تاند- د ملګروملتو د خوړو او کرنې ادارې یا فاو د نړۍ تر ټولو په بېوزلو هیوادونو لکه افغانستان، سوریې او سوډان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره د ۱۲۰ ملیون ډالرو غوښتنه وکړه.
فاو، چې مرکز یې په روم کې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان ۲۰۱۸ م کال په دوهمه نیمايي کې د وضعیت د لا خرابېدو خطر شته چې دا وضعیت د اغېزمن شویو سیمو حالات لا خرابوي.
دې ادارې په افغانستان، سوډان او سوریه کې وچکالي، په بنګله دېش کې سخت ورښتونه، د منځنۍ افریقا په جمهوریت کې جګړې، په هیټي کې توپانونه او په عراق، میانمار او ساحل کې د حاصلاتو کموالي د دې سبب بللی چې په دغو هیوادونو کې اضطراري مرستو ته اړتیا پیدا شي.
فاو ویلي چې د دغو ستونزو لپاره ۱۲۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده څو د کال په پاتې شپږ میاشتو کې ۳ ملیونه او ۶ لکه تنو ته خوراکي مرستې برابرې کړي.
د ملګروملتو دا اداره همداراز وايي چې په نړۍ کې د ۳۳ ملیون تنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغو یو ملیارد ډالرو، چې د کال په پیل کې یې غوښتي وو، تر ۳۰ فیصده لږې یې ترلاسه کړي دي.
سږ کال په افغانستان کې ډېر خلک د وچکالۍ له کبله د لوږې له خطر سره مخامخ دي. په یو شمېر سیمو کې د مالدارو رمې ضایع شوې او ډېر ماشومان په سو تغذیه یا خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره وايي، له نړیوالې ټولنې څخه غوښتې پیسې به په اغېزمن شویو هیوادونو کې د حاصلاتو او تخمونو د کیفیت په ښه کولو، زراعتي وسایلو، د څارویو په خوړو، واکسیناسیون او د اوبو لګولو د سیستمونو په ترمیمولو ولګوي.