تاند- په بریتانیا کې د پوځ یوه سپي ته، چې په افغانستان کې یې پوځیان ژغورلي ول، میډال ورکړل شو.

د بریتانیا د میترو ورځپاڼې د راپور له مخې دغه سپي ته، چې (Mali) نومېږي، د ۲۰۱۲ م کال په یو لړ خورا حساسو عملیاتو کې د تاریخي مرستې په خاطر د (PDSA Dickin Medal) په نوم معتبر میډال نن /جمعه/ د لندن په پیپلز ماڼۍ کې ورکړل شو.

دا میډال د ویکتوریا کراس یا صلیب معادل دی چې پوځیانو ته ورکول کېږي.

مالي د خاصو عملیاتو په لړ کې دوو خواوو ته، چې دښمن ورڅخه پر نړیوالو ځواکونو ډزې کولې، واستول شو څو په دغو سیمو کې چاودېدونکي مواد ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *