افغانستان یو غرنی هېواد دی چې د اسیا په زړه کې پروت دی، مساحت یې ۶۵۲۰۰۰ کیلو متر مربع دی او تقریبا ۳۱ میليونه نفوس لري. په اقتصاد کې یې کرنه او مالداري مهم رول لري، خو په دومره کچه نه ده، چې خلک یوازی خپل ورځنی ژوند پر همدې بسیا کړي او یا نورو هېوادو ته حیواني او زراعتي محصولات صادر کړي. کرنه او مالداري سره تړلي کلیمي دي، کله چې د کرنې څخه یادونه کېږي؛ نو طبعا د مالدارۍ کلیمه ورسره مخې ته راځي او که د مالدارۍ په اړه بحث شي، نو د کرنې کلیمه بې پوښتنې مخ ته کېږی، ځکه له کرنې څخه ډېر لاس ته راغلي محصولات یوازې د حیواناتو په وسیله په ښه ډول په مصرف رسېږي.
لکه، د غنمو د درمند ورسته لاس ته راغلي بوس، د جوارو د حاصل نه پاتی ټانټې، د وریجو د ترېشل وروسته پروړه او ورته ډېر مثالونه چې حیوانات ترې د ژوند د بقا لپاره د غذا په ډول استفاده کوي، په مقابل کی حیوانات نه یوازی دا چې یوازی انسانانو ته شېدې، مستې، کوچ، غوښه، وړۍ، څرمن، ورته نور محصولات ورکوي؛ بلکی د کرنې د ښه محصولاتو د لاس راوړلو لپاره حیواني سره (کود) برابروي، چې اکثره کروندګر د کیمیاوی سرو په نسبت حیواني سرو ته ډېره ترجېح ورکوي، همدارنګه کروندګر د وسایلو او کرنې محصولاتو د انتقال لپاره د حیواناتو څخه په اعظمي توګه استفاده کوي، ځکه د دا دوه تړلې کلیمې همیشه لازمې او ملزومې دي.
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې زیاتره کورنۍ د خپلی ورځينۍ خوراکي او د سوند اړتیاوو پوره کولو په خاطر یوه یا دوه غواوې، واړه څاروي لکه، اوزې او پسونه ساتي چی د شېدو، مستو او غوړیو (کوچ) څخه یی د روزمره ژوند خوراکي مواد او اکثره د ژمي په موسم کی د وړو څارو څخه د لاندي په توګه، د خوشایو څخه یې د سوند موادو په خاطر استفاده کوي او د اړتیا په وخت کې د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره یې یوه منبع ده. دا ډول مالداري په مسلکي توګه نه بلکې په دودیز ډول ساتل کېږي، چی د بلا ستونزو سره مخ ده، کروندګر او څاروي وال (مالداران) په اوړي کې د سوري له نشتوالي، پر وخت د صحي اوبه نه رسېدل او په ژمې کی د یوی منظمې غوجلې نشتوالی چی څاروی د یخی هوا څخه وساتل شی، او دغه راز د خوراکي توک کمښت هغه ستونزې دي چې د هېواد ډېری مالدارن ورسره مخ دي.
پر دې سربېره ډېرې نورې ستونزې هم شتون لري؛ لکه څاروي د بېلابېلو ناروغیو ښکار ګرځي، کله چې په یو کلي کې یو څاروی په یو میکروبي ناروغۍ اخته شی، نو دا ناروغۍ د ډېرو لارو په وسیله نورو څارویو ته انتقالېږي. د مثال په توګه طبق (ځیني طبخ بولي) ناروغۍ چې یوه وایروسي ناروغي ده او زیاتره وخت پرې د اوړي په موسم کې څاروي اخته کېږي، کله چې یو څاروی پری اخته شو بل څاروي ته په چټکه توګه انتقالیږی، چی په یوه اخوره کې د خوراک په وسیله، په عینې لوښي کې د اوبو څښلو په وسیله او یا څاروي سره نږدې تړل شوي وي، چی د تنفس له لارې نوموړې ناروغي انتقالېږی.
د ناروغیو د وقوع د مخنیوي لپاره څارویو ته د واکسین کولو د اسانتیاوو نشتوالی، د پرازیتونو د له منځه وړلو لپاره د پرازیت ضد درمل نه کارول، په داسې حال کې چې څاروي باید هر شپږ میاشتې وروسته، یعنی په کال کې دوه ځلې د پرازیت ضد درمل ورته ورکړل شي. په سم ډول د ناروغیو نه تشخیص، کله چې ناروغۍ تشخیص نشي، نو دا دوه زیانه لري: یو دا چې ورکړل شوې دوا د ناروغۍ په درملنه اغېز نه کوي او بل دا چې د مالدار په اقتصاد ناوړه اغېزه لري، د دې ترڅنګ د درملو د کېفیت ټیټوالی هم د ناروغیو په مشخص والي کې ستونزې جوړوي.
د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ۳.۷ میليونه غواګانې، ۸.۸ میليونه پسونه، ۷.۳ میليونه اوزې، ۱۴۰۰۰۰ اسونه، ۱.۶ میليونه مرکب او ۱۲.۲ چرګان شتون لري ( FAO 2003) چې په دی شمېره کی د شل کالو پخوا په نسبت ۴۰٪ کموالی راغلی دی. چې زیات لاملونه لري.
۱ـ زموږ د ناسمو اعمالو له کبله څاروي هم کړېږي، د بارانونو نشتوالی او د دوامدارې وچکالۍ له امله څړځایونه وچ شول، یا خو زیاتره څړ ځایونه د زورواکو لخوا شخصي ملکیتونه شول او کوم چې پاتې دي او د څارویو د استفادې وړ دي هلته، نو بیا ناامنۍ ترې څاروي او څاروي وال محروم کړي دي.
۲ـ کرنې او مالدارۍ ته د کرنې وزارت نه پاملرنه، د وزیر نه یی واخله تر مامور پوری یی د سهار چای د شېدو، اېشدلې هګۍ، او پنیر. غرمه کی چرګان، کړیان، کباب تر څنګ یې مستې او ماښام کی ورته خوراک. کله کله د تفریح لپاره بیا د ماهیانو پارټی، نو د خدای په خاطر دا فکر خو وکړه چی دا ټول خوراکونه په مالدارۍ کې پراته دی، تا ورته څه وکړل؟
مالداري ورځ تر بلې مخ په کمېدو ده، بلکې په ختمېدو ده. په تېرو دیارلسو کالو چې دنړیوالو مرستې درته را روان دي، خو د وزو، چرګانو او یا د غواګانو کوم فارم جوړ نه شو، چې پکی د مسلک یو څو تنه په وظیفه وګومارل شي او هم حیواني پیداوار زیات شي، او نه د شته څارویو د بهبود لپاره کوم منظم پلان جوړ شو.
۳ـ په کلیوالو سیمو کې پاراویټان او غېر مسلکي کسان چې د وترنرۍ په هغه لار هم نوي تېر شوي، د یو پارا ویټ سره یې یو دوه ورځې په درملتون کی تېرې کړې وي، په بله ورځ به یې د مختلفو څارویو عکسونه په لوحه رسم کړي او د خپل نوم سره به يې په شین او ژېړ رنګ غټ د ډاکتر کلیمه لیکلې وي، د نوم لاندې یې بیا لیکلي وي چې د مصنوعی القاح، جراحی، حاملګۍ تشخیص، د هری ناروغۍ واکسین، لابراتواري معاینات او د هر نوعه ناروغۍ تداوي سهولتونه موجود دي، د لوحې په لاندې برخه کې عالي تحصیلات په پاکستان کی، د رابطی لپاره دری ډوله د موبایل نومرې لیکلې وي.
ځکه منظمه اداره نشته چې دا وڅاري او اسناد یې ولیدل شي. بیا خو زموږ د تعلیم کچه هم په هغه سطحه ده، چې دوی بیا یوازې په نامه غولېږي چی د پاکستان نوم په لوحه ولیدل شی بیا نو د لرې لرې کلیو څخه کروندګر ورته خپل څاروي را روان کړي، چی د پاکستان نه ډېر تکړه ډاکټر راغلی دی.
سپین ږیري بیا د هغو ډاکټرانو لپاره ښه کمپاین پیل کړي او په هره حجره او جومات کې د هماغه ډاکټر، چې څو میاشتنی کورس يې لوستی صفت کوي او خلک هم بیا خپل څاروی هماغه کم علم کس ته د درملنې په موخه ور وړي.
تکړه ډاکتر صیب د دوا لست په پښتو لیکلی وي، په ښار کی به د حیواني دواخانو په عمده فروشۍ ګرځي په کوم یو کی چی ارزانه دوا پیدا کړه هغه به واخلی او بیا یې په کلي کې په لوړ قیمت پلوری چې نه د ناروغۍ د عامل نه خبر او نه یې په درملنه پوهیږي، مالدار ته د څاروی د درملنۍ لپاره د بکتریاو ضد، پرازیت ضد، د درد ضد او د تقویې لپاره دوا ورکړي او څومره پیسې چې وغواړی ترې واخلی، ځکه د ډاکټر سره خو حساب نشته. کله چی مالدار لاړ شي بیا وایي، ځه !! د چره یز ډز مې پرې وکړ یو نه یو خو به پرې تاثیر وکړي.
د کابل، ننګرهار، هرات او نور پوهنتونونه هرکال په لوی شمېر محصلین د وترنرۍ له پوهنځیوو فارغوي، خو د دولت او په خاص توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بېغورۍ او په خپلو دندو کې د پاتې راتلو په اساس نوموړي فارغین خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هرې دندې ته ځان چمتو کوي، خو دولت دومره ظرفیت نه لري، چې د دولت په چوکاټ کې خپلو کدرونو ته کار ورکړي او نه هم دولت ورته په خصوصي سکتور کې د کار زمینه برابرولی شي، چې دا یوه لویه ستونزه او سرخوږی دی.
له بل پلوه افغانان په طبعي توګه د مالدارۍ سره لېوالتیا لري، ډېری وګړي په خپلو شخصي کمو امکاناتو د چرګانو فارمونه جوړوي، یو خو خپل شوق پوره کوي او بله دا چې د ژوند د اړتیاو پوره کولو لپاره د یو روزګار په بڼه ترسره کوي او ګټه یی هم زر لاس ته راځی، خو دولت دلته هم د فارمونو له خاوندانو سره هېڅ راز مرسته نه کوي.
د دولت د نه پاملرنې سره سره بیا هم ځوان کدرونه او د فارمونو خاوندان هڅې کوي، چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي. دوی د چرګانو واکسین او د ناروغیو د تشخیص لپاره پاکستان ته تګ راتګ کوي، چې ډېر وخت يې ضایع کېږي پر دې سربېره چورګوړي هم مري او پاکستاني پولیس يې هم ځوروي. خو الحمدلله د همدی فارغ التحصیل وترنر ډاکترانو له برکته اوس فارم لرونکی د دی ټولو ستونزو څخه په امن کی شول، په هر ولایت کی حتا د ځینو ولایتو په زیاترو والسوالیو کی د مسلکي وترنر ډاکترانو لخوا تشخیصي کلینیکونه په خپلو شخصي امکاناتو جوړ شول، چی د ناروغیو تشخیص او د اړونده ناروغیو د درملنۍ لپاره دواګانی، او د واکسینونو تطبق په وخت ترسره کوی.
نو په دی سره د چرګوړو د مرګ سلنه ډېره راټیټه شوې او له بل پلوه هیوادوال د خپل هېواد تولید شوي تازه او صحي غوښه په مصرف رسوي، چې د پاکستان څخه د زړو چرګانو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی.
که دولت غواړي چې هېوادوالو ته صحي محصولات برابر کړي او دګاونډیو هېوادونو له بې کېفیته محصولاتو يې خلاص کړي، نو پکار ده چې دولت په ولایتونو او ولسوالو کې د غواګانو، اوزو او پسونو دوه دوه او یا تر دې هم ډېر بېلابېل فارمونه جوړ کړي او خپلو هېوادوالو ته سم او سالم صحي محصولات په واک کې ورکړي.
دولت ته پکار ده چې د دې تر څنګ په ولسوالیو او کلیو کې تشخصي کلینیکونه جوړ او مسلکي کسان په دندو وګوماري، چې څاروی په وخت واکسین، د ناروغیو تشخیص او پر وخت يې درملنه وکړي او دغه راز دولت باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي چې خلک، په خاصه توګه کروندګر د موسمي او میکروبي ناروغیو په اړه پوهه ترلاسه کړي.