تاند- لرغونپوهانو په افریقا کې د ۲ ملیونه او ۴۰۰ کاله پخواني ډبرینه وسیله او د حیواناتو هډوکي کشف کړي دي.

دا کشف په الجزایر کې، چې د افریقا په شمال کې دی، شوی دی.

ارغونپوهان وايي چې دا کشف په دې اړه چې د افریقا ختیځ د نوي تمدن او د بشریت زانګو وه، شکونه پیدا کوي.

په دې سیمه کې له ډبرې څخه جوړه شوې وسیله ښيي چې یا خو لومړني انسانان د افریقا له ختیځه نورو سیمو ته ډېر ژر تیت شوي یا کډه شوي او یا دا چې د انسانانو تمدن، بې له دې چې هغوی مهاجرت وکړي، هممهاله د افریقا په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوی دی.

تر دې وړاندې د لرغونپوهانو ټولو څېړنو داسې ښودله چې یوازې د افریقا ختیځ د لومړنیو انسانانو د تمدن سرچینه یا زانګو وه خو دې نوي کشف دا نظریه له شک سره مخامخ کړه.

په الجزایر کشف شوي ډبرینې وسیلې چاقو، ساتول (ساطور) دوه ملیونه او څلور سوه کاله پخوانۍ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *