسله وال برید او په کابل کې وروستۍ بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او دا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) کار وباله او ویې ویل:«پنجاب دي په دې ځان پوهه کړي چې پښتانه اوس د حرکت په حالت کې دي نور یې په دا ډول کړنو له تعلیم او یووالي څخه نه شي راګرځولای او دا چې په پښتونخوا کې له نصاب څخه د پښتو ژبې ایستل او بیا په اسلامیه کالج کې د پښتو څانګې بندول غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر حقوقي عمل دی، دولت دې له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي.»

دا مظاهره په داسې حال کې وشوه چې په وروستیو کې د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د پاکستان په خلاف او د لر او بر پښتنو د یووالي په موخه مظاهرې او احتجاجونه دوام لري او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولای دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *