تاند- یوې نسبتاً زورورې زلزلې، چې شدت یې د ريښتر په حساب ۵ اعشاریه ۲ درجې اټکل شوی، تېره شپه ناوخته د افغانستان شمال لوېدیځ او د پاکستان ځینې سیمې ولړزولې.

تراوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور پر اساس، د دې زلزلې مرکز په افغانستان کې د هندوکش په غرونو کې تر مځکې  یوسلویو کیلو متر لاندې و.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۲ ښودلی خو د پاکستان د زلزله پېزندنې اداره وايي چې شدت یې ۵ اعشاریه ۹ و.

د زلزلې ټکالنونه د افغانستان په ټول شمال ختیځ او د خیبر پښتنوخوا په دیر او دغه راز قبایلي سیمو کې احساس شوی دی.

دوه کاله وړاندې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۵ درجې و، او مرکز یې د بدخشان ولایت د کران و مینجان ولسوالي و، ۳۹۹ تنه مړه کړل.

هندوکش غرونه د زلزلو مرکز ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *