تاند- د امریکا په ټیکساس ایالت کې د هاروي په نوم توپان او سېلونو کابو ۵۰ تنه مړه کړي او یو ملیون تنه یې بې ځایه کړي دي.
دا په تېرو ۵۰ کلونو کې په ټیکساس ایالت کې تر ټولو بد توپان بلل شوی دی.
که دا توپان په یوه بېوزله هیواد کې پېښ شوی وای؟
د نړۍ په بله خوا کې؛
د ملګروملتو په وینا د هند، نیپال او بنګله دېش د هیوادونو ښارونه هم له ورته ناورین سره مخامخ دي.
https://www.facebook.com/cnbcinternational/videos/1155258634575275/
د جنوبي اسیا په دغو درو هیوادونو کې نژدې ۱۳۰۰ تنه مړه شوي، اټکل کېږي چې سېلونو ۴۵ ملیون تنه زیانمن کړي او دوه میاشتې کېږي چې په دغو سیمو کې سېلونو دوام کړی دی.
په بنګله دېش کې ۱۱۴ ملیون تنه مړه شوي او ۶ ملیونه او ۹ لکه زیانمن شوي دي.
په هند کې ۶۰۰ تنه مړه شوي او ۳۲ ملیونه او یولک تنه زیانمن شوي دي.
په نیپال کې ۱۴۰ تنه مړه شوي او ۱ ملیون او ۷ لکه زیانمن شوي دي.
د جنوبي اسیا په دغو هیوادونو کې ۱۶ ملیونه ماشومان د سېلونو له کبله له زده کړو بې برخې شوي.
یوازې په هند کې سېلونو د ۱۵ زره ښوونځیو ودانیو ته زیان اړولی دی.
په بنګله دېش کې ۶ لکه ۹۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
په نیپال کې درې نیم لکه تنه بې ځایه شوي دي.
د هند صدراعظم نریندرمودي له سېل ځپلیو سره د ۷۸ ملیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
خو لا ډېره لېري ده چې په دې سیمه کې ستونزه داسې ژر پای ته ورسېږي ځکه چې په جنوبي اسیا کې د مونسون (د ورښتونو موسم) لا دوام لري.