د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته تر نن پورې شا او خوا شپاړلس کاله تیریدونکي دي چې په دې موده کې امریکا او متحدینو یې نه یوازې افغانستان ته سوله او نیکمرغي راوړه بلکې په ازاد مټ یې دا هیواد یوې داسې دوامداره غمیزې سره مخامخ کړی دی چې هره ورځ څو کورنۍ د غم په ټغر کینوي او دغو غمونو، دردونو او ژړاګانو د هر افغان کوچني ماشومان، ځوانان، تورسرې او سپین ږیري له ژوند څخه محروم کړه او داسې یې محروم کړه چې ماشومان مو یتیمان شوه، تورسرې مو کونډې شوې، ځوانان مو شهیدان او معیوب شوه، پیغلې مو د واده په لومړۍ ورځې کونډې شوې د خپل ژوند ملګري لیدل ورڅخه پاتې شوه او د تل لپاره یې په نکریزو سره شوي لاسونه د خپل محبوب په وینو ولاړل شوه، ګلالي ماشومان چې چاته یې د نوک په اندازه تاوان ندی رسولی؛ په سرو وینو کې لت او پت شوه او حتی کورني او وحشي څاروي او د هوا مرغان مو هم په امن نه دي پاتې…اخر ولې؟
له موږ سره کومه لوبه روانه ده؟ موږ کوم جرم کړی دی؟ ولې موږ له داسې نامعلوم او درد ناک برخلیک سره مخامخ شوي یو؟ ولې دا هیواد د پردیو د ګټو میدان ګرځیدلی دی؟ ولې زموږ په وینه باندې پردي خپلې مادي او اقتصادي ګټې تر لاسه کوي؟ ولې موږ ته د انسان په نظر نه کتل کیږي؟
ولې زموږ د غریبۍ ژوند نور هم په غربت او غمیزو بدلیږي؟ او ولې…؟ دا ډول ورته ډیرې پوښتنې د هر افغان په ذهن کې تاو او راتاو کیږي او هره ورځ د رسنیو او سیاسي شنونکو سوژې ګرځیدلي دي خو هیڅ ګټه نه لري او نه پرې د جګړې ښکیل لوري د افغانانو ژوند ته د یوې ذرې په توګه ارزښت ورکوي حال دا چې د امریکایانو، د افغان دولت، طالبانو او په اوس وخت کې د داعش ډلې د جګړو تر منځ هره ورځ عام ولس زیانمن کیږي دا څه ډول جګړه ده چې نه مو دوست معلومیږي او نه دوښمن؟ هره ډله که امریکا ده ادعا یې دا ده چې په افغانستان کې تروریزم له منځه وړو، که طالب دې ادعا یې دا ده چې جهاد کوو او له وطن څخه استعمارګر شړو، که داعش دې هغه هم د یوې لویې انساني وژنې دنده لري خو هیڅوک نه بریالي کیږي چې یا له هیواده امریکایان وشړي او یا جګړه مارې ډلې…مګر که وګورو روانه جګړه یوازې د افغانانو تکتیکي وژنه ده او دا وژنه د جګړې هر لوري روانه کړیده.
خو پوښتنه دا ده چې څنګه عامه تکیتکي وژنه په افغانستان کې روانه ده؟
دې پوښتنې ته د رمې یو شپون هم ځواب ورکولی شي ځکه په افغانستان کې د روانې جګړې هر لوري تر ډیره بریده عام افغانان وژلي دي که یو څوک ددې وژنو دلیل سهوه یا تیروتنه ګڼي نو دا دلیل یې هم نه شي منل کیدلی ځکه امریکا چې د عصري او پوځي ټیکنالوجۍ خاوند دې او ددغې وسایلو له مخې د ځمکې په سر کوچنۍ ذرې لیدلی شي نو څنګه د وسلوالو او عامو خلکو تر منځ توپیر نه شي کولی، همیشه یې په خپلو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې عام او بې ګناه افغانان وژلي دي، پدې وروستیو څو میاشتو کې امریکایانو په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، هلمند، اروزګان او تیره ورځ په کندوز کې عامو خلکو باندې هوایي بمبار وکړو چې ډیر کوچني ماشومان، سپین ږیري پکې شهیدان شوه. یو ښه مثال یې په هلمند کې هغه خلک چې د طالبانو له خوا بندیان شوي وه او په وروستۍ ورځ طالبانو غوښتل چې خوشي یې کړي نو په همغه ورځ ولې امریکایانو؛ چې په هغو خلکو باندې یې د طالبانو ګمان کړی وه بمبارد کړه؟
د دې پیښې خو دا مانا ده چې بندیان د طالبانو له خوا خوشي کیدل او امریکایانو په ځای ددې چې طالبانو باندې بمبارد وکړي دوی هغه بندیان په نښه کړه، دوی چې په بندیانو بمبارد کولو ولې یې په طالبانو نه کولو؟ دلته خو ضرور سړی پوهیږي چې د پردې تر شا حتمن څه شته، په اروزګان کې هم ورته پیښه وشوه چې د دوی له خوا یوه د پولیسو پوسته په نښه شوه، په کندوز کې هم دوی د بې سرحده نړیوالو ډاکټرانو روغتون په نښه کړو همداسې په ننګرهار کې هم د داعش په ځای عام خلک د بې پیلوټه الوتکو له خوا ټارګیټ شوه، په پکتیا او پکتیکا او نورو ولایتونو کې هم داسې ورته په سلګونو ژوندي مثالونه شته چې امریکا او د ناټو ځواکونو له خوا د افغانستان په روانه جګړه کې د عام خلکو په وژنې سره تمام شويدي خو نه امریکایانو جدي وګڼله او نه نړیوالې ټولنې؛ او نه د کوم جرم او قضیې اساسي څیړنه وشوه بس یوازې ووژنه او بخښنه وغواړه او جالبه خو یې دا ده چې په اوس وخت کې د امریکایانو له خولې مې د بخښنې کلمه نه ده اوریدلې.
همداسې طالبان وګوره چې د عامو خلکو له وژنې څخه خپل ځان زیات ورته محبوب دی دوی هم په روانه جګړه کې د عامو افغانانو په وژنه کې له امریکایانو او نړیوالو وروسته پاتې نه دي، د سرک د غاړې ماینونه یې د بیلګې په توګه یادولی شو چې ډیری وخت د یو کورنۍ څو غړي ددغو ماینونو ښکار شويدي همداسې په نورو بریدونو کې چې تر ډیره بې ګناه خلک پکې وژل شویدي، په کلیو او بنډو کې د دوی کړنې ددې سبب شوي دي چې خلک یې له لویو، لویو ستونزو سره مخامخ کړیدي، همدا راز داعش چې په ننګرهار کې یې له تیر یو کال څخه نوی ظهور کړی دی او د ډیرو په باور له دې ډلې سره د امریکا ملاتړ دې چې په ضمن کې روسیه هم ترې په ویره کې ده، او دغې ډلې د ننګرهار په اچین، بټي کوټ او پیچیراګام ولسوالیو کې ډیر بې ګناه خلک یې ووژل او ډیرو کورنیو ته یې د سر او مال په قیمت زیانونه واړول بیا هم پوښتنه دا ده چې د عامو خلکو ګناه څه ده چې په دومره بې رحمه توګه وژل کیږي ښکاره خبره ده چې داعش د اسلام له نوم څخه ګټه اخلي مګر په پوره ډول سره انسانیت ته درناوی نلري او د دوی دا وحشیانه اعمال د اسلام له سپیڅلي دین سره په ټکر کې دي او داسې ښکاري چې داعش به په افغانستان کې د سوریې او عراق په څیر لوی ناورین را منځته کړي چې بیا به افغانان د خلاصیدو لاره نه لري او بالاخره د افغانستان حکومت چې د امریکا او ناټو غړو هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري په دې پنځلس کلنه موده کې تر اوسه نه دی توانیدلی چې د بې ګناه افغانانو ژوند خوندي کړي او له طالبانو سره یې په مخامخ جګړو کې عامو خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی دی او له بل لوري حکومت د امریکا پر وړاندې هغسې جدیت نه دی ښودلی تر څو امریکایان نور د عامو خلکو له وژنې څخه لاس واخلي او په دې هر افغان پوهیږي چې په افغانستان کې افغان وژنه قصدي او د جګړې د دوام په مانا ده او یو شمیر هیوادونه غواړي چې په افغانستان کې خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو او موخو ته ورسیږي او د جګړې دوام د ځان په ګټه بولي خو درد یې افغانانو ته رسیږي نو وروستۍ خبره دا ده چې اوسنی حکومت د امریکا او ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د جدي عکس العمل وښايي او نور د عام افغانانو وژنه بنده کړي نو په دې اساس اوس هر افغان پوهیږي چې زموږ اساسي دوښمنان څوک دي او دوی زموږ پر وړاندې د ښه نیت نه؛ بلکې زموږ د وژنې، بدبختۍ او له منځه وړلو پلانونه لري او هڅه د وشي چې د طالبانو سره د سولې په برخه کې شپه او ورځ زحمت وګالي چې په واسطه یې دا ځوریدلی ملت نور له جنګونو او بدبختیو څخه خلاص شي او افغانان هغه ټولنه ده چې د انګریزانو او شورویانو په څیر اشغالګر یې په ګونډو کړل نو مقصد دا دې چې ددې هیواد د خلکو د ژوند او وطن ساتنه زموږ د ټولو ملي مسؤلیت دی.
د یوه سولییز او ودان افغانستان په هیله!