اعلاميه

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ١٠

کندهار افغانستان- د ملګرو ملتونو له خوا په يو نوي خپاره سوي راپور کي د روان ٢٠١٣ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د ملکي افغانانو  مرګژوبله ٢٣ سلنه زياته ښودل سوې او د ٧٣ سلني عاملين وسلوال طالبان په ګوته سوي دي.

کندهار ولايت مقام د ملګرو ملتونو له خوا د ملکي وګړو د مرګژوبلي په اړه د خپرې سوې سروې او راپور څخه په حمايت غواړي پر وسلوالو طالبانو ږغ وکړي چي نور له مخالفتونو او په خاصه توګه د ملکي افغانانو له وژني لاس واخلي او د سولي له پروسې سره يو ځاى سي.

د افغان دولت وسلوالو مخالفينو به همېشه ويل چي دوى په افغانستان کي د استثمار،يرغل او بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګيږي او هغوى ته د زيان اړولو لپاره پر سړکونو خامه لارو ماينونه ښخوي، ولي اوس چي بهرني پوځونه هم له کليو او ښارونو وتلي او ټولي چاري افغان ځواکونو ته سپارل سوي، دوى له چاسره جګړه کوي.

په ميوند، ژړۍ، پنجوايي او سپين بولدک کي د ولسي خلکو وژنه او د سړک غاړي بمي چاودني په هيڅ صورت نور د وسلوالو طالبانو لپاره بهانه نسي کېداى او نه هم د نړۍ هيڅ مذهب او دين دغه ډول ناروا کړنو ته جواز ورکړى دى.

وسلوال طالبان که څه هم د خپلو تبليغاتي منابعو له لاري په مکرره توګه  د ملکي مرګژوبلي څخه د مخنيوي شعارونه خپروي، خو  ورځ تر بلي په خپلو پيښو کي لا زيات ملکيان په نښه کوي او ولسي خلکو ته د زيان اوښتلو وروسته په ډېره زغرده د هغوى وژنه هم تاييدوي.

د ملګرو ملتونو په ياد راپور کي دا هم ويل سوي چي د وسلوالو طالبانو له خوا د هغوی د ويبپاڼو، ويندويانو او برېښناليکونو له لاري د ملکي مرګژوبلي د ٥٢ سلني مسووليت هم هغوی خپله تاييد او منلی دی.

که څه هم د ملګرو ملتونو ياد راپور د وسلوالو طالبانو د ويندويانو له خوا ناسم بلل سوی او پر هغو ټولو بمي چاودونو، ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړي چاودنو او داسي نورو ټولو پېښو چي عاملين يې همدوی دي په ډېره زغرده سترګي پټي سوي،  خو دا يو ښکاره حقيقت دی چي وسلوال طالبان له عامو خلکو د ځان لپاره د سپر په توګه کار اخلي او کله يې هم ملکي مرګژوبلي ته پاملرنه نه ده کړې.

د وسلوالو طالبانو د ملکي مرګژوبلي نږدې بېلګي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د يوې بمي چاودني په ترڅ کي د دوو نجونو او د هغوى د مور شهېدانېدل، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي څو ورځي وړاندي پر يو تن بزګر باندي د ماين چاودنه، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو له خوا د موټرونو په اډه کي د يوه ځای پر ځای سوي بم له کبله پنځو تنو ملکي وګړو ژوبلېدل، د پنجوايي ولسوالۍ په ريګوا نومې سيمه کي روژمات مهال ته نږدې د طالبانو په ماين د دوو زامنو او د هغوى پلار شهادت، د خاکرېز پر لاره د سړک غاړي بمي چاودني په پايله کي يې ديوې کورنۍ د ١١ غړو شهادت  او دې ته ورته نوري سلګوني پېښي دي چي د وسلوالو طالبانو له خوا تر سره سوي او قربانيان يې ټول عام خلک دي، خو دوی په دوو ګوتو د لمر د پټولو هڅه کوي او له دې،  او دې ته ورته ټولو پېښو څخه انکار کوي.

کندهار ولايت مقام له وسلوالو مخالفينو غواړي چي په افغانستان کي د روان جګړې حقيقت درکړي او نور د سولي د پروسې له لاري د خپلو هيوادوالو، وژني ته د پاى ټکى کښيږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *