تاند- په افغانستان، پاکستان او تایلنډ کې د امریکا سفارتونو خبرداری ورکړی چې ممکن امریکايي ضد مظاهرې او تاوتریخوالی وشي.
دغو سفارتونو دا خبرداري وروسته له دې ورکړی چې د سې شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو مشرانو جرګې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې څرګنده شوه چې د امریکا استخبارات (سي آی اې) له مشکوکو ترهګرو څخه د تحقیقاتو په لړ کې له خورا بوږنوونکو شیو کار اخیستی دی.
په دغه راپور کې، چې د امريکا د مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې له پنځه کاله څېړنې وروسته په شپږ زره دوه سوه مخونو کې خپور کړی، ویل شوي چې د شلو حالتونو له څېړنې وروسته څرګنده شوه چې چې د سي آی اې له لورې متهمانو ته ورکړل شوې شکنجې هېڅ ډول مثبت اغېز نه دی لرلی.
په راپور کې ویل شوي چې سي آی اې د امريکا کانګریس ته دروغ ويلي دي.
په افغانستان، پاکستان او تایلنډ کې د امریکا سفارتونو په دغو هیوادونو کې خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې د دغه راپور خپرېدا کېدای شي امریکايي ضد اعتراضونه او تاوتریخوالی وپاروي چې په نتیجه کې یې ښايي د امریکا ګټې او عام امریکایان زیان وویني.
څرګنده نه ده چې په تایلنډ کې ولي د امریکا سفارت داسي خبرداری ورکړی دی.