د پيسو پړسوب د لفظ په مانا د پيسو زياتوالي ته وايي خو دا قتصاد د پوهې له نظره يو داسې حالت دی چې په هغه کې د توکو قيمتونه لوړ او د پيسو ارزښت ټيټ وي يا د دوديزو قيمتونو په وخت کې د توکو او چوپړتياوو عرضه نسبت تقاضا ته لږ وي نو له دې کبله قيمتونه لوړ ځي او د پيسو پړسوب رامنځته کيږي. د پيسو پړسوب په خپل ذات کې دوه ډوله اغيزې لري چې ښې او بدې اغيزې دي خو دا په هغو هيوادونو کې وي چې په اقتصادي لحاظ توليدي وي نه مصرفي هيوادونه ځکه په توليدي هيوادنو کې چې کله قيمتونه لوړيږي ،د کاروباري ادارو ګټه ډيريږي ،کاروباري ادارې ډيره ګټه تر لاسه کوي ،د هيواد توليدات ډيريږي،د توليداتو په ډير والي سره خلکو ته کار پيدا کيږي،د قيمتونو د لوړيدو له امله په هيواد کې پانګونه ډيريږي ،د توليد نوې نوې طريقې رامنځته کيږی ،چې په ټوليزه توګه د هيواد اقتصادي پرمختګ د چټکتيا سبب ګرځي. خو کله چې يو هيواد مصرفي هيواد وي خپل توليدات ونلري کله چې قيمتونه لوړ شي غريب او ثابت عايد لرونکې خلک ډير اغيزمن کيږي ځکه دوی د پخوا په څير نشي کولای تر څو خپلې اړتياوی پرې پوره کړي،د پيسو د پړسوب په سبب کاروباري خلک ډيره ګټه ترلاسه کوي غريب او ثابت عايد لرونکي خلک بدتر يږي ټولنه په دوه طبقو ويشل کيږي،د پيسو د پړسوب په وجه په هيواد کې د توکو قيمت لوړ ځي صادرات کميږي واردات په خپل حال وي چې ورسره د سوداګرۍ د بيلانس له کسر سره مخامخيږي او په هيواد کې د سودا اندازه ډيريږي چې په پانګونې بدې اغيزې لري.د پيسو د پړسوب څخه يوازې کاروباري خلک ګټه پورته کوي ځکه قيمتونه لوړ ځي او د هغوی په ګټه کې زياتوالی راځي خو په مقابل کې ثابت عايد لرونکي او غريب خلک له ډيرو ستونزو سره مخيږي نو له دې کبله بايد د پيسو د پړسوب مخه ونيول شي په يو هيواد کې د پيسو د پړسوب د مخنيوي لپاره لاندې اقدامات تر سره کيږي:
- مالي اقدامات : د پيسو د پړسوب د مخنيوی لپاره چې حکومت د خپلو لګښتونو کې ډیر والی يا کموالی راوالي دې ډول اقداماتو ته مالي اقدامات وايي:
- د مالې زياتوالی : د خلکو د عوايدو د کموالي لپاره حکومت د په مخامخ ډول مالیه ډیروي چې له يوې خوا د خلکو لګښتونه راکم کړي له بلې خوا د حکومت د توليدي پلانونو لپاره په بشپړه توګه امکانات برابريږي.
- د حکومتي لګښتونو کموالی : د پيسو د پړسوب په وخت کې حکومت خپل غيرې توليدي لګښتونه نه تر سره کوي چې دا لګښتونه په پرمختيايي پلانونو لګوي.
- له خلکو پورنه اخيستل : د پيسو د پړسوب د مخنيوي لپاره حکومت له خلکو څخه پورونونه اخلي چې ورسره د خلکو د اخيستلو ځواک کميږي ، د توکو قيمتونه ټيټيږي چې د پيسو د پړسوب مخه نيول کيږي.
- د پيسو د بهرني ارزښت ډير والی : د پيسو د پړسوب د مخنيوي لپاره د پيسود بهرنی ارزښت لوړوي چې ورسره صادرات کميږي او واردات ډيريږي چې د توکو په عرضه کې ډير والی راځي د توکو قيمتونه ټيټيږي چې د پيسو د پړسوب مخه نيول کيږي.
خو له بده مرغه د افغانستان بانک د افغانيو د پړسوب پر ځای د لوړرتبه مامورينو معاشات لوړوي تر څو دوی وکولای شي خپل ژوند لاپسې ښه کړي د ساري په ډول د افغانستان بانک د مالي امر معاش ۲۷۳۰۰۰ افغانۍ دی دا په داسې حال کې چې نوموړی امر تير کال د کاردان له پوهنتون څخه فارغ شوی همداسې بادشاه خان مومن زاده چې په ناظرکل د افغانستان بانک د ټولو د مشر سلاکار دی لوړې زده کړې هم نلري ۱۶۶۰۰۰افغانۍ معاش لري چې اوسمهال دريرش زره افغانۍ نورې هم د تخصيصي په نامه تر لاسه کوي تاسو وګوری چې که په يو هيواد کې د پيسو پړسوب رامنځته کيږی هلته حکومت خپل لګښتونه کموی خو په دافغانستان بانک د دولت د خزاندار په توګه د لوړ رتبه مامورينو معاشات نور هم لوړوي او تل دې ته ليواله وي تر څو پړسوب لا پسې ډير شي تر څو دود معاشات نور هم لوړ شي .او لګښتونه لاپسې ډيروي . په همدې ډول قيس مومند چې يوازې په دې پوهيږي چې د کارمندانو کار او هغه چې خلک چې نوي مقرريږي تم کړي او يا ورته وايي بست نشته کله چې بست پيدا شو زنګ درته وهو خو ۳۵۰۰ډالره معاش ترلاسه کوي .
د دې ډول اشخاصو شمير تر سلو ډير دی او کيدايي شي چې په راتلونکي کې د افغانستان بانک او افغانۍ له يو داسې ناورين سره مخ شي چې بيا بې د را کابو کولو هيڅ ډول لار نه وي .
محمد افغان لټون