دیارلس کاله کېږي چي په افغانستان کي طالبانو د افغان دولت او خارجي ځواکونو پر ضد په اصطلاح د جهاد(سیاسي جنګ) اعلان کړی دی. طالبانو دې جنګ ته ديني رنګ ور کړی او دعوه يې کړې چي د خارجیانو په شتون کي د اسلام دين دوئ امر کړي چي جنګ وکړي. له دې جنګ څخه د دوئ يوه موخه د خارجیانو ایستل او بله موخه يې په افغانستان کي اسلامي نظام جوړول دي. زه په دې مقاله کي د طالبانو د جنګ سیاسي اړخ ډېر نه څېړم ځکه دا ډېره لویه لیکنه غواړي يوازي په اشارو بسنه کوم، پر دې هم نه ږغېږم چي د اسلامي نظام په نوم د اسلام په دين کي کومه اصطلاح د قران او سنت له مخې شته او که د واک غوښتونکو له لوري دا له ځانه جوړه دين ته منسوبه اصطلاح يوازي سیاسي قدرت ته د رسېدلو لپاره رامنځته شوې ده. بلکي په دې مقاله کي يوازي هغه شرعي دلایل څېړم چي د هغو په شتون کي د تيريګرو خلاف جګړه روا او د هغو په نه شتون کي هغه خلګ هم د جنګ جواز نه لري چي نورو يې پر حقوقو تېری کړی.
دا يو حقیقت دی چي امریکا او اتحادیانو يې په افغانستان کي يو واکمن نظام نسکور او پر ځای يې بل نظام جوړ کړ. د امریکا په مرسته جوړ شوي دې نظام له امریکا او نورو هیوادونو سره په هره برخه کي ښې تودې اړيکې درلودې. طالبانو په دې بانه چي امریکا هیواد اشغال کړ د هغوئ پر ضد د ديني جګړې اعلان وکړ او د افغان دولت مخالفت ته يې ځکه ملاتړلې چي له امریکا او اتحاديانو سره نژدې پوځي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې لري. د طالبانو له ليکنو او ملاتړو ملایانو له بیانونو يې ښکاري چي همدا دوه ټکي د دې جګړې اساسي عوامل دي.
که دا ومنو چي خارجیانو له طالبانو سره ظلم کړی، طالب نظام دومره هم مجرم نه وو چي د پوره نظام د ړنګولو سزا يې ور کړل شوې وای، بلکي د هغه وخت شته ستونزې په ډیپلوماټيکو لارو حل کېدای شوای، مګر بیا هم په اوسنيو حالاتو کي طالبان د شريعت له مخې د امریکا او شته نظام پر ضد د وسلوال پاڅون جواز نه لري. په لاندي لیکو کي څو هغه ټکي په ګوته کوم چي زما د ديني او شرعي معلوماتو په رڼا کي يو څوک د حقوقو له تلف سره د شرعي جنګ(روا قتال) شرعي اجازه نه لري.
- د جهادي لیکو اتحاد او د يوه امیر شتون: د قران او سنت په رڼا کي دا خبره د لمر په شان روښانه ده چي جګړه يو ټولنيز عمل دی او د دې ټولنیز عمل لپاره لازمي ده چي د کوونکو ترمنځ به يې اتحاد او پر يوه امیر اتفاق موجود وي ځکه د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره جګړيیزه لار اصلا په خپل ذات کي فساد، وحشت او بربر يت ده مګر دا چي بله لار موجوده نه وي نو هم شريعت او هم عقل دې سختې لاري ته اجازه ور کړې ده. د امیر په اړه د قران کريم د بقرې سورې په ۲۴۶ ايت کي راغلي چي بني اسر ايلو تر موسی علیه السلام وروسته خپل نبي ته وویل: ” موږ ته مشر وټاکه چي د الله په لار کي جنګ وکړو؟. ده ورته وویل: هسي نه چي (د امیر په ټاکلو) جنګ درباندي فرض شي او بیا مخ ترې واړوئ؟. دوئ وویل: موږ به ولي له جنګه مخ اړو په داسي حال کي چي له خپلو سيمو او زامنو پسي اخیستل شوي يو.”
له دې ايته په ښکاره معلومېږي چي که پر يو چا تېری وشي، هیواد يې اشغال او خلګ يې زندان ته ولېږل شي، مګر چي د جنګ لپاره يو امیر او مشر ونه لري جنګ يې نه جواز لري او نه د انبیاؤ پر لار برابر قتال دی. په يوه حدیث کي هم راغلي: وَإِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِه(بخاري: ۲۹۵۷)
ژباړه: مشر ډال دی، له ده سره يوځای(د نورو خلاف) جګړه کېږي او په ده ځان ساتنه کېږي.
له دې حدیثه ښکاري چي امام د جګړې لپاره د ډال په شان اړين دی، له ده سره يوځای د دښمن خلاف جګړه کېږي او له ده پرته شونې نه ده.
که طالبان د خپل امیر د شتون دعوه وکړي، نو دا هم يو حقیقت دی چي د دوئ امیر د دوئ تر خپل منځ اتفاقي نه دی. د نظام خلاف جګړمار يوازي طالبان نه دي، بلکي سلفیان، حزب اسلامي، القاعده، داعشیان او طالبانو ته منسوبې څو ډلې دي. د دې هرې ډلې امیر ځان ته دی، نه د طالبانو امیر له دوئ خپل جلا شوي کسان مني او نه يې ور سره دا نوري یادي ډلي امیريت تاييدوي. نو دا چي اتفاقي امیر شتون نه لري، جګړه يې هم له شرعي پلوه جواز نه لري. بل لور ته د دوئ امير که وي هم له خپلو کسانو سره په کال نه په دوه دورې کاله کي هم نه ويني، ځکه د بل په هیواد کي د هغوئ سيوري ته ژوند کوي نو هر پروګرام چي بهرني ور کوي دوئ يې په پلي کولو مجبور دي. ان ملا عمر دوه نیم کاله مخکي مړ وو خو طالبان يې په مرګ هم خبر نه ول، د دفاع وزير ملا عبید الله يې د اسلام اباد په زندان کي مړ شوی وو، خو هيڅ طالب هم په خبر نه وو. يو کال وروسته پاکستاني چارواکو طالبانو ته سي ډي ور کړه چي د ملاعبید الله د مرګ خبر او د قبر په اړه يې معلومات په کي ول. رسول الله هم د جهاد امیر وو، مګر خپلواک او د مجاهدينو په منځ کي موجود وو، تل يې مخامخ امر ورته کاوه، قومانده يې ور کوله، مشورې يې ور سره کولې، یا به د جنګ په میدان کي حاضر وو او يا به يې مشر ورته ټاکلی وو چي هغه به لازما له اصحابو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کي موجود وو. مګر د طالبانو حال داسي نه دی، نه يې خپله امیر موجود وي او نه يې ټاکلی نايب ځان ښکاره کوي، له دې امله نو دوئ دوه درې کاله د مړو په قومانده هم جنګېدل ځکه د غایب امام په قومانده کي نو داسي کړنې حتمي دي.
قران د الصف سوري په ۴ نمبر ايت کي وايي چي الله د ده په لار کي له هغو جګړه کوونکو سره مينه کوي چي د ګچين دېوال په شان يو صف وي. بل ځای وايي: خپل منځي شخړې مه سره کوئ په پایله کي به يې سست شئ او رعب و دبدبه به مو ختمه شي. له دې اياتونو ښکاري چي د جګړې لپاره بل اساسي شرط اتحاد او يووالی دی، که اتحاد او يووالي نه وي، نو د هغه جنګ به هر ملت داسي دروند تاوان ادا کوي لکه د روس خلاف چي افغانانو دا تېروتنه وکړه او تاوان يې تر هغه زیات وو چي د روس خلاف لس کلنه جګړه کي يې کړی وو.
- د خوندي او خپلواکې سرپنا شتون: د خپل حق او خپلواکي تر لاسه کولو لپاره دويم شرعي شرط دا دی چي مقاومت کوونکي ټولۍ به خپلواکه او خوندي سرپنا لري. مثال يې د رسول الله او اصحابو د ازادي او خپلواکي شرعي جنګ وو چي مدينې ته تر راتلو وروسته يې ځکه لاس په پوري کړ چي يو خو مکیانو ظلم ور سره وکړ او بل لور ته دوئ خوندي خپلواک سرپنا ځای پيدا کړ. په افغانستان کي اوسني مقاومت کوونکي ډلې يوه هم نه خوندي سرپنا ځای لري او نه يې هم هلته خپله رایه چلېږي. پاکستان د طالبانو، القاعده او حزب اسلامي په شمول د هرې ډلې لوړ رتبه مشران نیولي یا يې امریکا ته سپارلي، یا يې په خپلو زندانونو کي وژلي او یا يې تر اوسه هم په زندان کي ساتلي دي. اسامه يې اسلام اباد ته نژدې پنځه شپږ کاله پټ کړ او اخیر يې په امریکایانو مړ کړ، اختر منصور يې څوکاله وساته مشرتوب ته يې ورساوه او بیا د پاکستان په رضایت امريکایي الوتکو په نښه کړ، استاذ یاسر په پېښور کي ونیول شو او د پېښور په زندان کي له شکنجو مړ شو، حاجي حافظ ( د طالبانو د ماين جوړوونکي ګروپ مشر ) په پېښور کي بندي شو او کله چي را خلاص شو نو د بدن نور غړي خو يې پرېږده سترګې يې هم نه شوای رپولای. ملا سلام ضعيف يې له سفارته راکش کړ او لڅ يې امريکایانو ته په لاس ور کړ. خیر الله خیرخوا ته يې د پښتنو په چمن کي ځای ور نه کړ او تر ور اوښتلو سمدستي وروسته يې ګرفتار او خپل بادار ته يې حواله کړ. د پاکستان په کوټه کي زما خپله هغه حالت هم په یاد دی چي پاکستاني پولیسو به لونګۍ او افغاني جامې لرونکی طالب وليده که به هر ځای وو د ګزمې موټر ته يې دننه کاوه او تاڼې ته يې بیوی حتا داسي لا هم ول چي طالب به ځني ځغستل او له شا به پولیس ورپسي ځغستل تر هغو به سره پسې ول چي یا به طالب په يو کور کي ځان پټ کړ او یا به پولیسو ونیوی. که څوک په دې حال کي د ازادي او خپلواکي لپاره جنګېږي نو لومړی بايد خپل ځان د پاکستان له دې بې رحمه غلامي ازاد کړي او بیا د خپلواکي لپاره مبارزه وکړي. د طالبانو سر پنا نه خوندي ده او نه هم خپلواکه، له دې امله يې مقاومت شرعي جواز نه لري.
- د داسي ځواک او قوت درلودل چي دښمن ځني وډار شي: بل شرط چي قران يې په ښکاره ټکو يادونه کړې د ځواک او قوت لرل دي چي دښمن ترې وډارېږي. قران د جګړييزو اصولو په بیانولو خپل پيروان مکلف کوي چي دښمن ته له خپل وس سره سم چمتو اوسئ، دا که د قوت و ځواک تیاري وي یا د اسانو تړل، څو د دې ځواک په مټ خپل او د الله دښمنان وډار کړئ.(الانفال: ۶۰) له دې ایته ښکاري چي د مقاومت لپاره د قران کريم له مخې يو داسي قوت ته اړتیا ده چي دښمن ترې سترګه وکړي. قوت ځکه لازمي بلل شوی چي جنګ تخريب پېښوي، نو که يو لور ته تخريب پېښ شي اوبل لور ته هدف ته رسېدل هم نه وي دا د انسانيت لپاره يوه لویه ضایعه ده، له دې امله يې ځواک لازمي کړی څو هدف ته رسېدل شوني کړي. له امریکا سره د طالبانو او نورو مخالفانو د جنګ مثال د پشي او زمري دی. طالبان د ټیکنالوجي په نوم هيڅ نه لري، له طالب سره نه انجنیر شته نه ډاکټر، نه پيلوټ شته نه ټانکي، نه هوايي پوځ لري او نه د دښمن د هوايي ځواک دفاع کولای شي او نه منظم، روزل شوی خاص ځمکنی پوځ لري چي له امریکا سره د هغه په وسیله جنګ وکړي، بلکي د دوئ د مقاومت لیکو ته راغلي کسان داسي هم شته چي له توپنچې او ماشين سره هم نااشنا وي، له دې امله دوئ ډېر وخت په خپلو وسایلو هم مړه کېږي. نه اقتصادي سرچينې لري او نه يې په دې عصري نړۍ کي په چم پوهېږي چي څه ډول خپل اقتصاد پر خپلو پښو ودروي، یوازي د پاکستان او عربو پر پیسو يې تکیه ده او د زخمیانو په برخه کي ۹۵ سلنه مصرف سور صلیب ور کوي.( دلته د طالبانو په اړه د يوې خاطرې یادونه به بده نه وي. د طالبانو له يوه هوښيار او لیکوال کس څخه مي يوه ورځ پوښتنه وکړه چي طالبان له پاکستانه مرسته غواړي خو پاکستان بیا د امريکا غلام دی، په قانون کي يې غیر شرعي مادې شته او فحشا يې موږ و تاسو ټول وينو، طالبانو ته څنګه دا روا ده چي دلته له پاکستانه کومک غواړي او په افغانستان کي بیا د هغه نظام پر ضد جنګېږي چي له همدې امريکا مرسته اخلي؟ ده وویل: له فاسق مسلمانه مرسته جواز لري خو له کافر جاهره کومک غوښتل په شريعت کي جواز نه لري. دې کس د بحث حوصله نه در لوده که مي يوه بله پوښتنه ځني کړې وای نو په غوسه کېده او ټاپې يې لګولې ځکه مي نو ورته ونه ویل چي د امريکا په مرستو پاکستان فاسق مسلمان دی او افغانی په همدې مرسته مرتد ، کافر او پر ضد يې جهاد فرض عین شو.)
طالبانو د خدای په نصرت هم خپل کسان او عوام خلګ خطا کړي دي. دوئ وايي له موږ سره د خدای نصرت دی. دوئ او يو شمېر خلګ داسي فکر کوي چي د خدای نصرت به نو مجسم شی وي او ښکاره به راروان وي دښمن به تبا کوي. د خدای پر نصرت هغه مهال باور درلودل چي ته يې د شريعت په تول پوره وخېژې سمه خبره ده او نصرت هم یوازي نفسیاتي ډاډ دی نه فزيکي مرسته. طالب ملاتړي د خپل مقاومت د روايښت لپاره د اصحابو مثال ور کوي چي هغوئ هم زموږ په شان ول مګر د مکیانو پر ضد يې جهاد پيل کړ. په دې یاده خبره کي حقیقت نه شته، تاريخ او د حدیثي کتابونو روايات دا خبره نه تاييدوي. مکیانو نه الوتکې درلودې او نه ټانګونه، بلکي له هغوئ سره هم تورې، ډال، نېزې او غشي ول او له مسلمانانو سره هم ول. دا خبره ناسمه ده چي مسلمانانو هيڅ نه در لودل او مکیان په هر څه سمبال ول. یوازي د شمېر له مخې مکیان زیات ول چي دا کمۍ مسلمانانو په خپله تونده جګړه، خپله شناخته سیمه، مرکز ته نژدېکت او استخباراتي معلوماتو پوره کاوه. د اصحابو او دوئ يو توپير دا هم دی چي هغوئ له غلامي ځان خلاص کړ د خپلواکي په حالت کي وجنګېدل مګر دوئ په خپل هیواد کي ازاد ول، غلامي ته ولاړل او اوس په غلامي کي د ازادي لپاره جنګېږي. يو بل فرق دا هم دی چي اصحاب مکیانو خپل دين ته نه پرېښودل مګر طالب ته د ده د شرعي اعمالو په اړه تر ننه هم په هیواد کي چا څه نه دي ویلي. که څوک د روس د جګړې مثال راوړي نو دا هم ناسم دی، ځکه روس زموږ د سر په قربانيو نه دی وتلی بلکي د نړۍوالو بې تحاشا مرستې، مشورې، وسلې او اخیر سټينګر توغندي ول چي روس يې له شکست سره مخ کړ.
- له جنګ سره د هغې سيمې د مسلمانانو اتفاق: لکه مخکي چي مي وویل جنګ يو ټولنیز عمل دی چي ټولنیز فساد او تخريب هم ور سره ملګری وي. له دې امله قران پاک دا شرط ايښي چي ټولنیز کارونه به دمسلمانانو په خپل منځي مشوره تر سره کېږي. وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ (الشوری: ۳۸)
طالبانو او نورو جګړمارو ډلو د افغانستان له څو فیصده خلګو سره مشوره کړې؟ په دې روان جنګ د افغانستان ولس سخت په غوسه دی او د همدې جګړې له امله د افغانانو غوسه تل د پاکستان په وړاندي را پارېدلې ده او را پارېږي. ځکه دوئ پوهېږي چي جنګ د نورو هیوادونو د سیاسي ګټو لپاره روان دی او موږ په هر حالت کي بایلونکي يو، نو ولي ځانونه د نورو د ګټو لپاره قرباني کړو؟ له دې امله افغان ملت په دې جنګ کي برخه نه اخلي او د نورو له لخوا په زور پرې تپل شوی دی.
- د کار وړ کسانو ته د کار سپارل: قران پاک امر کړی دی چي کار اهل کار ته وسپارئ.(النساء: ۵۸) دا ټولو ته معلومه ده چي د نسا سورت په مدينه کي نازل شوی او هلته مسلمانانو يو نظام جوړ کړی وو. نو امانت اهل ته سپارل همدغه معنا لري چي د کار وړ کسانو ته دي واک ور کول شي، ځکه واک او قدرت له انسان سره تر ټولو غټ امانت دی او بايد په استعمال کي يې له پوره امانتداري څخه کار واخلي.
د طالبانو او نورو مخالفينو ليکو ته که سر ور ښکار کړل شي نو هر چا ته به ثابته شي چي دلته کار او مشرتوب نااهلو ته سپارل شوی. د دوئ د نظامي لیکو زیاتره بلکي که ټول ووايو هم به مو مبالغه نه وي کړې نظامي زده کړې نه دي کړي او نه هم په دې نوم څه پېژني. جنګ يوازي ټک نه دی، بلکي نور زیات اړخونه لري چي له دې اړخونو يې هم دوئ ډېری ناخبره دي او حتا ښه لوی شمېر خو يې لا دا هم وايي چي اړين بیخي نه دي، ځکه رسول الله او اصحاب هم د دوئ په شان له دې هر څه ناخبره ول مګر بریا تل له دوئ سره وه. مثال له ممثل سره سر نه خوري، ځکه يو خو هغه وخت جنګونه زیات پيچلي نه ول او نه يې زیات بعدونه در لودل، بل خوا اصحاب د عربو اوسيدونکي ول او ټول ژوند يې په حرب و ضرب کي تېر شوی وو، جنګ هغوئ ته د لوبو يوه وسیله ښکاريده، له دې امله چي کله دوئ پر ایران او روم حملې وکړې نو د هغو هیوادونو منظم پوځونه يې په مخه کړل چي دا خپله په جنګ کي د هغوئ وړتیا په ګوته کوي. له لویه سره د دوئ يو په بل پسي مشران(ملا عمر، ملا منصور او ملا هبت الله) دي چي ټول د مدرسې زده کوونکي یا ځني فارغ دي نو د دوئ يې له پوځي چارو سره څه؟ دوئ څومره پوهېږي چي له کوم دښمن سره دوئ مخ دي، د هغو په نسبت موږ څومره قدرت لرو؟ د هغو د نظامي ځواک(هوایي او ځمکني) مقابله څنګه وشي؟ په عربي کي يوه متل دی چي وايي: لکل فن رجال. یعني د هر کار لپاره خپل خلګ شته. جنګ هم يو فن دی چي خپل نظامي کسان ورته اړین دي، نه د مدرسې طالبان. ځکه طالب د د نن زمانې له ټيکنالوجي سره ډېر ناشناخته دی بیا د امریکا په شان د يوه پر مختللي هیواد له پر مختللې ټيکنالوجي سره خو مطلق نابلده دي. نو داسي کسان څنګه د امريکا پر ضد جګړه کوي چي په الف او باء يې خبر نه دي؟ دې کار ته نه عقل جواز ور کوي او نه هم نقل. پيغمبر علیه السلام په جنګي چارو کي تر ابوهریره او ابن عمر رضی الله عنهما خالد بن وليد(رض) ته ترجيح ور کوله ځکه پوهېده چي جنګ د خالد فن دی، نه د ابوهریره او ابن عمر رض یا د دوئ غوندي نورو اصحابو.
- د بې ګنا کسانو نه وژل: قران او د رسول الله سنت موږ ته راښيي چي په جګړه کي به بې ګنا کسان نه وژل کېږي. قران د مايدې سو رې په (۳۲) نمبر ايت کي وايي چي د يوه انسان وژل دومره لوی جرم دی لکه ټول انسانان چي ووژني. په دې اړه د حدیثو او سېرت په کتابونو کي بیا- بیا دا روايات نقل شوي چي رسول الله د هغو کسانو له وژلو منعه کوله چي په جګړه کي يې ګډون نه در لود. په يوه روايت کي دي: عَن أنس – رَضِي الله عَنهُ – أَن رَسُول الله – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ – قَالَ: ” انْطَلقُوا بِسم الله وَبِاللَّهِ، وعَلى مِلَّة رَسُول الله، وَلَا تقتلُوا شَيخا فانياً، وَلَا طفْلا، وَلَا صَغِيرا، وَلَا امْرَأَة (مختصر خلافیات بیهقي)
ژباړه: انس رضي الله عنه وايي چي نبي علیه السلام وويل: دالله په نوم او پر نبوي ملت ولاړ شئ او پر الله تکیه وکړئ، خو بوډا مه وژنئ، ماشوم مه وژنئ، کوچنی مه وژنئ او ښځه مه وژنئ. په يوه بل روايت کي راغلي دي چي ښځې او په عبادت خانو کي ناست کسان مه وژنئ. (ابوداؤد)
له دې نصوصو څرګندېږي چي په جګړه کي د بې ګنا کسانو وژل مطلق نه دي روا، که څوک د همدغه خدای او دغه رسول په نوم او د دوئ لپاره څوک وژني نو هغوئ ورته وايي چي دا کار زموږ په امر مه کوه. خدای او رسول په خپلو پيغامونو کي د انسانانو له وژنې منعه کړې ده او د دوئ په نوم وژنو کي له دې پرته چي یا ايات ناسم تعبیر کړي او یا دروغ حدیثونه په رسول الله پسي ووايي بله لار نه لري چي د خپلو بدو اعمالو لپاره کومه شرعي بانه جوړه کړي.
- مسلمانانو ته د جګړې ګټه: په کوم څه کي چي ګټه نه وي هغه کار د انسانانو د وينو په تويولو او سرونو په رغړولو ولي وشي؟ قران کريم وايي: قتال له دې سره چي تاسو ته ښه نه ښکاري( ځکه تخريب، وژنې او ستونزې دی) مګر(په اوسنيو حالاتو کي) تاسو ته ګټه لري.(البقره: ۲۱۶) له دې ايته معلومه شوه چي قران په هغه صورت کي قتال ته جواز ور کړی چي مسلمانانو ته ګټه ولري. د رسول الله او اصحابو په جهاد هغوئ د خپل دين ساتنه وکړه، خپلواکي يې وساتله، د مکیانو د ظلم او پر دين د زورونې(فتنې) مخه يې ونیوله. په افغانستان کي د طالبانو د روان جنګ په عمومي ډول ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړي ډول افغانانو ته کومه ګټه رسېدلې او رسېږي؟ هیواد يې وران، مکتبونه خراب، ماشومان او ځوانان يې له زده کړو محروم کړل، د کارونو مخنیوی او د بې روزګارۍ زیاتېدل، د هیواد ملي پوځ، ملي پولیس او ملي امنيت د زيات شمېر کسانو وژل، هیواد په نړۍ واله سطحه د ترهګرو ځاله جوړول، د ولسي خلګو مرګ ژوبله، د هر چا لپاره هیواد بې امنه کوله او له همدې امله له هیواده د زرګونو لوستو کسانو تښتېدل، خپله د طالبانو په ليکو کي د زرګونو کسانو وژل، ژوبلېدل او بندي کېدل د دې غیر شرعي جنګ بده نتېجه ده. د خپل هیواد ژورناليست اجمل نقشبندي يې له ایټالوي خبریال سره ونيوه او سمدستي يې مړ کړ او اوس يې پاکستانیان له لوېدلې چورلکې په همدې خاطر ژر را کښته کړل چي څوک زیان ور ونه رسوي او ښه خوندي يې پېښور ته ور ورړل. طالب د خپل هیواد خبریال شهيد کړ او پاکستانیان يې خوشي کړل، ولس ته د دوئ د جګړې همدغه ګټه رسېږي. نو کله چي په دې جنګ کي یوازي د جګړې يو اړخ(تخريب، وژنه او مشکلات) پاته شول او ګټه يې له صفر سره برابره شوه، نو شرعي روايښت يې هم ختمېږي.
- د رسول الله جهاد او د طالبانو جګړه: د طالبانو اوسنی جنګ د نبي علیه السلام او اصحابو له جهاد سره پرتله کېدای نه شي. ځکه رسول الله له مکې هجرت ته اړ کړل شو، ملګري يې حبشې او مدينې ته وشړل شول، په مکه کي خپلو ديني چارو ته نه ایله کېدل، همدا دين د دښمني بنسټ وو او مکیانو له دې امله تر خپله وسه پر مسلمانانو وحشت وکړ. رسول الله هجرت وکړ، د مدينې خلګ يې له ځان سره ملګري کړل، په پوځي، اقتصادي، مشاورتي او له جګړې سره په تړلو برخو کي يې ځان خپلواک کړ له دې هر څه سره يې هغه ټول شرايط پوره کړل چي پاس ما یاد کړل تر دې وروسته نو الله د قتال اجازه ور کړه. مګر په يادو خبرو کي طالبان د رسول الله او اصحابو په پرتله بالعکس دي.
له دې اوږده بیانه ثابته شوه چي د طالبانو روانه جګړه له اره شرعي جواز نه لري، نه د قران یاد شوي شرطونه دوئ پوره کړي، نه يې د رسول الله په قولي او فعلي سنتو کي پيروي کړې، د جهاد لپاره هغه اړينه تګلاره چي رسول الله خپله کړې وه دوئ په خپل جنګ کي هغه لار نه شي تعقبیولای او نه يې تر اوسه تعقیب کړې له دې امله نو وايم چي د قران کريم، نبوي تګلارې او نبوي ویناوو له مخې طالبان د جګړې اجازه نه لري.
اسد/ ۲۷/ ۱۳۹۵
د طالب جګړه نه دينی اړخ لری
او نه هم په اسلام کې ورته اجازه شته
دا د استخباراتو ناروا مردوده جګړه ده
چي ګټه یې پاکستان، ایران، امریکا او نورو استخباراتو ته رسېږي
مګر دواړو خواوو ته پکې افغان وژل کېږي
کور د افغان ورانېږي
ماشوم د افغان یتیم کېږي
الله دې طالبانو ته هدایت وکړي
او که هدایت نه وي الله پاک یې د خاورې له سره ورک او پوپنا کړي