اصف پتیالی –
ډېر ځله به داسي سوي وي چي یو نژدې ملګری، دوست یا ګاونډی درته راغلی او د یو څه پیسو غوښتنه یې په داسي ډول درڅخه کړې وي چي ته یې اوس راکړه، ما ته چي هر وخت الله راکړې بیا به یې بیرته درکړم. موږ له خپلي سادګۍ څخه دا انګېرلي دي چي کېدای سي اوس یې لاس بند وي وربه یې کړو، په یو څو ورځو کي به یې بیرته ادا کړي، خو کله چي ښه ډېر وخت، میاشتي او حتی کلونه تېر سي، خپل حقیقي اړتیا هم ښه زور راباندي وکړي او د خپلو پیسو تقاضا په داسي شکل ورته کوو چي شرم هم موږ احساسوو، کټ مټ لکه فقر چي ځني غواړو، نو په جواب کي راته وویل سي چي والله ما ته خو تر اوسه الله پیسې نه دي را کړي، که نه نو حتماً به مي وختي لا درکړي وای. بیا نو کرار-کرار چي د پور اخیستونکي سپین سترګي وینو، نو موږ هم یو څه سپین سترګي سو او د خپلو پیسو لپاره ټاکلې موده ځني وغواړو، نو دوې لاري راوځي:
یوه دا چي پور اخیستونکی د معین وخت له ټاکلو څخه انکار وکړي، البته دا په هغه صورت کي چي د پیسو په بدل کي مو یو پوخ لیکلی سند نه وي په امضا کړی، یا دا چي معین وخت راسره وټاکي. د لومړي صورت په پېښېدو سره موږ یا له قدرت او زوره څخه کار اخلو، یا دا چي موضوع د اخیرت تر ورځي پوري معطله کوو. په دوهم صورت کي چي پور اخیستونکی معینه موده راسره وټاکي، نو ډېر نادراً داسي پښتون راباندي پیښ سي چي د ټاکلي مودې تر پوره کېدو تر مخه یا په لږ ځنډ زموږ پیسې بیرته راکړي. اکثراً پوروړي یو څه پیسې ادا کړي او نوري وځنډوي او یا دا چي د خپلي ټاکل سوي مودې په تېرېدو سره یوه بهانه او بله بهانه کوي او خبره فیصلې ته ودرېږي. یو څو قومي مشران سره کښېني او فیصله په داسي شکل وکړي چي زموږ په پور ورکړل سوي پیسې یې پر نیمایي حال رادرولي وي. هغه نیمايي پیسې چي راورسېږي، نو خولۍ کږه ږدو…
په دې وروستیو کي له یوه ملګري سره خورا جالبه پېښه سوې وه. خپل اخښي پنځه لکه افغانۍ په قرض ځني واخیستلې بیا یې نه ورکولې. اخیر سپین ږيرو فیصله وکړه چي درې نیم لکه به اخښئ ورکوي او یو نیم لک افغانۍ به دی خپل اخښي ته د هغه د ناداري په خاطر وربخښي. ده فیصله ومنله. تر فیصلې وروسته یې له خپل اخښي څخه پوښتنه وکړه چي دا درې نیم لکه افغانۍ به څنګه راکوې، هغه وخندل چي داسي به یې درکړم لکه هغه یو نیم لک چي مي درکړې. له داسي حالت سره یوازي د قرض حسنه د ورکړي پر مهال نه، بلکي د مضاربت، کاروباري معاملاتو او هر ډول نقدي حسابونو په راکړه- ورکړه کي مخامخ کېږو. د پیسو په معاملاتو کي ناخېړیو او تېر ایستنو سره هغه خلک زیات مخامخ کېږي چي په دې معاملاتو کي د یو چا پر مسلماني یا پښتونولي اعتبار کوي او په واکمنو حلقو کي قوي روابط هم نه لري. په افغانستان کي بیا بالخصوص په کندهار کي داسي دولتي پروسیجرونه وجود نه لري چي د نورو کاروباري معاملاتو تر څنګ د حسنه قرض معاملاتو ته شفافیت ورکړي. په دا نژدي گوندي هيوادونو کي چي موږ هر ایالتي يا ولايتي مرکز ته ورسو، نو د کچارۍ په نوم یوه پراخه ابتدایي محاکمه وجود لري چي هلته د ولس ورځنیو کاروباري او شخصي معاملاتو ته رسمي او مصئونه بڼه ورکول کېږي.
خلک د خپلو معاملاتو او کاروباري خطونو د لیکلو لپاره دولتي سټامپ پیپر رانیسي، د دوی تر منځ خط د یوه راجسټر سوي وکیل په واسطه لیکل کېږي، د څارنوال له خوا لاسلیک پر کېږي او یوه کاپي یې په څارنوالي کي ځني ګرځول کېږي. کله چي د حسنه قرض موضوع را منځ ته کېږي نو قرض اخیستونکی د پیسو د بیرته ورکړي شرایط د منلو سره-سره یو داسي شی په ضمانت کي ږدي چي د پیسو د نه راوړلو په صورت کي څارونوالي کولای سي د هغه شي په لیلامولو سره قرض ورکوونکي ته د هغه حق بیرته وروګرځوي. په دې طریقه نه یوازي دا چي د خلکو حقوق خوندي کېږي، بلکي د یو زیات شمېر خلکو د کارموندني او کاروبار د زمینې له برابرولو څخه علاوه یوه زیاته اندازه عایدات هم دولت ته ورځي.
دلته په افغانستان کي بیا په دا ډول معاملاتو کي نه یوازي د حقدار حق خوړل کېږي، بلکي د خپل حق بیرته خپلولو لپاره نور زیات مصارف به هم ورکوي. یوې خوا ته که زموږ دولتي او قانوني ناقصه پروسې په مالي معاملاتو کي درغلي کوونکو سره مرسته کوي، بلي خوا ته د یو زیات شمېر علماوو له خوا حیلې هم د دې لامل ګرځېدلي دي چي درغلي کوونکي تشویق کړي څو د بل حق وخوري. که څه هم د حیله جوړوونکو لپاره په قرآن عظیم الشان کي د اصحاب السبت واقعه د عبرت لپاره کافي ده چي د حیلې جوړولو په ګناه الله ج مسخ کړل او بیزوګان یې ځني جوړ کړل. په قرآن عظیم الشان کي الله مسلمانان په دې امر کړي دي چي درواغ ونه وایي، خپلي وعدې ماتي نه کړي، په امانت کي خیانت ونه کړي او د قهرېدلو په صورت کي ښکنځل او بدرد ونه وایي. په اسلام کي دا ډول عمل کوونکي منافقین بلل سوي او په اخیرت کي د سختو عذابونو وعید ورکړل سوی دئ. په اسلامي ټولنه کي که څوک په امانت کي خیانت وکړي، په ورځنیو معاملاتو کي درواغجن او وعده خلافه وپېژندل سي نو خلک پر هغه اعتبار نه کوي. هغه څوک چي په وینا کي صادقه، امانتداره او عادل وي هغه ته هر څوک اعتبار ورکوي. متاسفانه زموږ په ټولنه کي چي موږ وینو د ښو او بدو اشخاصو چنداني توپیر نه کېږي. یو څوک چي لږ تېزه ژبه ولري، د هر موقف لپاره په اساني سره د خلکو ملاتړ او استازیتوب جلبولای سي ولو که د ژوندانه په ورځنیو معاملاتو کي هر څومره د خیانت تاریخچه ولري.
زموږ مشوره مخلص او مومن مسلمانانو ته دا ده چي تر څو په هیواد کي د قانون حاکمیت ټینګ سوی نه وي، هیچا ته دي خپلي پیسې او قیمتي توکي د امانت یا قرض په ډول نه ورکوي تر څو چي یې پوخ تضمین نه وي تر لاسه کړی. که چا د تن پټولو لپاره جامې یا خوړلو لپاره ډوډۍ غوښته، د خیرات په ډول یې وړیا ورکړئ، خو که په قرض ډېري پیسې درڅخه غوښتلي چي بیرته به یې هغه مهال درکوي چي خدای ج ورکړې نو ورته ووایاست چي د خدای جوړکړي ته ما په انتظار کښینوې، خپله ولي نه ورته انتظار کېږې.
که څوک قرض د کاروبار د شروع کولو لپاره درڅخه وغواړي نو د روزانه مزدوري کولو مشوره ورکړئ. که څوک موټر د موقت وخت لپاره درڅخه وغواړي نو د ټیکسي د کرایې پیسې د خیرات په ډول ورکړئ او که یو لوړ ماډل موټر ولرئ او یو څوک یې د واده لپاره درڅخه وغواړي نو یې د الله له عذابه يې ووېروئ. که له داسي حالت سره مخامخ سو چي یوچا له بل څخه په چم پیسې خوړلي وي، نو په ګډه له حقدار سره مرسته کول او د ظالم راګرځول خپل اولین ټولنیز مسوولیت وبولو. دا ټولنه زموږ ستاسي ګډه ټولنه ده. باید د اصلاح لپاره یې په ګډه کار وکړو. د ټولني د ناروغه غړو په علاج کي باید ټول هیوادوال ونډه واخلي.
One thought on “په افغانستان کي د پیسو د راکړې- ورکړې غیر مصئون حالت”
  1. ډیرښایسته مطلب وو اورښتیاده چي زه هم په دتکلیف کي ګیریم اودوه دری کله کیژی چی خپل خق نه رسیژم خکه چي سیستم نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *