د ځوان ټولنیز بنسټ ۵۲مه علمي لکچر ناسته!
راپور: د YSF فرهنګي کمیټه
ځوان ټولنیز بنسټ تیره پنج شنبه، 2017-11-23 نیټه په افغانستان او سیمه کې د امریکا اهداف او موخو په اړه ګټور علمي لکچر درلود.
دغه لکچر د ننګرهار پوهنتو استاد او پياوړي سیاستپوه پوهنوال منګل شیرزاد وړاندې کړ.
استاد شیرزاد وویل امریکا خپلې موخې په بیلابیلو ډولونو سره تعقیبوي:
– ناټو تړون کې راشاملول.
لومړی دا چې هیوادونه باید د ناټو په ساختار کې راټول شي. دغسې مهال که چیرته کوم هیواد د امریکا د ګټو خلاف شي، د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس اول ورته سیاسي مذاکراتو لار پرانیزي، که خبرې اترې پایله ورنه کړي، بیا یې په مقابل کې خپل ولسونه راپورته کوي او که چیرته دې برخه کې هم ولسونو ورسره دا ونه منله، نو بلاخره بیا پرې نظامي یرغل کوي او په دې ډول سره خپل اهداف ترلاسه کوي.
بل ډول یې داسې وي چې کله کوم هیواد په ناټو کې ورداخل شو، نو له دې وروسته هغه خلک چې په هماغه هیواد کې د امریکا د ګټو خلاف وي، پر ضد یې لاریونونه کوي، لکه په سفارت، قونسلګرۍ باندې بریدونو او نورو مظاهرو باندې لاس پورې کړي. بیا هماغه دولت په دې نامه چې ناټو کې ورسره غړیتوب لري یا یو ډول برخه ورکړل شوې او تعهد یې کړی، باید دا ډول غږونه بند شي، بیا نو هماغه دولت راپورته کیږي، ددغه ډله خلکو غږ بندولو هڅه کوي، چې بلاخره ګډوډي جوړیږي او بیرته امریکا ته محتاجیږي. لکه پاکستان یې چې په ناټو کې یو ډول سره شامل کړ، بیا چې کله پاکستان کې ځینو خلکو د امریکا پر ضد غږ پورته کړ، بلاخره پاکستان د کړي تعهد په وسیله هغه خلک په بیلابیلو سیمو کې بمبار کړل، لکه شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې چې بلاخره ستونزه یې ورته پيدا کړه او امریکا ته د مداخلې لاره پیدا شوه. چې اوس هم امریکا د بلوچستان له قضیې پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره کار اخلي.
– ۷۷ یا دریمه نړۍ.
دا هغه دولتونه دي چې د فقر تر خط لاندې ژوند کوي، چې دې کې ۷۷ هیوادونه شامل دي. امریکا خپله سرمایه وړي، په دغو ۷۷ دولتونو کې چې غریب هیوادونه دي، سرمایه ګذاري کوي.
دا سرمایه ګذاري به حتماً د فابریکو او ذخیرو په شان وي، هلته د هغه هیواد خلک په کار ګماري، مصروفه کوي یې. نو که چیرته هغه غوښتنې چې امریکا یې لري، همدا هیواد چې سرمایه ګذاري په کې شوې، ونه مني، نو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره له هغه هیواده سرمایه ګذاري باسي، چې ویې ایستله، نو په زرګونو کسان بې کاره کیږي، چې بلاخره دا خلک تنګیږي او بلاخره پر حکومت فشار راځي چې د امریکا غوښتنې ومني او څه چې هغه ورته وايي باید ویې کړي.
لکه امریکا چې افغانستان ته راغله، د پي ار ټي او نورو نومونو باندې کارونه او زمینې برابرې شوې، خو کله چې حکومت لږ داسې ګام واخیست چې هغوی ته د منلو نه وو، نو خپله هغه پروژې یې بندې کړې او خلک وزګار شو، بلاخره حکومت مجبوره شو څو تړونونه ورسره امضا کړي او غوښتنې یې ومني، ځکه بله لاره یې نه درلوده.
له دې وروسته نو بیا کولی شي سیاست کې یې هم ګوتې ووهئ، په خپله خوښه مقرري هم وکړي…، بس په همدې ډول سره یې نظام په خپل لاس کې کیږي، ځکه کسان یې په کې خپل وي چې څرنګه یې غواړي هماغسې یې لوبوي.
– د امریکايي نسل لپاره لوړه ټیکنالوژي زده کول.
د امریکا سیاستپوهان او حکومت په دې پوه شول چې که پس له دې نه موږ خپل نظامي قوتونه چیرته لیږو، پوځونو لیږو، تاوان هم راته کوي، مرګ ژوبله هم لرو او نړۍ کې بدنامیږو هم، نو ښه خبره ده چې موږ خپل نسل په ماډرن او عصري ټیکنالوژۍ سمبال کړو او ددې لپاره چې داسې وشي زیاتې پیسې په کار دي.
باید کانګریس دا پیسې تصویب کړي چې د امریکا نسل اوچت تحصیلات مفت وکړي. اوچته ټیکنالوژي زده کړي، دا ټکنالوژي به دوی تولید کړي، کله چې تولید شي، نو په قراره قراره د نورې نړۍ د همدوی ټیکنالوژۍ ته اړتیا پيدا کوي.
هغه داسې چې نوره نړۍ نوې ټیکنالوژي ترلاسه کول غواړي، هر نسل هڅه کوي چې باید نوې ټیکنالوژي وکاروي، دا ټیکنالوژي به بیا له کومه ځایه کوي، له هماغو هیوادونو چې تولید کړي یې وي، نو هغوی به ورسره حتماً خپل لارښوونکي او مشاورین لیږي، دا خلک چې ورسره ځي، حتماً به هغه هیواد معاش ورکوي، نو هغه پیسې چې هیوادونو ته یې د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس ورکړي، هغه هم بیرته د همدغه معاشاتو له لارې لاسته راځي، خپل اتباع یې هم بوخت کیږي، تر څنګ یې نورې بې بندوبارۍ ته هم تبلیغ کوي، چې بلاخره ټولنه چې څرنګه مخکې جوړې شوې، هلته درز راولي، فامیلي اړیکې سره شلوي او بلاخره یو ډول لانجو ته زمینه برابره کړي.
کله چې فامیلي اړیکې سره وشلیږي، مینه او محبت سره لاړ شي او نور کتلوري تړونونه چې مات شي، بلاخره عیاشۍ، عیش او عیشرت… زمینه برابره شوه، نو دغسې خلک چې عیاشي کوي پيسو ته ضرورت لري، پيسو لپاره به خامخا د یوه چا غلامي کوي، څو عیاشي پرې کړي، دوبۍ ته پرې لاړ شې او نورې عیاشیانې پرې وکړي. کله چې غلامي کوې هر څه به دې هغه چا ته ورکوې چې پیسې درکوي، دا چې د هغوی بیا څرنګه خوښه بس هماغسه به یې لوبوي…
یادونه: دا لکچر پای ته ونه رسید، استاد ژمنه وکړه چې بیا بیا به پر دې موضوع بحث ته راځي، ځکه موضوع پراخه ده او ان کتابونه پرې لیکل کیدای شي، نو په همدې اساس د نورو لکچرونو مهم ټکي به درته له لکچرونو کیدو وروسته خپاره شي.
ځوان ټولنیز بنسټ هره اوونۍ علمي لکچر ناستې لري، هر څوک کولی شي ګډون په کې وکړي.
پته: جلال اباد ښار، تلاشۍ چوک، پخواني ګمرک جومات ته مخامخ، سپين غر