تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د افریقايی هیواد ګانا (غنا) چارواکو د دغه هیواد په پلازمېنه اکره کې د امریکا د متحدو ایالتونو جعلي سفارت کشف کړی دی.
د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، دغه سفارت، چې د جعلکارانو یوې شبکې جوړ کړی و، له لسو کلونو راهیسي غیرقانوني وېزې صادرولې.
په خبر کې ویل شوي چې هغوی اصلي وېزې ترلاسه کولې مګر دا یې نه دي ویلي چې اصلي وېزې څرنګه په لاس ورتلې.
په خبر کې ویل شوي، وروسته له دې چې په دوبي کې دا دوه پوړیزه نارنجي رنګه ودانۍ بنده کړای شوه، بیا یې هم پر سر د امریکا بیرغ لګېدلی و او د بارک اوباما عکس په ودانۍ کې دننه پر دېوال نصب و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا جعلي سفارت د ګانا او ترکیې درغلګرو جوړ کړی.
د دغه جعلي سفارت ترک اتباعو په انګلیسي او هالنډي ژبو خبرې کولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، تحقیقاتو وښودله چې په ګانا کې د هالنډ جعلي سفارت هم جوړ شوی و.
هالنډ تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
جعلکارانو له دغو سفارتونو څخه د ۶ زره امریکايي ډالرو په بدل کې خلکو ته د امریکا اصلي وېزې، جعلي پېژندپاڼې، او د زوکړې سندونه ورکول.
د امریکا په جعلي سفارت کې د پولیسو په چاپه کې د هند، جنوبي افریقا، او شینګین زون وېزې او د لسو هیوادونو ۱۵۰ پاسپورټونه موندل شوي دي.