عزت الله ادیب –
۷۱ کلن پرویز مشرف چې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسید…. د افغانستان نوي انتخاب شوي ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني احمدزي ته څو ورځې وړاندې د یو خارجي خبریال سره د مرکې پر مهال وویل چې پاکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال دې هڅه وکړي چې نازکې / ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي.
پرویز مشرف چې د پاکستان پوځي مشر او له تروریزم سره د جګړې په برخه کې د امریکا نژدې ملګری او متحد وو، هغه د خپلې واکمني پر مهال د طالبانو په ځپلو پراخ لاس پورې کړی وو چې په دې بهانه له امریکا او نورو غربي متحدینو څخه پیسې او مرستې تر لاسه او د نړیوالې ټولنې په سترګو کې خاورې ودوړوي، د هغه دښمني له هغه چا سره وه کومو ته چې د طالب او اسلامي جنګیالي په نوم په پاکستان کې پناه ځای ورکړل شوی وو، هلته ساتل کېدل، تمویل او تسلیح کېدل او بیا د پاکستان (ای ایس ایي) په اشاره د خپلو اهدافو لپاره جنګ ته استول کېدل، پاکستان او ای اس ایي تش په نوم اسلامي جنګیالي یا سخت دریځي د افغانستان او هندوستان په خلاف د یو فزیکي او روحي فشار په توګه کارول / کاروي تر څو نومړي دوه هیوادونه د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي، خو د طالبانو سره د مشرف دښمني د دې سبب شوه چې ځینې طالبان په داخل د پاکستان کې د مشرف او د هغه د حکومت په خلاف راپورته او د پاکستاني طالبانو په نوم یې جنګي او سخت دریځې ډلې جوړې کړلې او هلته یې په جګړو او بریدونو لاس پورې کړ چې تر اوسه هم جنګیږي.
(له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو څخه وروسته به په ناکراره سیمه افغانستان کې د هندوستان او پاکستان تر منځ نیابتي جکړه پیل شي). دا هغه خبرې دي چې پرویز مشرف په خپله مرکه کې کړې وه.
په تیرو ۱۳ کلنو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان مرسته اړینه وه خو پاکستان په خپلو کړیو وعدو وفادار نه وو او د پاکستان پوځ (چې د پاکستان په استخباراتو او خارجي پالیسي باندې نفوذ لري) د سولې په پروسه کې نه وو را ګډ شوی. دا ځکه چې هغوی په نیغه په افغانستان او سیمه کې په ورانیو کې ښکیل وو چې خپلې ورانکارې کړنې د اسلام او جهاد به نوم توجیح کوي چې د دې کار لپاره د جواز پیدا کولو په موخه یې د ملا فضل الرحمان او د کرکټ مشهور لوبغاړي عمران خان په څير مفتیان ساتلي.
مشرف ادعا کوي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ د سرحد په غاړه د وروستیو نښتو څخه وروسته پاکستان په افغانستان کې د هندوستان له نفوذ څخه ویره لري، خو دا خبره هیروي چې پاکستان په افغانستان کې د هندوستان او افغان حکومت په خلاف جګړه یواځې د دوه هدفونو لپاره کوي د کومو په اړه چې هر افغان پوهیږي، نومړي دوه هدفونه:
- د ډیورنډ کرغېړنه کرښه د رسمي پولې یا سرحد په توګه منل
- د هندوستان سره د افغانستان اړیکې او بیروني پالیسي د پاکستان په خوښه برابرول یا جوړول دي.
افغانستان د خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو او همکاري، او له نړیوالو سره د ستراتیژیکو اړیکو جوړولو کوښښ کړی چې دا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده، خو پاکستان له افغانستان سره تل په خپلو خبرو کې دروغ ویلي او د خپلو هدفونو لپاره یې په خپلو ورانونکو کړنو کې ډیر والی راوستلی.
هندوستان او پاکستان دوه اتوم بم لرونکي ګاونډیان دي چې هر یو یې د نیابتي ځواکونو په کارولو سره کوښښ کوي چې په افغانستان کې زیات نفوذ ولري، دې هدف ته د رسیدو لپاره پاکستان د شمالي ټلوالې، پښتنو مشرانو او ……. سره داسې اړیکې جوړې کړلې چې په نتیجه کې یې د افغان قومونو په منځ کې کرکه او نفاق را منځ ته کړ او همدې کار ته یې ځکه لمن ووهله چې ځینې خرڅو شویو پښتنو او تاجکو ته دا ثابته کړي چې شمالي ټلواله چې د هندوستان ملاتړ له ځان سره لري د پښتنو سرسخته دښمنه ډله ده، او د شمالي ټلوالې یا تاجک قوم په منځ کې یې د پښتنو سره د کرکې تخم وشینده چې هلته هم ځینې خرڅو شویو، پردي پالو او د قدرت تږیو د پردویو استخباراتي ډلو سره د هغوی په ورانکارو کړنو کې له حده ډیره مرسته وکړه او کوي یې.
خو که لږ هوښیار ووسو نو پوهیدای شو چې پاکستان د چا تر شاه ولاړ ده، او یا له چا سره مرسته کوي، د افغانستان د ولسمیشریزو ټاکنو پر مهال، کله چې ښاغلي عبدالله عبدالله ټاکنیزو ناندریو ته مخه کړه نو همدا پاکستان وو چې د عبدالله عبدالله سره یې لیدنې کتنې لرلې او د پاکستان په میډیا کې یې د هغه د بریا اعلانونه خپرول ( عبدالله عبدالله نیو افغان صدر منتحب). د عبدالله عبدالله څخه د پاکستان ملاتړ یواځې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې، د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د هغوی نفوذ او پاکستان ته د بهیدونکیو اوبو وو او بس.
پرویز مشرف د خپلو خبرو پر مهال په هندوستان تور پورې کړ چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې د ټریننګ مرکزونو له لارې په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکیو یاغیانو سره مرستې کوي. او په تیرو ۱۳ کلونو کې افغان ولسمشر حامد کرزي تل پاکستان د طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی چې څو ځله یې کره شواهد هم ورته وړاندې کړي، پاکستاني لوري د دې خبرو څخه انکار کړی او رد کړې یې دي. خو په پاکستان کې د اسامه بن لاندن وژلو، په پنجاب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ځای نښو( چې د هغه د ټویټر په پاڼه را ښکاره شوې) او په وزیرستان، کرمه ایجنسي، ټل او پیښور کې د حقاني شبکې او افغان طالبانو پراخ شتون له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ په ډاګه کړ چې نړیوالو پاکستان ته د دروغجن او له القاعدې څخه د ملاتړ کونکي هیواد نوم ورکړ او په نومړي هیواد یې شکونه په حقیقت بدل شول.
څه موده وړاندې پاکستان د کوزې پښتونخوا په وزیرستان سیمه کې د القاعدې په خلاف د عملیاتو اعلان وکړ د کوم په ترڅ کې چې سلګونه بې ګناه پښتانه وګړي شهیدان، ډيری یې بې ځایه او ډیر نور یې د خوست ولایت ته را کډه شول چې دلته د افغانستان د حکومت لخوا ورسره د افغان پښتون په حیث پرېمانه مرستې وشوې، نوموړیو پښتنو بې ځایه شویو له افغان دولت څخه وغوښتل چې دوی ته دې د استوګنې امکانات هم برابر کړي او زیاته یې کړه چې زمونږ پلرونو او نیکونو له دې خاورې سره اړیکې لرلې او مونږ سره د یو افغان او پښتون په حیث د پاکستان د حکومت لخوا داسې ظلم وشو چې د هغه په نتیجه کې مو کورونه وران، مشران، ځوانان او ماشومان مو شهیدان، ښځې مو کونډې او کورونه مو وران شول.
خو د حقاني شبکې او افغان طالبانو غړي یې ډله ډله د عملیاتو څخه وړاندې په کرم ایجنسي او د پاړه چینار په ځینو سیمو کې ځای پر ځای کړل، له دې څرګندیږي چې پاکستان او د هغه هیواد استخباراتي سازمان د اسلامي سخت دریځو تر شا ولاړ او په افغانستان او سیمه کې ورڅخه د خپلو ګټو او اهدافو لپاره کار اخلي.
د مشرف له خبرو، او په تیرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان له کړنو او تاریخ څخه په ډاګه مالومیږي چې په افغانستان کې ورانکارې کړنې څوک او د څه لپاره کوي، او ښه شوه چې پرویز مشرف پخپله په خپله ګناه اعتراف وکړ، نو اوس باید افغان دولت په دې اړه سمه پالیسي غوره کړي او له پاکستان سره پخپلو اړیکو او پالیسي کې ډیر هوښیار او چالاک و اوسي.